جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهدقیقه ژبه/ محب الله زغم

دقیقه ژبه/ محب الله زغم

لومړۍ برخه

د لیکوال سبک او د ژبې ظرفیت

د شرقي او غربي متنونو تر منځ یو عمده توپیر د ژبې په دقت کې دی. البته له شرقه منظور زموږ د سیمې هېوادونه دي، نه ټول ختیځ ځکه جاپان، چین، جنوبي کوریا او ځینې نور شرقي هېوادونه د پرمختګ په لحاظ اوس په غربي نړۍ کې حسابېږي.

ګومان کوم د ژبې دقت به په دوو عمده عواملو پورې اړه لري: لیکوال او د ژبې ظرفیت.

زموږ د ټولنو ځینې لیکوال معمولاً قاطع حکمونو او یو اړخیزو قضاوتونو ته تمایل لري او دغه شی د دوی پر سبک اثر کوي. دا عیب زموږ په ټولنه کې نسبتاً عام دی، موږ او تاسې روزانه په بحثونو کې اورو چې فرضاً د افغانستان نوي فیصده دولتي چارواکي په فساد ککړ دي،  له ښځو سره تاوتریخوالی خورا زیات شوی دی، د هوا د ککړتیا یوازینی علت زاړه موټرونه دي … زموږ کارپوهان معمولاً د خپلو دغو خبرو لپاره سند نه لري. د اداري فساد د فیصدۍ اندازه په سروې ګانو او احصاییو معلومېدای شي؛ خو ګومان کوم داسې عمومي سروې به نه وي شوې. «خورا زیات» مبهم صفت دی او دقیق معلومات نه شي راکولای. د هوا ککړتیا ګڼ علتونه لري او زاړه موټرونه یې یوازې یو علت دی، نه یوازینی علت. د وینا همدغه طرز زموږ لیکنو ته هم لاره کړې ده؛ خو غربي لیکوال بیا معمولاً خبرې په احتیاط سره کوي او اکثراً د قاطع حکم پر ځای احتمال یادوي.

 مثلاً د محرقې یا لویې تبې په اړه، ممکن زموږ ډاکتر ولیکي: «په لویه تبه کې د ناروغ د بدن حرارت ۴۲ درجو ته لوړېږي»؛ خو غربي لیکوال  به وايي: «په محرقه کې ممکن د ناروغ تبه ۴۲ درجو ته ورسېږي.»

یا مثلاً زموږ لیکوال به لیکي : «په پښتو کلاسیکو ادبیاتو کې د پاراډاکس بېلګې نشته.» خو غربي څېړونکی به همدا مطلب داسې بیان کړي: «ما په معلومو پښتو کلاسیکو ادبیاتو کې د پاراډاکس بېلګې نه دي موندلې.»

پلار مې وايي د کلي په یوه مجلس کې یو چا بې ځایه خبره وکړه، مشر ورور یې په غوسه ورته وویل: «غُل مه خوره.» ده ورغبرګه کړه: «خورم یې خورم یې.» ورور یې وویل: «چې خورې یې نو ویې خوره.» ده بېرته وویل: «نه یې خورم.» موږ په اکثرو چارو کې سرټمبه او سرزوري یو او یوازې خپله منو، د بل منل راته خورا سخت دي. دغه عیب مو هم په لیکنو کې ځان راڅرګندوي او قاطع حکمونو ته مو لمسوي چې ورسره د ژبې دقت کمزوری کېږي.

استاد محمد صدیق روهي چې «د ښوونې او روزنې عمده اصطلاحات» د اثر په کښلو کې د مېرمن ساهرې شریف لارښود استاد و، د کتاب په سریزه کې وايي: «محترمه ساهره د ضرورت په اندازه په انګریزي ژبه پوهېږي، له انګریزي قاموسونو او ځینو نورو منابعو څخه استفاده کولای شي، د ښوونې او روزنې په باره کې یې کافي مطالعه کړې ده او له دې امله په خپله تخصصي څانګه کې پرابلم نه لري.»

په دې پراګراف کې استاد روهي د مناسبو صفتونو او قیدونو د استعمال او د غیرضروري هغو د نه استعمال په وسیله خپل بیان دقیق کړی دی. دی مبالغه نه کوي او نه وايي چې مېرمن ساهره په انګریزي ډېره ښه پوهېږي؛ بلکې وايي «د ضرورت په اندازه» پوهېږي. دا ادعا هم نه کوي چې شاګرده یې له ټولو منابعو څخه پوره پوره استفاده کولای شي؛ بلکې احتیاط کوي او وايي چې له ځینو نورو منابعو څخه استفاده کولای شي.

شخصي عواطف او احساسات بل عامل دی چې د بیان دقت ته زیان رسوي. استاد روهي د مېرمن ساهرې د پلار شاګرد و او ګومان کوم چې څه نوره خپلوي به هم سره لري، که د استاد روهي پر ځای بل څوک وای ممکن ساهره شریف به یې ډېره ستایلې وای او مبالغې ته به یې لاره خلاصه کړې وای؛ خو ده خپلو عواطفو ته اجازه نه ده ورکړې چې لیکنې ته یې لاره وکړي.

د همدې سریزې په پای کې استاد محمد صدیق روهي وايي: «محترمه ساهره کریمي (اوس ساهره شریف. د مقالې لیکوال) د دغې علمي تحقیقي پروژې په بشپړولو سره ثابته کړه چې په خپله ساحه کې اکاډمیک کارونه پر مخ بیولي شي. زه د لارښود استاد په توګه د دې کار او زیار مثبت ارزیابي کوم او محترمه ساهره کریمي د معاون محقق رتبې ته د ترفیع مستحقه بولم.»

خو د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد پوهنوال محمد نادر شاه نیکیار په خپل تقریظ کې داسې لیکلي دي: «… ما دغه اثر (د ښوونې او روزنې عمده اصطلاحات) په ډېر غور او دقت سره ولوست … په لنډ ډول ویلای شم چې محترمې ساهرې کریمي په دې ساحه کې یو ډېر مهم او ګټور علمي او اکاډمیک کار تر سره کړی …»

د استاد حبیب الله تږي په «پښتانه» کتاب کې هم سړی له همداسې دقیق نثر سره مخ کېږي چې له مبالغې، بې ځایه ټینګار، قاطع حکمونو او نورو عیبونو پاک ښکاري.

د ژبې ظرفیت بل عامل دی چې د متن پر دقت اثر کوي. صفتونه او قیدونه د ژبې په دقت کې اساسي رول لري؛ خو شرط دا دی چې په مناسب ځای کې استعمال شي او له بې ځایه کارولو یې ډډه وشي. په پښتو کې سړی معمولاً د دې دوو توکو له کمی سره مخ کېږي. موږ د یوه شي د مقدار یا اندازې لپاره اکثراً مبهم صفتونه (هېڅ، خورا لږ، لږ، زیات، بیخي زیات) استعمالوو. دغه صفتونه چندانې د علمي او دقیق متن په درد نه لګېږي. په علمي متن کې که وایو چې په افغانستان کې د اوبو کچه ټیټه شوې ده، باید اندازه یې د امکان تر بریده دقیقه وښييو چې فرضاً د لس کاله پخوا په نسبت اوبه نیم مټر کښته شوې دي او یا دغه اندازه په فیصدي وښييو مثلاً د اوبو کچه پنځه فیصده ټیټه شوې ده.

د پېښو د تکرر یا فریکونسۍ د ښودولو لپاره په پښتو کې مناسب قیدونه په اسانه نه شو موندلای ؛ خو په انګلیسې کې ګڼ قیدونه شته چې هر یو یې د پېښو تقریباً معینه فیصدي ښيي. زه چې کله کله طبي متن ژباړم، حیرانېږم چې مناسب قید ورته له کومه کړم، مجبورېږم د عربي (ندرتاً، بعضاً، معمولاً، غالباً، اکثراً، عموماً، عمدتاً) وکاروم؛ خو دا قیدونه هم د انګلیسي د ټولو قیدونو (seldom, sometimes, mainly, often, occasionally, usually, always, generally …) ځواب نه شي ویلای، له بلې خوا موږ داسې اجماع نه لرو چې فرضاً «غالباً» یعنې څو فیصده؟ یا د «معمولاً» او «عموماً» ترمنځ توپیر څه دی؟ یا دا چې «عمدتاً» زیاته اندازه ښيي که «اکثراً»؟ نو که غواړو چې ژبه مو د علمي لیکنو د لیکولو جوګه شي، باید چې د قیدونو په اړه غور وکړو. د قیدونو په اړه زموږ د ژبې بله ستونزه دا ده چې د حالت یا څرنګوالي قیدونه مو معمولاً یوه کلمه نه وي؛ بلکې د درېو کلمو ترکیب وي، مثلاً: په دقیق ډول، په مناسبه توګه، په بې ساري شکل، په ښکلې بڼه ، په دقت سره، په تېزۍ سره، … که په متن کې ډېرو قیدونو ته اړتیا وي، دا ډول ترکیبي قیدونه د نثر ښکلا ته تاوان رسوي. زما په فکر بهتره په داسې موردونو کې یا خو د قیدونو عربي بڼه ولیکو، مثلاً:

 «په دقیق ډول» ویلای شم چې دا کار د طالبانو دی. = دقیقاً ویل شم چې دا کار د طالبانو دی.

«د بېلګې په توګه»: صابون، شامپو، پوډر … = مثلاً: صابون، شامپو، پوډر

یا دا چې د قید پر ځای صفت وکاروو، مثلاً:

دانش خپرندویه ټولنه کتابونه په دقت سره، په مسلکي توګه او په ښکلې بڼه چاپوي.

= دانش خپرندویه ټولنه کتابونه دقیق، مسلکي او ښکلي چاپوي.

د ښوونځیو او پوهنتونونو د کتابونو لپاره لا دقیقه ژبه په کار ده، په تېره بیا که د ښوونځیو شاګردانو ته معلومات په دقیقه ژبه ونه لیکو، له هغوی څخه به لاره ورکه شي. اکثرو شاګردانو ته هغه څه چې په مکتب یا احیاناً په پوهنتون کې ورښودل کېږي، د کاڼي کرښې ښکاري؛ نو باید څه چې ورته لیکل کېږي، تر وسې پورې دقیق وي. دقیقه ژبه سربېره پر دې چې شاګردانو ته سم معلومات رسوي، دوی هم له دقیق بیان سره روږدي کوي او دوی چې لویان شي، بیا به له خپلو خبرو سره احتیاط کوي او زموږ د نسل د اکثرو وګړو په شان به هوايي خبرې نه کوي.

3 COMMENTS

  1. learn knowledge from craddle to the grave(al-hadith mubarak)
    زده کړه، زده کړه او بس زده کړه….‏
    بس دا یوه لار ده…‏‎ ‎

  2. زغم صیب مننه
    ایله په ایله چې یو پښتون لیکوال د مسخرو، اپلتو، احساساتو او جذباتو پر ځای د پښتو خوارکۍ ژبې پر کمزوري خو اړین اړخ څه ولیکل.

    زما دا توت خواره لیکوال هیڅ نه خوښیږي. هیچا تر نن پورې د پښتو لپاره لږ تر لږه په نصاب او اداري لیکنو کې داسې کار ونکړ چې هغه د سبا لپاره د یو کوډ یا قانون په ډول پریږدو، بلکې هر چا هر وخت یوازې لوټه ایښې او ځان ېې پورې ایستلی دی.

    د زوی سره مې د پوهنې د اوسني نصاب د 6 ټولګي ساینس لولم.
    په دومره بیسواده او نا سمه پښتو لیکل شویدی چې زړه مې غواړي له سر څیړونکو نیولې آن تر وزیر پورې بد او رد ورته ووایم.
    یوه بیلګه: زمان په ورځ هفته میاشت او کال اندازه کیږي، مکان په سانتي متر، متر، کیلو متر او نور.
    نو
    ددغه ډول څیړونکو او محققانو څخه ولې ګیله ونشي چې ماسټري او لیسانس خو به لرئ، آیا مکان د فاصلې سره یوه معنی لري؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    آیا مترادف دي؟؟؟؟؟؟؟؟
    په کوم دلیل مکان په متر اندازه کیدی شي؟؟؟؟؟

    تاسو د اوسني نصاب د شپږم ټولګي ساینس وګورئ او پر ژباړن، لیکوال او کره کتونکو ېې یو رحمت واستوئ.

  3. زغم صاحب عالي ليکنه وه، اوس وخت همدغسې ليکنو ته ضرورت دی، ستاسې پر ګوتو دې برکت وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب