په ناتارونو، بریدونو، حملو، چپاونو او یرغلونو کې، په بریدو، غدیو، دښمنیو،
میرڅیو، تربګنیو، توپانونو او سیلیو کې او په هر حالت کې افغان وطن، افغان
فرهنګ، افغان خوی او خصلت د ناموس سپېڅلتوب ساتلی او تضمین کړی دی، د …پوړوني،
ټکري او سالوګي حفاظت یې لازم ګڼلی دی.
د پوړوني او ټکري په وړاندې کستاخۍ یې د نامردۍ او نا ځوانۍ تر ټولو بده او له
پېغوره ډکه فتنه بللې ده او د داسې کار مرتکب ته یې موزیګی یا بې ناموسه او یا
هم مرده ګاو ویلی دی.
خو بدبختي داده چې د جګړې ناځوانو اخلاقو له موږ څخه د ناموس د حیا خوی او
خصلت هم لوټلی دی. ښځو ته درنښت د خور، لور، مور او میرمنې حیثیت ته درناوی، د
حیا له لیمو څخه کډه شو.
څو ورځې وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره یوه ښځه وکیله برمته شوه او هغه
هم د طالبانو او پښتنو په لاس.
لوی ملا صاحب ملا محمد عمر اخند چې کله د اسامه پر سر پښتانه د غرب له وحشي
تکنالوژۍ سره ټکر کړل، نو دایې ویل چې اسامه د افغانانو میلمه دی او افغان
فرهنګ هېڅکله هم ملیمه و خپل دښمن ته لاس تړلی نه سپاري.
نو آیا ښځه برمته کول او بندیان پرې راخوشي کول د افغان فرهنګ له کوم ځای سره
اړخ لګوي؟
جناب لوی ملا صاحب، د خدای روی ته وګوره، د قران روی ته وګوره، د شهیدانو د
ناموس روی ته وګوره ستا جنګیالي دا څه کوي؟
داسې عملونه په اسلام کې شته؟ په شریعت کې شته؟ په پښتو کې شته؟ په عُرف او
عنعنه کې شته؟ آیا په خپل تاریخ کې به داسې نا ځوانه واقعه ستا په یاد وي؟
جګړې هر څه رانه واخستل، جنګ هرڅه راڅخه ولوټل، خو د ناموس د لوټمارۍ له دبا
څخه مو وژغوره.
د جمعه ګل او پستکي کیسه در یادوم، هغوی چې غله وو هم یې د ناموسونو په وړاندې
د کستاخۍ بد اخلاقۍ ته ځان نه شوای ټینګولای.
طالب جانه ته خو د ناموس او شریعت شعار ورکوې په تا څه شوي دي؟
شاعر: عصمت قانع
جمعه ګل او پستکی
اورېدلې مې کیسه ده له مشرانو
له سپین ږیرو مخورو کنداریانو
امنیت وو په دې ښار په دې دیار کې
ګڼه ګوڼه وه په کلي په بازار کې
نه د مرګ او نه د وېرې تصور وو
نه تندی د کندهار په وینو سور وو
هرې خواته د وطن لمن خپره شوه
له وږمو ډکه کوڅه او مامته وه
شاعرانو به لیکلو داستانونه
سندر غاړو به ویل ښکلي طرزونه
کاروبار وو د وطن په هره خوا کې
بیکار نه وو څوک په کلي په صحرا کې
څوک بزګر د مامتو او د کښتو وو
څوک مالدار وو څښتنان به د رمو وو
څوک میرزا وو څوک معلم وو څوک سر کار وو
په ولس باندې ښایسته لوی کندهار وو
سوداګرو رانیول جایز مالونه
او ګټل به یې بنډل بنډل نوټونه
ناببره را پیدا څو پایلوچان شول
مشهور په کور او کلي پر دامان شول
د یوه نوم جمعه ګل بل پستکی وو
یو له ونې څخه جګ وو بل ګردی وو
غلا کول یې چاغ مږان له کلیوالو
له کوچیانو پونده وو له ځایوالو
یوه ورځ یې اراده وکړه و غلا ته
چپاول ته او د کور چور او تالا ته
خو په کور کې د تور سرو شور ماشور وو
نارینه ټول پر صحرا وو لور په لور وو
په دې کور کې چاغ مږان وو ښه تلی
په اوربشو په شفتلو نازولی
هر یو مږ یې ارزېده په زر کابلیو
خرڅېده په شنو او نغدو افغانیو
جمعه ګل ویل زما یاره پستکیه
مږان نه شو غلا کوې زما لالیه
له ښځمنو څخه غلا کار د چغال دی
دغه کار د نارینتوب په دین وبال دی
موږ قاتل هم دی بخښلی تور ټکري ته
د ناموس د عظمتونو سلامي ته
په امان دې وي تور سرې له غدیو
له دښمنو چپاوونو له بدیو
د وطن هر یوه پټکي ته مې سلام دی
جمعه ګل او پستکي ته مې سلام دی
چې پالي د ناموسونو غیرتونه
خدای به ورکي په ځوانۍ کې جنتونه
قانع صیب زما دې ته پام نه و تاسو سل په سلو کې ریښتیا ویلي دي.
زما د ملا عمر هغه خبره یاده ده چې ویل ېې: اسامة زموږ میلمه دی او افغانان میلمم لاس تړلی دوښمن ته نه سپاري.
او نن خدای په افغاناننو او بیا پر همدې ملا عمریانو داسې حالات را برابر کړل چې د سر د ساتلو لپاره بې ناموسۍ ته اړ شویدي. زه دا نه وایم چې میرمن کاکړ څوک ده او د چا (دولت که طالب) لپاره کار کوي. زه دا وایم چې پرون ملا عمر دومره غیرتي و چې یو محکوم میلمه ېې دوښمن ته په لاس ور نکړ زرګونه ځوانۍ ېې په پښو کې ورته خاروې کړلې او نن بیا د څلورو بندیانو د خلاصون لپاره دوی اړ شویدي پردۍ ښځه او ناموس له لارې وتښتوي او په غرونو او پوستو کې ېې د ځان سره وساتي.
توبه له دې بې غیرتۍ نه توبه
Allah the Al-mighty bliss on your hands and writing. Zhawandi osai
قانع صیب زړه مه خوره، خبره خلک انسانانو ته کوي. یو څوک چې د پلار په پګړۍ، په خپل پرتوګ، د ښځې او خور په کمیس او ټیکري کې چاودونکي مواد راوړي او خپل خلک پرې وژني، نو د ښځې تښتول لا څه خبره ده؟ دا ورته وایه چې الله تعالی دې دا د جال لښکر په غیبي ډول هلاک کړي، تاسو وایئ امین
قانع صاحب او نورو لوستونکو ته سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم.
ما هم دنورو افغانانو په څیر داخبر چه دکندهار د لویی لاری په اوږدو کی یوه میرمن او دهغه دلوڼو او دکورنی د نورو غړو سره چه ره به ووایم په لارکی ایساره کړای شوی ده،داځکه د ښځی د تښتولو موضوع خو ډیره شرمناکه خبره ده.دا میرمن که هر څوک ده دپارالمان غړی دی،اوکه کوم بل څوک، ولی دایوه ښځه ده او دهغی سره دا ډول چلند خو دپښتو ،اسلام او افغانیت سره په ټکر کی ده.نو هغه کسان چه داسی دشرم څخه ډک کارونه تر سره کوی باید دیر ژر دهغه څخه لاس واخلی او دالله ج دجزا څخه د خلاصون په خاطر توبه وباسی. اودامیرمن په ډیر عزت او احترام راخوښی او هم یی خپلوانو ته په ننواتی کی ناغه هم ورکی.
ګرانه قانع صاحب سلامونه او نیکې هلې تاسو او ټولو هیواد والو ته وړاندې کوم، قدرمنه ډیره په زړه پورې موضوع ته دې اشاره کړې پخپل شعر کې دې د هیواد یو معروف شاعر او لیکوال چې نوم یې نه اخلم خپل کړی. خیر په هر صورت طالب جان هم هغه د اوبو وړي په څیر هر څه ته لاس اچوي په اخر کې به د زرداد کردار ورته پاتې شي لیکن په دې کارونو نور هم د اسلامي شریعت سپکاوی کیږي او د دنیا خلک نور هم په اسلام باندې بد ګمانه کیږي کیدا شي دا کار د طالب په جامه کې د اسلام او د دین دښمنانو کړی وي او طالب له ځانه خبر هم نه وي دا یوه خبر بله خبر دا چې د ملا عمر هسی نوم چلیږي زه تر اوسه فکر نه کوم چې په دې نامه کوم داسې څوک وي چې څوک د هغه په لیدو باندې په دې اتلسو کالو کې نه وي توانیدلی بس دا یوه هسې معما ده زما په اند شاید طالبان هم پخپل قیادت کې په سراب پسې روان دي نه پوهیږي چې دا معجزه موجوده ده او که نه. والسلام
دی سر لوړي افغانستان په هیله