جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د اوبو غوندې روانه شاعري / ګل رحمن رحماني

د اوبو غوندې روانه شاعري / ګل رحمن رحماني

دا پروا نه کوي، (دروېش) چې داشنا په در کې

دى په وروستي صف کې ولاړ ، که په اول کې ناست دى

 بېګا شپه په کوټه کې يوازې وم ، د شپې زياته برخه مې د پښتو ژبې د نوموتي او دروېش شاعر له شعرونو سره تېره کړه (په کاڼي کې هنداره) مې ډېره وکتله، ډېر څه مې په کې وليدل او ډېر تصويرونه مې يو ځل بياله مودو وروسته تر سترګو تېر کړل، هر لفظ يې سلګۍ وهلې اوټولې مسرې يې ديوه لرغوني خو دردېدلې ولس دکړېدلې روح او خړو اوښکو روښانه انځور وړاندې کاوه ،ځينې وخت شاعر په شعر کې موندل کېږي او نورې اشنايۍ ته هېڅ اړتيا نه وي ،همداسې شعر هم په الفاظو کې موندلى شو ، غزلبول شاعر رحمت شاه سايل که دخپل غزل په ګلبڼ کې دغوڅو شونډو ، سوي ګلاب، دردونو ، پرهارونو ،پښتونوالې او … په وږمو پېژندوى دى ، نو دروېش درانى هم په خپل غزل کې په اس، توره، مېړانه، جنګ، وينه، مينه، دار، شمله، ګاڼى، ګوزار، تربور، قاتل، خنجر، بهار او نورو سره موندل کېږي.

     د دغه شاعر کمال په دې کې دى چې ډېرې سولېدلې خبرې هم په داسې انداز کې وړاندې کوي چې شاعرانه جامې يې په واده کې دزلمي او ناوې په څېر دګڼو خلکو په مينځ کې د هر چا سترګې ځانته اړوي او فکر کوو يوه داسې خبره ده چې مخکې مو هېڅ نده اورېدلې او نه مو يې په اړه څه ليدلي ، حقيقت هم همداسې وي ، موږ دغه تصوير مخکې ليدلي وي خو تل له يوه تکراري او زاړه ليد لوري، اما دروېش چې له کومې زاويې او عينکو ورته ګوري هغه  ريښتيا هم ډېر خوندور او زړه راښکوونکي وي.

     دروېش استاد شاعر دى ، عمر يې دپښتنو په يوه داسې سيمه کې  تېرکړى ، چې نور خو پرېږده په خاوره او اوبو کې يې هم پښتنواله ګډه ده ، دشاعر تر ټول لوى هنر دادى چې دټولنې هرڅه چې لکه څرنګه دي بې ريا او زياتونې انځوروي ،چې دا شعر ته دطبيعت جامې ور اغوندي او له نا اشنايۍ نه يې را باسي  ، مخکې چې ما کومې کلمې ذکر کړې ، دا اوس هم زموږ دپښتني ټولنې سره متناسبې کلمې دي، پښتانه نن هم غشي او خنجر په لاس ګرځوي ، له خپل تربور او قاتل نه پټ ګرځي ، دمودو دښمني ور دغاړې ده او نسلونه نسلونه يې پور اداکوي ، لاهم شملې ، لوېږي ، سپکېږي ، دار ته مخامخ يو او په ديدار پابندي ده ، اس ته اوس هم ضرورت لرو او توره مو په چت کې راځوړنده کړې ، باور لرو چې لاهم دکار شى ده او پکارېږي ، په وينه کې مو لاهم دجنګ جذبه او پرهارونه مو تر رغېدو وړاندې بيا تازه کېږي ، بهارونه په وينو نمانځو او مينې ته مو څوک نه پرېږدي .شاعر چې دخداى تعالى تر ټولو سترګور مخلوق وي مجبور دى چې دا هرڅه ووايي ، که داسې ونه کړي موږ بيا مجبور نه يو چې دا دپرديتوب جامې واغوندو او په هنداره کې دځان په ځاى دبل چا تصوير ته تم شو.

 خاکساري ،عاجزي، له ځان ښودنې يا خود خواهۍ ځان ساتل، شاعر ته بې ساري درنښت ورپه برخه کړى ، کټ مټ دخپل شعر په څېر دى، دخپل شعر په رنګ اوښتى، ګڼ داسې شاعران شته چې خپل شعر ته نه وي ورته او په خپل شعر کې يې نه شو موندلى خو دروېش په بيت بيت او لفظ لفظ کې ښکاري .

دا پروا نه کوي، (دروېش) چې داشنا په در کې

دى په وروستي صف کې ولاړ، که په اول کې ناست دى

   هغه دروېش دى، خو يوازې دمينې  او انساني عظمت دغوښتو او درنښت لپاره ، چې خپل ځان ته نه خپلې ټولنې او وګړو ته يې غواړي ، دغه دروېش هرې دروازې  ته ځي ، ټکوي يې دهغوى نه څه نه غواړي، يوازې خپل پيغام په وړيا ډول ورکوي، خو داچې څوک ورته دروازه نه خلاصوي ، غږ نه کوي او دروازې هم ددېوالونو غوندې چوپې ولاړې وي، پدې کې دروېش څه ملامت دى .

ستا دروازې راته وا نه شوې په هېڅ حال کې اشنا

ماخو فرق ونه ليد په دې او په دېوال کې اشنا

ته دسپرلي هومره هم نه يې مهربانه پرموږ

يو ځل خو دلته هغه هم راځي په کال کې اشنا

 هغه  بياهم نه  نا هيلى کېږي، روان دى، مخ په وړاندې ځي، خو يو ګيله به ضرور تر شا پرېږدي، اخر انسان دى او بيا خداى تعالى شاعر پيدا کړى ، دشاعرګيله ، څومره سخته او دردونکي وي، که زړه دعاطفې په اوبو لمېدلى وي نو دغه ګيله به يې څنګه په رپېدو نه راولي.

څومره دى هېر زړى داجهان، چې پکې تېر شومه

پلونه مې لاپاته وو او زه د خلکو هېر شومه

خپور لکه رڼا د سپوږمۍ نه شوم په جهان باندې

زه لکه څراغ په يوه خونه کې راګېر شومه

تېروتم پرځان باندې په دې ښېښه خانه کې زه

وم په ريښتيا يو ، خو ما ګمان کاوه چې ډېر شومه

  خو ريښتيا وايي چې دټپي زمري وروستى حمله او دمظلوم يا دردېدلي انسان وروستۍ ښېرا ډېره خطرناکه وي.

يارد خپل زړه کاڼى په لاس راکړ اې دروېشه نن

سر اوس درقيب ورماتولى شم ، دلېر شومه

    ددرويش شاعري ټوله دفطرت او طبعيت يوه رنګينه تابلو ده، چې زموږ ستاينې نه پرې څه ورزياتولى شي او نه يې کموي، دغه شاعري دښکلا هغه لوړغره ته ورته ده چې تل پرې دنظرونو باران وي ،شاعر خپلې تجربې او دچارپېريال انځور وړاندې کړى، هم پکې ګيلې دعاطفي انسان زړه ماتوي او هم يې مينه ناک بيتونه يوې سپېڅلې مينې ، پښتني غرور اولوړ انساني شخصيت ته بلنه ده.

      ښه مې په ياد دي ډېر پخوا يې زموږ کلي ته يو شهيد راوړى و، کله يې چې لحد ته ښکته کاوه يوه شاعر ملګري مې راته يو څو بيتونه وويل چې  داډول وو:

لحده نيسه يې قرار په غېږ کې

يو ددردمن زړګي خوږمن  درسپارو

دي پرهارونه يې دستورو په شان

د کهکشان غوندې بدن درسپارو

     دې بيتونو هلته هم ودردولم، د شاعر په اړه يې هم راته معلومات نه و، وروسته بيا پوه شوم چې دا هم دهمدغه دروېش شاعر بيتونه وو،د هغه شاعر چې دخپل ولس اوځپل شوو وګړو داوښکو په راز پوهېږي ، دهغوى  په مخکې لاهم ديوه لارښود په څېر (هوا او څرغونه) وړي (په ناورين پسې ناورين) حس کولى شي، هغه که په تيارو کې مزل کوي خو لاهم په (کاڼي کې هنداره) ګوري او په دې کلک باور لري چې يوه ورځ به راځي او (دابوټي به لونګ شي).

     د خپل وطن له پولو او سرحدونو وړاندې دنيل تر ګاونډه او ساحلونو لاړ شو، فلسطينيان هم په خپل دروېش شاعر (محمود دروېش) وياړي، هغه که نن هلته نشته خو شعرونه يې د تلپاتې نښو او نغمو په بڼو د فلسطين په مړاوو درو کې ګرځي، هغه ته فلسطينيانو دمقاومت سمبول وايه او کله چې  يو کال وړاندې له دې نړۍ نه وکوچېد نو هم سياستوالو او هم ولس په ډاګه وويل چې د فلسطين د مقاومت او وېښتابه يو لوى غر پرېوت.

       د هغه جنازه دفلسطين يا که ووايو د عربو په تاريخ کې له يوه بل سياسي مشر ياسرعرفات وروسته تر ټولو لويه جنازه وه ،خو له دې خبرې هېڅوک هم ندي منکر چې د محمود دروېش د (بې وزرونو مرغان ) يا نورو کتابونو شعرونه به تل ولس ويښ ساتي او دمحمود نوم به ژوندۍ وي، ځکه چې ريښتينى شاعر کله هم نه مري .

    موږ هم په خپل دروېش وياړو ، هغه او شاعري يې زموږ لپاره دوخت دبدرنګو دېوانو او را الوتو سيليو په وړاندې دښکلا ، ميې او حماسو يو لوړ او اوچت غره ته ورته دي چې پښتانه څه چې هر مينه ناک انسان به يې په لمن کې د امن ژوند کوي.

   هو ريښتيا هېر مې شول ، کله چې اوده کېدلم او سترګې مې له خوبه درنېدې ،نو د دروېش صيب دغه دوه بيتونه يې مې له نظره  تېر کړل او سترګې مې پټې کړې.

تاوان يې مه ګڼه ، که پاتې دې شي سر دښمن ته

تاوان به داوي چې ورپرېږدې توره سپر دښمن ته

دخپلې خاورې و دښمن ته دغه نوم ورکوو

موږ په دنيا کې دښمن نه وايو وهر دښمن ته

عمر يې اوږد اوپر شاعرۍ يې برکت .

٢٠١١ سپټمر ٢٦ شپه ، کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب