جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان بيا په افغانستان کې د TTP د پټنځايونو د موجودیت ادعا...

پاکستان بيا په افغانستان کې د TTP د پټنځايونو د موجودیت ادعا وکړه

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله په پېښور کې د پولیسو پر جومات له ځانمرګي برید وروسته، یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د موجودیت کنايوي ادعا کړې ده.

نوموړي په مشخص ډول د افغانستان نوم نه دی اخستی خو ويلي یې دي، چې “زمونږ په يو ګاونډي دوست هيواد کې د طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] خوندي ځالې موجودې دي هغوی هلته پلانونه جوړوي او راځي دلته [په پاکستان کې] بریدونه کوي”.

 هغه وړاندې زياتوي: “اوس به مونږ د پولې پورې غاړې د افغانستان د حکومت سره خبره کوو چې خپله خاوره زمونږ پرضد ونه کاروي”.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې مخکې په دې اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې وې.

پاکستان بيا- بيا په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د پټنځايونو د موجودیت ادعا کړې، خو په دې اړه ېې تر اوسه مستند اسناد نه دي وړاندې کړي.

تحریک طالبان پاکستان د پېښور په یوه جومات کې د پاکستان پر پولیسو د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

په دغه برید کې د څه باندې سلو پاکستاني پولیسو د وژل کیدو او لسګونه نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

2 COMMENTS

  1. پدی خفه یوو چی اصلی مرکز پر ځای یی پخپل کور کی ویر چوړ کړه ، کاش خپل اصلی ځای ته رسیدلای وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب