Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: تېر کال د قتل او د ځان وژنې نيږدې...

کورنیو چارو وزارت: تېر کال د قتل او د ځان وژنې نيږدې ۲ زره پېښې ثبت شوي

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال په هېواد کې د قتل ۱۵۹۰ او د ځان وژنې ۳۶۹ پېښې ورسره ثبت شوي.

د طالبانو د دغه وزارت د وياند مرستيال بسم الله حبيب وايي، دوی د قتلونو په تور ۱۸۱۸ تنه نیولي او بنديان کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د قتلونو ۱۰۰۹ پېښې ېې تر څېړنو لاندې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د قتلونو پېښې تر ډېره د ناموسي مسايلو، کورني تاوتريخوالي، شخصي بدیو او مرموزو وژنو اړوند دي.

طالب وياند له تېر يوه کال راهيسې د ځان وژنې د ۳۶۹ پېښو د ثبت خبر هم ورکړی او ویلي، چې ۶۸ تنه ېې په دې پېښو کې د ملامتۍ په تور نيولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د دغه ارقام خواشينونکي ګڼلي او په خاص ډول ېې د ځان وژنې پېښې د فقر، بې سرنوشتۍ او ژورې ملي نهيلۍ نښه ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...