جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپه الکترونيکي تذکرو کې بدلونونه راوستل شوي

په الکترونيکي تذکرو کې بدلونونه راوستل شوي

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د احصايي او معلوماتو ملي ادارې لپاره د طالبانو چارواکو د الکترونیکي تذکرې پر مخ د ولسوالۍ او اعتبار نیټې اضافه کولو خبر ورکړ.

د دغه ادرې ویاند محمد حلیم رافع ویلي: “د الکترونیکي تذکرې پرمخ د ولسوالۍ نوم د شخص د ځانګړنو او کره آدرس موندلو په موخه او د اعتبار نېټه چې لس کاله ټاکل شوې د شخص د ظاهري بڼې د بدلون او د بایومټریک معلوماتو د تازه کولو په موخه زیات شوي دي.”

هغه ویلي چې د یادې تذکرې لرونکی باید هر لس کاله وروسته خپل د بایومیټریک معلومات تازه او عکس هم پخپله خوښه نوی کړي.

د طالبانو د حکومت د احصايي او معلوماتو ملي ادارې تر دې مخکې ویلي و چې د تذکرې منځنۍ لوګو یې هم غټه کړې او په تذکره کې د کورنیو چارو وزارت پر ځای د ( احصايي او معلوماتو ملي اداره) لیکل شوې.

د‌ طالب چارواکو په وینا، د دوی له بيا واکمنيدو وروسته تر درېیو میليونو زیاتې الکترونيکي تذکرې وېشل شوي.

خلک د دغو تذکرو د وېش په ګډون په ځینو برخو کې د طالبانو له لوري د جمهوري نظام د پروګرامونو دوام ستایي او د لا پراختیا غوښتنه ېې کوي.

1 COMMENT

  1. دا خو ښه خبره ده په ډیریو ممالکو کی د شناخته کارتونو په لومړی صفحه کی د انتها تاریخ لیکل شوی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب