د خوشال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډېر عالم
پېړۍ وړاندې د کاروانونو پر لاره چې لرو لرو ځمکو ته یې تګ راتګ کاوه، د لنډي سیند په غاړه یو سرای اباد شو، ملک اکوړي پکې د خپلې شملې ولونه تازه کړل او دلته یې ستړو لارویانو ته دمه ځای جوړ کړ. دا ځای د ملک اکوړي په نامه شو.
له سینه پورې غاړې یوسفزي دېره وو، مغولي لښکرو پر دې لویه سوداګریزه لاره له یوسفزیو سر تندی واهه، ددې لپاره چې دا لاره خوندي شي او د مغولو کاروانونه د یوسفزیو له تاړاکونو وژغورل شي، نو په ملک اکوړي یې دا لاره وسپارله.
اکوړي دلته یوه لویه مېنه آباده کړه. دې مېنې له سینه پورته هسکه غاړه وړله او له هغه ځایه یې د سین ننداره کوله.
د دغه سرای په تصور کې هم دا نه وه چې د ده په انګړ کې به یوه ورځ یو نابغه سترګې غړوي او خاپوړې کوي، ددغه سین تر غاړې لږ په بره د ملک اکوړي د کاله د زنځیر شرنګ او د مېنې په درشل د رڼو پلونو شور رایادوي، دا د هغې زمانې زنځیر دی چې د ژوند په غاړه شرنګېده.
دغه زنځیر د پېړیو، پېړیو زمانه ذهن ته راولي، د پخوانیو مېنو په ورونو کې به دغه ډول لوی لوی زنځیرونه او ګل مېخونه شرنګېدل.
ددغې مېنې پر زنځیر یو لوی انسان او د زمانې نابغه ستر خوشال د لاس د ګوتو انځورونه تر سترګو کېږي، دغه ستر انسان ددې مېنې پر درشل پلونه ایښي، دلته یې د ژوند ساه واخسته. همېش خلیل وايي خوشال په همدې کلي کې چې دده غور نیکه اباد کړی و، وزېږېده.
د کور دا ور د هغه هغه شېبه هم رایادوي چې سهار د لمانځه مهال د هتکړیو ښکلېدو ته وغوښتل شو او په خپله وینا یې دی له کوره غلی ووت.
ده غوښتل چې له کوره غلی ووځي، څوک پرې خبر نه شي، یوازې اشرف خان د وره کړپ ويښ کړ.
دا ور او مېنه د هغه لوی انسان د پېښو شاهد دی، کوربه چې د خوشال د دولسم پښت په لمسیو کې راځي او خپل نوم مسعود عباس خټک ښيي، د وره درون زنځیر او درنه تمبه چئ د خوشال او تر هغه وړاندې یې د غور نیکه ملک اکوړي له زمانو راپاتې ده، پرانیزي.
د خوشال په خوږه ژبه او پښتني لېمو هرکلی وایي، بیا کیسه کوي چې دا ور ډېر لوی و. دا زنځیر، ګل مېخونه او لرګی د پخوانۍ زمانې دي.
دوی وتراشله او دا ور یې ترې جوړ کړ،
پخواني ورونه لوی لوی وو، په دغو ورونو به کاروانونه چې فیلان اوښان او نور څاروي وو، ننوتل چې اوښان یې ساتل؛ نو ور به یې خامخا لوی ایښوده، دسترخوان او او د برجونو ساتنه ورین او پراخه تندی غواړي.
پښتنو د زمانې نادودو او پرې تپل شویو جګړو ته برید نیولی، برید نیول او بیا د خپلې سیمې مشري کول همدومره لویې تمبې غواړي، همدومره پراخه ټنډه او له صبره ډک زړه غواړي .
خوشال له سټې خان و، د خانۍ برجونه یې لوړ او دکور ور یې لوی و، ټنډه یې پرانیستې او د پښتنو په لښکر غره و.
په داسې یوه چرګۍ را لوی شو چې سولې او سترګې یې مړې وې، ددغه کور په پراخه انګړ درانه پلونه ایښود شوي دي، په دې کور کې اوس د پخوانۍ زمانې یادګارونه خوندي دي، دا کور د لنډي سیند تر غاړې ودان دی.
د لنډي سیند پټ شور راته د خوشال د ډوبېدو کیسه کوي، دی د همدې سین مړو څپو اخیستای و چې دولتۍ پر سر باندې د مریو ځونډي ته لاس کړی، ګوري چې ماشوم دی، نو سمدستي یې راویستی، پړ مخې یې غورځولی او اوبو یې له خولې لاره کړې ده، دا خور وور سین هماغه شېبه یادوي، د دولتۍ مهرباني او په وخت لاس په کار اچول یادوي، د سین مړ حرکت او دولتۍ نه وای نو نن به خوشال نه وای.
مسعود عباس خټک د سین تر غاړې کور نه لږ په لوړه یو پاخه کور ته ګوته نیسي او وايي، د ملک اکوړي کلی له هغه ځایه تر دغه ځایه آباد و، خوشال همدلته ستر شوی دی. داوسني کور د پاس پوړ له چوترې د سین د رنګینۍ ننداره کېږي، دا کور اوس په هغه پخوانۍ بڼه نه دی پاتې، یوازې دروازه یې د پېړیو پېړیو کیسې کوي چې د ملک اکوړي په لاسونو ایښود شوې وه، بیا یې خوشال زنځیر شرنګولی او دا دی تر دولسم پښته یې د شرنګېدلې ځوانۍ ساه راوړې ده.
کاش چې د پخواني کور نورې نښې هم د موزیم په توګه پاتې وای، خو مسعود عباس خټک بیا وايي چې د دوی پخوانۍ کلا سیلاوونو، د وخت توپانونو او د هغه مهال نورو بې غوریو پو پناه کړه.
ددغې ځمکې او تمبې په ننداره کې د یو ماشوم د پاپلیو ترپکې اورو، لنډي سین کرار کرار بهېږي، څپې یې مهربانه دي چې لوی انسان یې د دولتۍ په منګولو وژغوره.
د اوړي د ګرمۍ پر مهال به خلکو له غرمو نه سر سیوري کولو ته څپرې وهلې، د خوشال یاغي مزاج په څپو و، له څپرې پرې لویه ګټه رالوېږي او دده سر دوه پړکه کوي، خو د کلیوالو ښځو پوهې یې د سر درملنه وکړه، دخاپوړو له همدې ځمکې له خپل پلار شهباز خان سره په دیارلس کلنۍ کې د جګړې ډګر ته ځي.
شهباز خان زخمي کېږي او بالاخره د ژورو ټپونو له امله سا ورکوي، ددغه کور ته څېرمه د تورو خاورو بندي کېږي، اوس یې په سر یوه سپینه شناخته ولاړه ده چې پر ټټر یې د زمانې د هنرمندو ګوتو نقش پروت دی، د خوشال د پلونو پر دې ځمکه او کور نه لږ واړندې چې سړی دغه ځای ته له عمومي سړکه لار رابېلوي، یوه څلور لارې مخې ته راځي، دغه څلورلارې د ملک اکوړي په نوم ده، همدې ته څېرمه د ملک اکوړي زیارت ودان دی.
په پخوانۍ زمانه کې به خلکو د کلا دېوالونو ته په فیلانو او غویانو خټه پخوله، څو ورځې به یې پرې دا څاوري ګرځول چې دا خټه به یې پخه شوه، نو پسخې ته به یې ملا وتړله.
د کلا څلور کونجونو کې به یې د کلي او ولس د بیدارۍ تورونګونو ته لوړ، لوړ برجونه ابادول، په دې برجونو کې د زمانې له تیارو نه په غشي او لیندۍ ساتنه کېده.
د سترګو کسو په نڅا به یې شپه رڼوله، د خوشال د سرای پر هغه لاره اباد وچې مغولي لښکرو پرې ګذر کاوه، یوسفزیو به پر دې لاره پر دوی بریدونه کول.
د خوشال د خاپوړو دغه سیمه او کور مو د هماغې زمانې نندارې ته تم کوي، له دې کلي وړاندې د کړمار پل هم ښکاري، دلته د یوسف خان او شېرینۍ د مینې داستان غځونې کوي، یوسف خان یې په همدې کړمار کې بندي کړی و، د خوشال پر ذهن د یوسف خان او شیرینۍ مینې هم سیوری کړی و، نو د یوه ژمن انسان په توګه یې دغه ځای کې خپل بچي کښېنول او لارښوونه یېـ ورته وکړه چې زاړه نکلونه او کیسې راټولې کړي.
د خوشال پر ذهن د همدغه نکلونو سیوری غوړېدلی و.
پخوانیو خلکو خپلې خامه او کچه کوټې په سپینه خاوره سپینولې، بیا به یې د خپل ذوق له مخې په هنرمن ذهن د خپلې خوښې د څیزونو انځورونه ویستل، دا انځورونه به د مرغیو، ګلانو وو مغلو د خپل ژوند په بهیر کې هڅه کوله چې د نندارې کورونه او ماڼۍ جوړې کړي، له دې کاره موخه دا وه چې د انسان ذهن د ژوند پر ښکلا میینول او ژوند ته رابلل دي، دا ماڼۍ او دا ښکلاګانې د نندارې دي، ننداره انسان ته سکون او ارامي وربښي، په دې کار سره یوه ټولنه په علمي او فکري لحاظ لوړ پوړ وهي، ژوند حرکت کوي او نور هم دې ته هڅېږي چې دغه ډول ودانۍ جوړې کړي، دغه ډول کلاګانې په سیالۍ جوړې شوي دي، د کلاګانو ستاینې کور په کور او کلي په کلي کېدې، د خلکو هڅه دا وه چې کلي، کورونه د روانو اوبو، غرونو او سیندونو تر غاړې جوړ کړي، د سیندونو او بحرونو تر غاړو د ودانیو د جوړېدو لویې واکمنۍ، امپراتورۍ، ښارونه او په ټوله کې تمدن رامنځته کړی دی، د دوی ذهن د دغو اوبو شور غوښت، ژوند یې د غره او اوبو په ډډه خړوباوه د خوشال کورنۍ هم دغه کور په داسې یوه سیمه کې اباد کړ چې لنډی سین یې تر غاړې بهیږي.
خوشال د هماغه پټ شور په مترنمو غږونو له خوبه ویښېده، د لنډي سین نندارې د خوشال ذهن شاعرانه وروزه او ژوند له خوږو سره یې بلد کړ.
کله چې سپوږمۍ سر راپورته کړي، نو خپل مخ د اوبو په شور کې مینځي، لمر چې له تورو غرونو باڼه را هسک کړي، نو خپلې تودې زلفې د اوبو په شور کې لمبوي او ښایسته کوي یې.
د خوشال هنرمن ذهن ددغه دواړو کیفیتونو خواږه د همدې سین په څپو کې غوپې وهلې دي او ژوند ته یې د مرغلرو هار ور په غاړه کړی دی.
اوس د خوشال د خاپوړ کلي په غېږ کې دغه مېنه اباده ده، په دې مېنې کې د پخوانیو اثارو نښې انځورونه نندارې ته ایښودل شوي دي، دلته کله ناکله سندربول د سین د څپو شور او د سپوږمۍ رڼا ته را ټولېږي او په دې شاعرانه مېنه کې په سندرو شپه رڼوي.