جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد شفافیت د نړیوال سازمان د فساد په تازه درجه بندۍ کې...

د شفافیت د نړیوال سازمان د فساد په تازه درجه بندۍ کې افغانستان ۱۵۰ ځای لري

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۱ مه) د شفافیت نړیوال سازمان د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د فساد د درجه بندۍ کالنی راپور خپور کړ. په دې فهرست کې ډنمارک د کم فساد له نظره په نړۍ کې لومړی او سومالیا وروستی مقام لري.

تر ټولو ډېرې نومرې ۱۰۰ او تر ټولو لږ صفر دي. ډنمارک ته له سلو ۹۰ خو سومالیا ته له سلو ۱۲ ورکړل شوي دي.

د آیرلنډ، جنوبي کوریا، ارمنستان، ویتنام، مالدیپ، انګولا او ازبکستان په شان د یو شمېر هیوادونو وضعیت تر وړم کال ښه شوی، د ۴۳ هیوادونو په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی خو د بریتانیا، قطر او ګواتمالا په شان د یو شمېر نورو بدتره شوی دی.

له ډنمارک وروسته په ټاپ هیوادونو کې د فنلنډ او نیوزیلنډ نومونه راغلي چې دواړو ۸۷ نومرې ګټلي دي. د شفافیت د نړیوال سازمان پر اساس دا د نړۍ تر ټولو امن اوخوندي هیوادونه دي.

د شفافیت د نړیوال سازمان په سږني فهرست کې افغانستان ۱۵۰، پاکستان ۱۴۰، عراق، اذربایجان او میانمار ۱۵۷، شمالي کوریا ۱۷۱، وینزویلا ۱۷۷، او سوریه ۱۷۸ ښودل شوي دي.

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، په هغو هیوادونو کې چې په جګړه کې ښکېل دي یا ډېرې پیسې لګوي، د فساد احتمال زیات دی او له همدې کبله یې رتبه ټیټه شوې ده. دا سازمان د مثال په توګه د اوکراین او جرمني یادونه کوي چې لومړی په جګړه کې ښکېل دی او دوهم یعني جرمني ۱۰۰ میلیارد یورو د خپل پوځ جوړولو او تجهیزولو ته ځانګړي کړي نو د فساد د ډیریدو چانس پکې زیات شوی او د شفافیت په درجه بندۍ کې شا ته تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب