چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهطالبان د خپل مشر په لېرې کولو غور کوي، څوک به یې...

طالبان د خپل مشر په لېرې کولو غور کوي، څوک به یې ځای ونیسي؟

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۱ مه) د بریتاینا اندیپندنټ ورځپاڼې ادعا کړې چې د طالبانو جګپوړي چارواکي له مشرتابه څخه د ملاهبت الله اخوندزاده پر لیرې کولو غور کوي ځکه چې د نجونو د زده کړو مخنیوی د طالبانو په حکومت کې د یووالي لپاره ګواښ ګڼي.

ورځپاڼې د خپلو سرچینو په قول کښلي چې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر به احتمالاً د هبت الله ځایناستی شي، خو د ملاهبت الله د لېرې کېدو پر سر بحثونه لا په ابتدايي پړاوونو کې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو تراوسه پورې د هبت الله کومه ویدیو نه ده خپرې کړې او یوازې یو عکس یې شته چې رسنۍ یې خپروي خو د طالبانو ویندویان هر څه موده وروسته ادعا کوي چې مشر یې له یو شمېر کسانو سره لیدلي دي.

اندیپنډنت وايي، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد، نه غواړي چې سختدریځي طالبان وځپي، خو دوی دواړه غواړي چې د خپل حکومت اوسنۍ پالیسي یې بدله شي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې حقاني او مجاهد د ښځو د کار او زده کړو په اړه له ملاهبت الله سره خبرې کړي دي، خو نتیجه یې نه ده لرلې.

د دې راپور پر اساس، یو شمېر طالب مشرانو غوښتل چې د هبت الله له لېرې کولو وروسته سراج الدین حقاني د طالبانو مشر وټاکل شي، خو ده په خپله له دې نظر سره مخالفت وکړ. ملایعقوب هم لا ځوان دی او د طالبانو مشري نه شي کولی.

د دفاع اوکورنیو چارو وزیران، چې د طالبانو په حکومت کې ډېر واک او نفوذ لري، هڅه کوي چې له نړۍ سره تعامل وکړي او له اوسني بحرانه د هیواد د ایستلو لپاره د بهرنیو هیوادونو مرستې ترلاسه کړای شي.

په داسې حال کې چې نرم دریځي طالبان له نړۍ سره د اړیکو او د خپل حکومت د رسمیت او مشروعیت لټه کوي، د طالبانو اوسني مشر افراطي اقداماتو ته لا زور ورکړی دی. ده، چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې وې، په وروستیو کې نجونې له پوهنتونه او ښځې په ناحکومتي موسسو کې له کار کولو هم منع کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ورځپاڼې پر اساس د طالبانو مرکچیانو په دوحه کې له امریکا سره په خبرو کې ټینګار کاوه چې فردي ازادیو او د ښځو حقونو ته به درناوی وکړي.

که څه هم د ښځو په تړاو د ملاهبت الله د دریځونو د نرمولو په هدف کندهار ته د ملایعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني د سفر خبر څو میاشنې پخوا خپور شوی و، خو په دې اړه چې منځلاري طالبان د خپل عمومي مشر په لېرې کولو غور کوي، تراوسه کومې بلې سرچینې څه نه دي ویلي خو عملاً داسې ښکاري چې بله لار هم نه وي پاتې.

2 COMMENTS

  1. خر به لري شي کوټکی به راشي ! تر څو چې داسې اسلام وي د انسانانو کور به‌ګډ وي ! مرغ کم ګویش کم

  2. مردار یی کړی یو بمب ورته کیږدی ورک بشی. ملا برادر ښه انتخاب دی یو څه نا څه د پاکستان خلاف خو به وی ګرچه تعلیم خو له ټول طالبانو سره نشته ټول د مساجدو نڅاګر دی، تولو یی کونی ورکړی پدی کی هیڅ شک نشته دوی خور او مور غی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب