Homeخبرونهد پېښور د برید د وژل شویو کسانو شمېر تر ۹۰ واوښت

د پېښور د برید د وژل شویو کسانو شمېر تر ۹۰ واوښت

تاند(سې شنبه، د دلوې ۱۱ مه) د پېښور ښار د پولیس لاین سیمې په جومات کې د پرونۍ انتحاري حملې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۹۰ واوښت.

د جومات تر کنډوالو لاندې تېره شپه یو شمېر مړي وموندل شول او دغه راز یو شمېر ټپیانو په روغتون کې سا ورکړې ده.

له پرون راهیسې پر له پسې د دې پېښې د قربانیانو شمېر په زیاتېدو دی او لا هم ویره ده چې د قربانیانو شمېر به تر دې واوړي.

د پېښور د پولیسو د مشر محمداعجاز حان په وینا، د برید په مهال په جومات کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پولیس حاضر وو.

پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي. پرون د دې ډلې یوه قوماندان ادعا کړې وه چې دا برید د دوی یوه کس، چې سربکف مومند نومېږي کړی دی.

دا برید د پېښور په یوه خورا خوندي سیمه کې شوی او له همدې کبله د ډیرو لپاره پوښتنې پیدا شوي چې څرنګه انتحاری بریدګر وتوانېده ځان هلته ورسوي.

د برید په نتیجه کې ټول وژل شوی کسان پولیس او په تېره بیا تروریستي ضد ځانګړي پولیس دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...