چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه کندهار کې ۱۷۰ فابریکې د برېښنا د کموالي له کبله بندې...

په کندهار کې ۱۷۰ فابریکې د برېښنا د کموالي له کبله بندې شوي

تاند(سې شنبه، د دلوې ۱۱ مه) د برېښنا د کموالي او نشتوالي له کبله په وروستیو کې د کندهار د شوراندام په صنعتي پارک کې ۱۷۰ فابریکي کاملاً بندې شوي دي.

په دغه صنعتي پارک کې د ډیرو نورو فابریکو خاوندان هم وايي چې د برېښنا د کموالي له کبله ښايي خپلې فابریکې بیخي بندې کړي.

د فابریکو د بندیدو له کبله زرګونه کسان وزګاره شوي او اقتصادي ستونزې یې لا ډیرې شوي دي.

ازبکستان په سږني ژمي کې افغانستان ته صادراتي برېښنا ناببره پرې کړه چې له کبله یې د افغانستان لږترلږه ۱۵ ولایتونه سخت اغېزمن شوي دي.

د روانې جنورۍ په ۲۳ / دلو۳ د ازبکستان د انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې د جنورۍ له ۲۵ څخه به افغانستان ته د برېښنا صادرات له سره پیل کړي خو دا کار یې تراوسه پورې نه دی کړی. د ازبکستان د انرژۍ وزارت په وینا افغانستان ته یې د برېښنا صادرات د جنورۍ په ۱۴ مه درولي دي.

ازبکستان وايي چې د برېښنا صادرات یې افغانستان ته له دې کبله پرچاو کړل چې د هوا د سړېدو له امله برېښناکوټ ته د ګازو په رسولو کې ستونزې پېښې شوې.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت وايي، افغانستان ته یې د برېښنا صدور په موقتي ډول درولی او ژر به یې بېرته پیل کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت يوه پخواني رييس امان الله غالب ویلي، چې د برېښنا ځنډیدو اصلي دليل د طالبانو له ازبکستان څخه د افغانستان د پخوانيو بريښنايي پورونو له ورکړې د طالبانو انکار او د امريکا په اشاره پر طالبانو سیاسي فشار اچول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب