سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله: د يوه کان د کیندلو عوايد دې د معتادینو...

ملا هبت الله: د يوه کان د کیندلو عوايد دې د معتادینو په درملنه ولګول شي

تاند:( سې شنبه، د دلوې يوولسمه)‏ د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده (چې دوی ېې اميرالمؤمنين بولي) د خپل رژيم د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې ټول معتادين راټول او تداوي کړي.

د طالبانو يوه وياند احمد الله وثیق ویلي ، چې نوموړي حکم کړی څو د هيواد د يوه کان کيندلو عوايد دي د معتادينو په معالجه او د روغتون پر تجهيزاتو ولګول شي.

طالب وياند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو په وروستيو کې د کابل په لویدیز کې له پل سوخته سیمې څخه، چې د نيشه يي توکيو سلګونه معتادین پکې وو، معتادین ټول او روغتونونو ته د درملنې لپاره یوړل.

د دوی دغه کار په پراخه کچه خلکو هرکلي سره مخ شوی.

1 COMMENT

  1. دې ای اس ای کوټکیه کوکنار بند کړه او ښونی او روځنې ته مخه کړه تا خو ای اس ای تورو تیاروته ټیل وهیې ته ځناور او انسانیت ته مخه کړې بیا دا ټول کارونه به په مخه ولاړشې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب