تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هرات ولایت د اسلامکلا په ګمرک کې د تېلو او ګازو د تخلیې او بارولو د ۱۰ زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو د جوړولو طرحه تصویب شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه طرحه د افغانستان د بینالوزارتي پانګونې کمېټې په غونډه کې وڅېړل شوه او له هر اړخیز بحث او ارزونې وروسته تصویب شوه.
د دې طرحې له مخې، د افغانستان خصوصي سکتور به د اسلامکلا په بندر کې د تېلو او ګازو د زېرمه کولو تاسیسات او اړوندې نورې زېربناوې جوړې کړي.
د اقتصادي مرستیالۍ په وینا، د دغو تاسیساتو د زېرمه کولو ظرفیت به ۱۰ زره ټنه وي. د پروژې له بشپړېدو وروسته به په افغانستان کې د تېلو او ګازو سوداګرو ته د توکو د زېرمه کولو اسانتیاوې زیاتې او لګښتونه یې راکم شي.
تمه ده چې دغه پروژه په افغانستان کې شاوخوا درې زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
د هرات ولایت اسلامکلا ګمرک د افغانستان او ایران پر پوله، د ایران د دوغارون بندر ته څېرمه موقعیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.