Homeخبرونهد ږغ له لارې د دوهم ډول شکر د ژر تشخیص نوې...

د ږغ له لارې د دوهم ډول شکر د ژر تشخیص نوې لاره

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) طبي څېړونکو د دوهم ډول شکر ناروغۍ د تشخیص لپاره یوه نوې او اسانه لاره موندلې چې له مخې یې ښايي په راتلونکې کې د وینې له اخیستو پرته، یوازې د ناروغ د ږغ له اورېدو څخه د ناروغۍ نښې معلومې شي.

د څېړونکو په وینا، شکر یا قند د انسان د غږ په فریکونسۍ، جذابیت او د غږ په تارونو کې ډېر کوچني بدلونونه رامنځته کوي. دغه بدلونونه د انسان غوږ په عادي ډول نه شي درک کولی، خو د مصنوعي ځیرکتیا سیستم یې پېژندلی شي.

په دې ازموینه کې ناروغ کولی شي په خپل ځیرک ملفون کې یوازې له شپږو تر لسو ثانیو پورې یوه جمله ووایي. وروسته د مصنوعي ځیرکتیا ماډل د ږغ نمونه تحلیلوي او اټکل کوي چې ایا دغه کس د دوهم ډول شکر ناروغي لري که نه. د راپور له مخې، د دې ازموینې دقت کابو ۸۹ سلنې ته رسېږي.

د دې ټکنالوژۍ په مرسته ښايي د شکر ناروغۍ د تشخیص وخت او لګښت کم شي او خلک وکولی شي په کور کې، پرته له درد څخه، لومړنۍ ارزونه وکړي.

په ټوله نړۍ کې ډېر کسان له دې ناروغۍ څخه ناخبره دي. څېړونکي تمه لري چې د غږ پر بنسټ دغه ډول ازموینې به په لومړیو پړاوونو کې د شکر ناروغۍ د احتمالي ناروغانو په پېژندلو کې مرسته وکړي.

————————————————–

یادونه: دا او په تاند کې ټول نور روغتیايي مطالب د معلوماتو او د روغتیا په اړه د عامه پوهاوي د زیاتولو لپاره دي. د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...