سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+په دې ورځ د چین ولسي جمهوریت تاسیس شو

په دې ورځ د چین ولسي جمهوریت تاسیس شو

تاند- له نن څخه ۷۴ کاله پخوا د ۱۹۴۹ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چین ولسي جمهوریت تاسیس شو.

د چین د ولسي جمهوریت د تاسیس اعلان د کمونیست ګوند مشر ماو تسې تونګ په پیکینګ ښار کې د چین د پخواني امپراتور په دربار کې وکړ.

د ماو له واک ته رسیدو سره د چین اوږده کورنۍ جګړه پای ته ورسیده.

د چین د کمونست ګوند د مشر ماوتسې تونګ او د مومینتانګ د ملتپال ګوند مشر چانګ کای چک ترمنځ جګړې څه باندې شل کاله دوام کړی و خو بالاخره چانګ کای چک په جګړه کې ماته وکړه او تایوان ته وتښتېد.

کای چک په تایوان ټاپو کې د چین د ملي جمهوریت په نوم حکومت جوړ کړ.

له بري وروسته ۵۵ کلن ماو تسه تونګ ځان د چین ولسمشر اعلان کړ او خپل تر ټولو نژدې ملګری چوین لای یې صدراعظم وګوماره.

د ماو له واک ته رسیدو سره په چین کې جګړه پای ته ورسیده او ثبات راغی خو ده ډېر ژر تصفیې پیل کړې، بې شمېره کسان یې په دې نوم چې د کمونیستي رژیم مخالفان دي له تېغه تېر کړل. د مځکه والو مځکې یې ضبط کړې چې له دې کبله هم حاصلات کم شول او ویل کېږي چې میلیونونه انسانان له لوږې مړه شول.

ماو د خپل واک په دوره کې د «سل ګلان»، «مخ پر وړاندې ستر غورځنګ» او «کلتوري انقلاب» په نومونو پلانونه تطبیق کړل چې د هر یوه په لړ کې لسګونه میلیونه بې ګناه چینایان ووژل شول.

په ۱۹۷۶ کې د ماو له مړینې وروسته د دینګ شیاوپینګ په مشري اصلاح غوښتونکي او پراګماتیک مشران پیدا شول او د ناورینونه دوام یې پای ته ورساوه.

چین اوس، سره له دې چې کمونیست ګوند پرې واکمن دی، له هغې لارې چې ماوتسې تونګ غوره کړې وه، ډېر لېرې شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب