Homeادبشعراځـــــتر (غزل) ایمل مړوند

اځـــــتر (غزل) ایمل مړوند

اوس مې هاغه د زړه زور اختر کې نشته
چې مې ښکل کړي، زما مور اختر کې نشته

بې مزې پیکه، پیکه یې تېرومه
سږ بیا هم د سترګو تور اختر کې نشته

دې لمبه، لمبه حالاتو ته ورنه وخوړ
خور يې ژاړي وايي ورور اختر کې نشته

ترماښامه به ټالونو کې شو ستړی
ها مستي او هاغه شور اختر کې نشته

نه د غاړې نه د خولې نه د نازونو
په جانان مې سږکال پور اختر کې نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...