مور يې په دروازه کې ورته ولاړه وه، څو څو ځله يې پرتندي ښکل کړ، بیا يې په غیږ کې ونیو. د خدای شکر يې ادا کړ او په منډه يې سورت یاسین راوړ. په جیب کې يې ورته کیښود، خو زړه يې نه ارامیده. یو ځل يې بیا زړه ته نږدې کړ،ستونی يې ډک شو، اوښکې يې د زوی په مخ توۍ شوې او ژر ژر يې پر دواړو مخونو ښکل کړ.
زویه ! نه پوهیږمه نن مې زړه درباندې نه کیږي، چې ښار ته لاړ شې، نن دې ریکشا ودروه او ښار ته مه ځه. په کور کې لا دومره سودا شته دی چې یوه دوه ورځې ګزاره مو پرې وشې. ګوره پرون هم په ښار کې بم الوتی و، خدای مه کړه که په تا څه وشي بیا به دې دا مور څه کوي.
زوی يې ټينګار کاوه، نه مورې هیڅ خبره نشته ،ګوره اختر ته دوه درې ورځې پاتې دي باید خور ته مې کالي هم واخلمه، بیګاه يې راته ویل چې لالا ماته چپلي بوټ واخله، نو که ریکشا ونه چلومه دا پیسې به له کومه کړمه، ښار کې خو هره ورځ همدا حال وي. باید لاړ نه شم.
خو خدای خبر چې د مور زړه يې ولې نه صبریده. ګوره زویه! زه دې خور ته وایمه چې کالي ونه غواړي د ښار حالت ښه نه دی پرون هم ډېر کسان مړه شوي وو.
زوی يې پوهیده، چې که ریکشا ونه چلوي، نو نن ماښام به روژه ماتي ته څه خوري او خپلې وړې خور ته چې په ده له ټولې دنیا ګرانه ده، څه وايي، چې لالا يې ولې ورته کالي نه دي راوړي.
د دوی ټول کور د زبیر د رکشې له امله چلیده که د رکشې ټېر به تاویده، نو د دوی خولې به هم ګرځيدې او کنه نو د سهار او ماښام لپاره يې هم څه نه لاره. پلار خو ترېنه په ماشوم توب کې ظالمانو جدا کړی و.
زبیر د مور لاسونه ښکل کړل، مورې! ته مه خفه کیږه ټول خلک ښار کې ګرځي او بیا زه خو ریکشا چلومه، کله یو ځای او کله بل ځای،د ښار په منځ کې ډیر نه ګرځمه، بس دوعاګانې کوه او انشاالله ماښام ته مې خور ته کالي هم راوړمه.
خدای خبر ولې د سپین سرې مور زړه نن د بدو خبرداری ورکاه د اوبو ډګ جام يې په زبیر پسې وشینده او بیا يې اسمان ته لاسونه لپه کړل خدایه ته ترېنه ساتنه وکړې.
زیبر خپله ریکشا چلان کړه او د ښار په لور روان شو.
نن ورځ په ښار کې تر نورو ورځو ډېره ګڼه کوڼه وه، د روژې مبارکې میاشتې ۲۸ مه نېټه وه ټول خلک د اختریزو سوداګانو اخیستو لپاره راغلي وو. هرې خواته د اختریزو توکیو دوکانونه پرانیستل شوي وو.
زبیر خپله ریکشا د جلال باد ښار د تلاشۍ څلور لارې ته څېرمه په يوه غاړه کې درولې وه. د سورلۍ د انتظار شیبې يې لنډولې. نن يې باید لږه ډېره مزدوري کړې وه. دا څلورمه ورځ وه، چې وړې خور عایشې ترېنه د اختر کالي او څپلې غوښتې. نن ورځ يې ورسره ورستۍ وعده کړې وه.
له سهاره تر اوسه يې یو څه پیسې پیدا کړي اوس ډېر کمو پیسو ته اړتیا لري، چې د خپلې خور جامې پرې واخلي.
زیړ رنګه ریکشا د سړک تر غاړې ولاړه ده. زبیر په کې ناست دی او د خپل ستړي ژوند یادونه لوبوي.
ناڅاپه یو درز کیږي له درزسره ټوله سیمه ګردونه نیسي. زبیر له ریکشي پر ځمه راپرېوزي. خلک راټولیږي اخوا دیخوا پرې شوي ادامونه پراته دي. ټول سړک سرو وینو پوښلی دی.
په ټول ښار کې اوازه خپریږي. ښار کې بیا چاودنه شوې ده. سپین سرې مور ډېره نارامه ده. په زړه کې يې سل رنګه خیالونه راځي اخوا دیخوا منډې وهي. په یوه منډه د ګاونډي کور ته ځي.
زوی ته ټلیفون کوي. زنګ ځي، خو په لاسونو کې دومره دم نشته دی، چې ټلیفون پورته کړي د زبیر تور رنګ ټلیفون د هغه د سرو وینو رنګه خپل کړی وي.
ریکشی هم اور اخیستی دی. مور يې ډېره وارخطا ده په زړه کې يې سل رنګه خبرې ګرځي.