شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبطنزونهنوي رئیس مالي مدیر ولې له دندې ګوښه کړو؟

نوي رئیس مالي مدیر ولې له دندې ګوښه کړو؟

طنز / لیکوال: حبیب الله بختیال –

زموږ د ریاست د دفتر مالي مدیر به چې هره ورځ د اړتیا وړ توکو د رانیولو لپاره ښار ته ولاړ؛ نو د راتګ پر مهال به بیا تر دوو ساعتونو چا له ویرې خبرې نه شوای ورسره کولای. خواره کوټی ملامته نه ؤ، چې د غرمې او شپې ډوډۍ لپاره به یې د اوړې یا مني په موسم کې تازه تور بانجان هم راوړل، نو ډیرې پیسې به پرې تلې، که څه هم دا پیسې دده له جیبه نه تلې او ریاست ورکولې، خو بیا هم په ټول ریاست کې همدا یو مالي مدیر د لګښتونو په برخه کې دومره جدي وو، چې ویلي به دې وای، چې یوازې همدا دی د هیواد په ملي ګټو مین او ژمن دی، چې همداسې وو هم.

مالي مدیر چې خپل تخلص یې پر ځان (د وطن په مینه کې سوځیدلی) ایښی ؤ کله چې به سهار د اړتیا وړ توکو پسې له خپل ټاکل شوي پلاوي سره یو ځای د سهار په اتو بجو ښار ته ووتو، نو ټول څیزونه به یې لومړۍ له پنځوسو څخه تر اتیا او یا سلو دکانونو کې بیه کړل او بیا به چې په کوم کې لږ مناسب ورته ښکاره شول، نو همالته به یې اخیستل. د وطن په مینه کې سوځیدلی صیب چې به دفتر ته راغی نو ډیر به ستړی ؤ او تر یو یا دوو ساعتونو دمې وروسته به یې د ریاست ټول کارکوونکي راټول کړل او د هیواد اقتصادي حالاتو له ترینګلتیا به یې بحث پیل کړو او ویل به یې، چې نن دا دی بیا د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو دومره راښکته شوی ؤ، چې د ژړا وړ ؤ، چې په همدې وخت کې به یې داسې د زړه له تله وژړل، چې د دوربیني عینکو ښیښې به یې د سترګو له اوښکو لمدې شوې او موږ به هم ځینو په رښتیا ورسره ژړل او ځینې نور چې په زړه به سخت وو او یوازې به د خپل ځان په کیسه کې وو لاسي به یې له جیبه دسمالونه راواخیستل، په لاړو به یې لامده کړل او بیا به یې په سترګو پسې وموښل.

د وطن په مینه کې سوځیدلي مدیر دې حالت څخه نوی رئیس خبر شو او چې په لومړۍ ورځ یې د غرمې په ډوډۍ کې لږې سپورې وریژې له لوبیا سره ولیدې، نو له ځایه پاڅید او ډوډۍ ته ناستو کسانو ته یې په خطاب کې داسې په غوسه خوله خلاصه کړه:

  • دا مو څه پاخه کړي سپیرو ! په ژوند مو چیرې ډوډۍ خوړلې ده او که نه ؟! آشپزي څوک همداسې کوي او دومره کم غوړي څوک ور اچوي، چې هډو يې پته نه لګیږي، هله ژر آشپز را وغواړئ، چې د منفکۍ مکتوب یې ورکړم!.

نوی رئیس په داسې حال کې چې له ډیرې غوسې یې له خولې د لاړو باران مخته میز لوند کړی ؤ او د غټې خیټې له لاسه په سختۍ پر خپله څوکۍ کیناستو، مالي مدیر ښاغلی د وطن په مینه کې سوځیدلی صیب ورته رانږدې شو او ددې لپاره چې په یوه بهانه یې غلی کړي په سوال او زاریو یې ورته وویل :

  • قربان رئیس صیب ! تاسو نوي راغلي یاست موږ په دې دفتر کې دا ټول خواره کوټي چې ګورې د هر یو وزن له څلویښتو کیلو څخه زیات نه دی، خو بیا هم د ټولو د وینې کریسټرول او شکر له دوه نیم سوو لوړ دی او ډاکټرانو ټولو ته دا سپارښتنه کړې ده، چې په هر ډول خوړو کې به لږ غوړي کاروئ، نو قربان که تاسو وایاست موږ به ستاسو لپاره له بازاره ځانګړي فرمایشي خواړه راوړو.

موږ د مالي مدیر دې رمزانه خبرې ته حیران پاته شوو او پټ پټ مو په خپلو منځو کې سره وخندل ځکه د مدیر په خبره چې زموږ د ټولو څیرې د افریقا سؤ تغذيانو ته ورته وې او وینې مو دومره کمې وې، چې د چا به کوم ځای وتراشل شو نو د وینې پر ځای به ترینه سپینې اوبه راتلې، ځکه چې سره کریویاټ یې په بشپړ ډول ختم شوي وو، خو زموږ په اړه رئیس ته د مدیر خبرو په اړه مو هغه وخت ځکه څه نه شوای ویلای، چې بیا خبره خرابیده.

له بلې خوا د مالي مدیر دا خبره که څه هم د نوي رئیس لپاره یو پیغور ؤ، چې ولې د یو ریاست ټول کارکوونکي، چې همدا خواړه خوري نو نوی رئیس بیا د چا زوی دی، چې نیوکې پرې کوي، خو رئیس د مدیر له خبرې سره په غوسه ددې لپاره چې موږ ته خپل ځان وښيي جیب ته لاس کړ د ډالرو نوټ یې ترینه راویست او ویې ویل :

  • دا ډول سپیره خوراکونه زما د نیکه نیکه د بنګله دیشو د قحطۍ په وختونو کې هم نه دي خوړلي راوغواړئ د پسه د غوښې درې کبابه او زما کوټې ته یې راوړئ.

په دې ورځ رئیس صیب ته کبابونه راوړل شول او همداسې څو نورې ورځې هم همدې لړۍ دوام وکړ او د وطن په مینه کې سوځیدلی مدیر له برکته ټول ریاست داسې سره منسجم ؤ، چې چا د قلمانې ، ملمانې او … اخیستلو په اړه یو زره جرأت هم نه شو کولای، خو د نوي غټ خیټې رئیس په راتګ سره لومړۍ دا لړۍ دده له خوا پیل شوه او چې څو ځله د وطن په مینه کې سوځیدلی مدیر صیب ورسره په دې اړه خبرې وکړې او ځینې ګوتڅنډنې یې ورته وکړې، نو په بله ورځ خبر شوو، چې نوي رئیس د وطن په مینه کې سوځیدلي مدیر ته د منفکی مکتوب ورکړی او له دندې یې بې دلیله ګوښه کړی دی.

که څه هم د مدیر صیب کارونه د زړه له کومې وو او موږ سره یې چل چلند د ورور په څير ؤ، خو د هغه په ګوښه کولو کې مو ځکه خپل غږ نه شو پورته کولای، چې نوی رئیس د وزیر د خواښې د ګاونډي د خسر اوښی ؤ او واسطه یې ډیره قوي وه او مدیر بې ګناه یې د رشوت اخیستلو او د دفتر له حسابونو د غلا په تور له دندې ګوښه کړ او سم له واره یې د هغه پر ځای خپل یو زوم، چې تر شپږم ټولګي یې ښوونځی لوستی ؤ په دنده وګمارلو، چې د نوي مدیر په راتګ سره د هغه او د رئیس ډوډۍ د پسه د غوښې کبابونه شول، خو زموږ خوراک د پخواني مدیر د فرمایشونو څخه هم اتیا سلنه کمزوری شو او په لنډ وخت کې د ریاست نږدې پنځوس تنه مامورین د معدې د زخم په ګډون په لسګونو نورو بیلابیلو ناروغیو اخته شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب