یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاد پروستات غټیدل یا په زړو نارینه وو کې د تشو میتیازو...

د پروستات غټیدل یا په زړو نارینه وو کې د تشو میتیازو ستونزې

ډاکټرجمیل حامد –

پروستات یوه غده ده چي ترمثاني لاندې موقعیت لري او د تشو میتیازو لیږدونکی قنات یا احلیل یی له منځ څخه تیریږي، په یوه بالغ سړي کې نیږدې ۲۰ ګرامه وزن لري اوږدوالی یی ۳.۵ سانتی متره او پلنوالی یی تر۴ سانتی مترو پورې رسیږې، په لوړو عمرونو کې یی اندازه غټه وي خوهیڅکله له ۳۰ ګراموډیروزن نلري او دا غده یواځي په نارینه وو کې شته، په مسنو نارینه وو کې دا ناروغي ډیره پیښیږي او په ټولیزه توګه هغه کسان چې عمرونه یی له ۴۵ کلونو لوړوي دا ناروغي یی ډیر ځوروي، هغه اټکلیزه سروي چې په غربي نړۍ کې شوې ده ښیی چې دا ناروغي ۵۰٪ په ۵۰ کلنواو ۷۵٪ په ۸۰ کلنو او یا له هغو څخه په ډیرعمر لرونکو کسانوکې لیدل شوې ده، همدارنګه یی پیښي په پرمختللو او غیری مسلمو ټولنو کې نسبت وبیوزلو او مسلمانو ټولنو ته ډیرې ښودل شوې دي.

هغه سروي چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پدي ناروغۍ شوي وه ویی ښودله چې په ټوله نړۍ کې نیږدې ۲۱۰ میلیونه کسان د پروستات د غټیدو په رنځ اخته دي.

د پروستات دغټیدلونښي نښانې !

دا ناروغان عموما ژرژر د تشو میتیازو کولو اړتیا احساسوي چې کله کله د تشو میتیازو لږلږه سوځیدنه هم ورسره وي خوله تشو میتیازو سره په ټولیزه توګه درد نه شته او دا ستونزه ډیری وخت دشپې لخوا زیاتیږي او ناروغ څوڅو ځله د تشو میتیازو د کولو لپاره وځي او همدارنګه کیدای شي چې ناروغ وروسته له او دس ماتي بیا هم د مثانې د ډکوالي احساس ولري، او هم دا ناروغان د تشومیتیازو له دریدو او بیا پیل کیدو څخه هم سرټکوي او ډیری ناروغان د تشو میتیازو په فشارسره له نه وتلو هم شکایت کوي او کله چې د تاریخچې پوښتنه ورڅخه کیږې تل شکایت کوي چې ډیر په ځنډ سره یی اودس وچیږې یعني ترڅو دقیقو پوري یویو څاڅکی راځي او په ډیرو پرمختللو مرحلو کې تشي متیازي یا په بشپړه توګه بندیږي او یا ناروغ د تشومیتیازو کنترول له لاسه ورکوي.

د دې ناروغۍ لاملونه !

په دقیقه توګه تراوسه د دې ناروغي لاملونه نه دي پیژندل شوي خوار زښتمني څیړني داسې ښیی چي د Testosterone هورمون زیاتوالی د دې ناروغي په منځته راتلوکې رول لرې چې ډیر بحث پرې اړین نه بولم.

پیژندنه !

د کلینیکي نښونښانو او دقیقیې تاریخچي په اخیستلوسره په اسانۍ کولای شو چې دا ناروغان وپیژنو خو د کره تشخیص لپاره له الټراساونډ یا تلویزیوني معایناتو، د ګوتي پواسطه د مقعدي معایني او یا هم له پروستات څخه د نمونې یا بایوپسي اخیستلوته اړتیا لرو.

درملنه !

د عرضي درملني په موخه باید دا ناروغان د شپې له لوري ډیرمایعات ونه کاروي ، دالکولو، سګرټو او ډیري قهوي له کاروني او هم د تشو میتیازو له ډیرې ځنډوني دې لاس واخلي سربیره پر دې ځینې درمل هم د دې ناروغۍ په درملنه کې کارول کیږي لکه دAlfa1 Adrenergic receptor Antagonists  ګروپ لکه Doxazosin , Terazosin , Alfazosin , Tamsulosin , Silodosin او داسي نور، له دې علاوه کولای شو چې 5Alfa- reductase inhibitors Finasteride , Dutasteride او د دې ګروپ نور درمل وکاروو، همدارنګه د Sildenafil کارونه هم د دې ناروغي نښي نښاني کموي .

د جراحي عملیه د دي ناروغۍ لپاره غوره درملنه بلل کیږي په ځانګړي توګه د هغو ناروغانو لپاره چې درمل پرې اغیز ونلرې چي کولای شو د کلاسیکي اویا د انډوسکوپیک یا لپراسکوپیک جراحي عملیوپه مټ د پروستات غټه شوي برخه واخلو خوپام مو وي چې د درملني د ډول په ټاکنه کې تل د خپل معالج ډاکټر مشوري ته ارزښت ورکړئ ځکه ستاسو معالج ډاکټر تل د دې ناروغي لپاره تر ټولو غوره لار ټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب