دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهد پیر لېونتون| محب زغم

د پیر لېونتون| محب زغم

بل څوک يې خبرو ته غوږ نه نيسي. په ټولو انډيوالانو کې يې يوازې له ما سره ډډه لګېده، هغه هم په دې خاطر چې خبرې يې واورم که ما به کوم نصيحت ورته وکړ نو خوا به يې بده شوه. هغه تل راته د خپل پير صفتونه کول ، نوې نوې خبرې يې زده کړې وې : (( فنا فى الله )) (( وصلت )) (( هاتف )) (( قطب زمان )) او ډېرې نورې خبرې چې زه يې پر ماناوو چندان نه پوهېدم. هره اونۍ به يې د آغا جان د کراماتو يوه نوې کيسه کوله.          

         يوه جمعه يې راته وويل چې راځه نن ته هم راسره لاړ شه د پير صايب په حضور به دې مشرف کړم.ما هم همدا غوښت چې کومه ورځ د غه پير وګورم چې څه رنګ سړى دى. ورسره لاړم ، د قلعه مسلم تنګو کوڅو کې څو وارې ښي او چپ لاس ته وګرځېدو تر څو د آغا جان لنګر ته ورسېدو. د سراى د دروازې دواړو خواو ته شپږ شپږ کسان لاس پر سينه ولاړ وو او راتلونکو کسانو ته به يې (( مرحبا ، مرحبا ، جزاک الله )) ويل . کريم مخکې زه ورپسې انګړ ته ننوتو ، ډېره لويه حويلي وه په منځ کې يې د وزير اکبر خان مېنې د کورونو په شان يوه لوکسه دوه پوړېزه ودانۍ  وه . د اول چت دالان په بوټونو ډک و. د يوې لويې کوټې مخې ته مو بوټونه وايستل. د کوټې ور بېرته و خو د جاليو پرده يې ځوړنده وه.کريم پرده لېرې کړه او ورننوت ورپسې زه هم ننوتم. د کوټې بر سر کې درې دانې کوربچې سر پر سر پرتې وې او د تخت غوندې ځاى يې جوړ کړى و ، پر دې تخت باندې يو ږيرور ناست و، ږيره يې ډېره اوږده او پاکه وه مخ يې تک سپين ځلېده داسې ښکارېده چې په ژوند کې به يې د لمر مخ نه وي ليدلى،برېتونو يې دواړه شونډې پټې کړې وې خوله يې نه ښکارېدله، څڼې يې نږدې تر څنګلو پورې  رسېدلې وې ، پر تندي يې يوه نرۍ زرغون رنګه ريتاړه تړلې وه ، پر غاړه يې ډېرې اوږدې تسبيح چې سرې ، شنې ، ژېړې ، سپينې او زرغونې دانې يې لرلې پرتې وې ، اوږده شنه چپنه يې اغوستې وه ، پايڅې يې بډ وهلې وې يو بالښت يې شاته او دوه ګردي بالښتونه يې دواړو څنګو ته پراته وو. د کوټې دواړو اوږدو دېوالونو ته ډېرو ږيرورو او څڼېورو ډډې لګولې وې، په يوه کنج کې لس دولس کسان د دايرې په شکل سره ناست وو او په لوړو اوازونو يې (( هل هو

 هل هو )) ويل او لکه فنر غوندې له ملا نه  ټيټېدل او هسکېدل.                                                                                            

د پير لېونتون

څو اونۍ کېدې چې د کريم خوى بدل شوى و، ډېر وخت به ځان ته يوازې کېناسته ، زموږ سره يې ګپ شپ او ټوکې ټکالې کمې شوې وې، د درسو په کيسه کې هم چندانې نه و ، هغو ساعتونو ته چې استادانو يې د درس پوښتنې کولې نه راتله ، انګليسي کورس يې هم پرېښى و.ما څو ځلي ورته ويلي و چې وه ملګريه که مريض يې چې ډاکتر ته دې بوځم، خو هغه به هر ځل ويل چې نه زه بيخي روغ رمټ يم. يوه ورځ چې زه او کريم د ليليې په کوټه کې يوازې وو راټينګ مې کړ چې هرو مرو به حال وايې څه درباندې شوي دي ؟                                                   

         هغه وويل : هېڅ راباندې نه دي شوي.                                   

         _ نو ولې داسې يو رقم خپه غوندې يې؟

         _ نه يم ، ولله که خپه يم.

         _ پخوا خو داسې نه وې، که کومه ستونزه لرې راته ووايه  زه به درسره مرسته وکړم. 

         _ نه بابا ته ولې دومره شله يې ، درته ومې ويل چې هېڅ خبره نشته.

         _ ګوره له ما نه يې مه پټوه، ريښتيا ، مين شوى خو به نه يې؟

         _ نه مې پرېږدې نو ، مجبور يم چې درته ووايم. ګوره ما د پير لاس نيولى ، آغا جان نوميږي ، ډېر لوى ولي دى.

         _ دا خو ډېره ښه خبره ده خو بيا نو ولې خپه يې، ولې درس نه وايې ، له موږ سره ولې خبرې اترې نه کوې؟                   

         _ ما ته  مې هره  جمعه کې پير صايب وظيفه راکوي، تر بلې جمعې زه هماغه وظيفه کومه ،چې وظيفه کوم بيا نور هېڅ  شى خوند نه  راکوي.                                                                        

         _ ګوره کريم جانه هر شى  يو حد لري، وظيفه خپل ځاى لري درس خپل ځاى، په هېڅ شي کې افراط ښه نه دى.               

         _ ما ته مې پير صايب ويلي چې وظيفه دې سمه کوه نورو شيانو پسې مه ګرځه ، خداى قادر مطلق دى هر څه به درته سم کړي. زه د درسونو هېڅ اندېښنه نه لرم بيا به په امتحان کې وګورې چې څوک ډېرې نمرې وړي.                                                

         زه ورته تر ماښامه لګيا وم خو هغه له خپل خره نه کښته کېده. له هغې ورځې وروسته به يې کله کله د پوهنتون باغچې تـه بـوتلــم او راســره به يې د زړه خـوالـه وکـــړه . پــوهـېده چې

 يې تکې سرې وې او شا و خوا يې توره کړۍ راتاوه وه،په خولو لوند خيشت و،ګرېوان يې تر نامه خلاص و، دنورو په شان يې په غاړه اوږدې تسبيح کوړۍ وې لمن يې د کبابيانو په څېر سورۍ سورۍ وه د خولې نه يې د چرسو او سګرټو بوى راتله. څڼېور په زوره چيغه وکړه : (( يا پيره دغه سړي ستا بې احترامي کړې ده ))                                                                             

         پير وويل : (( پروا نه لري ، نن يې اوله ورځ ده بيا به داسې ګستاخي نه کوي ))                                                                 

         _ يا پيره که زه ورته څه ونه وايم خداى به رانه خپه شي، يا پيره ته د خداى محبوب يې ستا د ازار زور نه لرم ، پرېږده چې دې بې ادب ته سزا ورکړم.                                                         

         _ مرحبا بس دى ، ما بخښلى دى ، زما پر مېلمه کار مه لره.                                                                                                        

         څڼېور د پير پښو ته ولوېد او په ژړا يې وويل : يا پيره صدقه دې شم ته څومره مهربان يې.                                                

         زه پوهېدم چې دا هر څه د نورو مريدانو د ډارولو له پاره کيږي او پير غواړي چې خپلو مريدانو ته خپل زور وښيي.        

         غرمه شوه ، ګډوه او چيلمچي راورسېدل د پير لاسونو ته يې اوبه واچول ، بيا يې د چيلمچي اوبه په يوه سطل کې چې تر نيمايي له اوبو ډک و توې کړې ، مريدانو پر سطل بريد جوړ کړ له هرې خوا نارې پورته کېدې ماته يې راکړه ، يو غوړپ دې خواته را تېر کړه ، باداره چې زه دې هېر نه شم . هر چا ته به چې په ګيلاس کې يو غوړپ اوبه ورسېدې نو مخ قبلې ته به ودرېد او د بسم الله پر ويلو به يې خولې ته پورته کړ. ډوډۍ مو وخوړه پر دسترخان باندې د هر څه پرېماني وه سېله وريجې ، درې رقمه غوښې او څو رنګه ميوې . دسترخان چې ټول شو ساعت ته مې وکتل پوره يوه بجه وه پير ته مې وويل : آغا صايب د جمعې ورځ ده د لمانځه وخت دى که دې خوښه وي چې جومات خواته ورشو.                                                                 

         پير وو يل : لمانځه ته ؟ آغا باداره ته دا خوارکى پوه کړه لکه چې موږ يې نه يو پېژندلي.                                                       

         آغا بادار چې زما په اند د آغا جان ورور او معاون به و وويل : ((  د خداى دوسته ! لمونځ خو پر عامو خلکو باندې فــرض دى ، دا د خــواصو دېـره ده ، موږ شـپه او ورځ لـه خـداى

ســره يو، زموږ سترګې ، لاسـونه ، پښې ، زړه او ټـول اندامونه

همدا چې کوټې ته ننوتو کريم خپل پير خواته په خاپوړو روان شو ، کوټه څه کم شل ګزه اوږده وه او کريم دا ټول واټن هماغسې په خاپوړو وواهه، پير ته چې ورسېد لکه سپى چې د خپل ځښتن په پښو پورې ځان سولوي ،د پير په پښو يې خپل  مخ او پوزه وموښل. د پير په څېره کې يو ډول تکبر ښکارېده ، سترګې يې پټې نيولې وې ، په ګوتو يې د تسبو دانې اړولې، ښه ډېره شېبه وروسته يې سترګې پرانيستلې ، د کريم پر سر يې لاس تېر کړ جزاک الله يې وويل بيا يې د پخوانيو اروپايي بډايو ښځو په دود ښى لاس کريم خواته ونيو ، کريم د هغه لاس په شونډو او سترګو ښکل کړ او بېرته هماغسې په خاپوړو شاته روان شو بې له دې چې مخ يې له پير څخه واوړي د کوټې پاى سر ته راغى او غلى په يوه کنج کې کېناست.         

         د پير چې ما ته پام شو په ډډ اواز يې راباندې غږ وکړ:   ((مرحبا ، مرحبا ، راځه د خداى دوسته راځه)) زه په عادي تګ رهي شوم ټول ناست کسان سره وبونګېدل :                                  

         _ دا بې ادب څوک دى؟

         _ ځمکې ته ولويږه کم بخته.

         _ توبه ، توبه

         _ استغفرالله ، توبه

         _ يا پيره رحم وکړه.

         _ يا پيره کرم.

         _ يا پيره ورحمېږه چې دا کوټه پر موږ ونه نړېږي.

         ما غوږونه کانه واچول او همداسې نېغ پير خواته ورغلم. پير خپل لاس را اوږد کړ چې مچ يې کړم  خو ما په يوه لاس ورته لاس ورکړ. دپير شنې اوبلنې سترګې زما په سترګو ښخې شوې ، راته وې موسل او وې ويل : پروا نه لري ته نن زما خاص مېلمه يې راشه دلته څنګ ته مې کېنه.                              

د مريدانو شور پورته شو : سبحان الله ، سبحان الله ، يا پيره صدقه دې شم ، يا پيره ډېر مهربان يې .ما د سترګو لاندې هم پير او هم مريدان يې څارل. پير يوه څڼېور ته په سترګو کې اشاره وکړه. هغه راپاڅېد او په څرخېدو او تاوېدو شو، په لوړ غږ يې شروع کړ(( هل هو ، يا پيره يا پيره ، هل هو هل…)) نورو مريدانو د هغه خبرې ورغبرګولې داسې شور جوړ و لکه د اول صنف شاګردان چې په ښوونکي پسې الفبې تکراروي. سړى پوره لس دقيقې تاوېده اخر کې زما مخې ته کېناست سترګې

د خداى ذکر کوي. پير صايب خو په خلوت کې ورسره مستقيماَ خبرې کوي، موږ اهل الله يو لمانځه ته ضرورت نه لرو.))                                                                                                     

  ما د لمانځه لپاره رخصت واخيست او ووتم.له هغې ورځې وروسته کريم له ما نه هم ګوښه ګرځېده څو وارې مې هڅه وکړه چې ورسره خبرې وکړم خو ګټه يې ونکړه . هغه ورځ تر بلې لا پخپل ځان کې ډوبېده ، سترګې به يې مدام سرې وې. د سمستر د پاى ازموينې پيل شوې . کريم د دوو دريو مضمونونو امتحان ورکړ خو بيا ورک شو نه ليليې ته راتله او نه پوهنتون ته .                                                                                   

   نن مې پس له دوو کلونو هغه وليد. اول سر کې مې بيخي ونه پېژاند خو چې ښه ورته ځير شوم پوه شوم چې کريم دى.د سر نه تر پښو پورې په خيرو کې ډوب و ، ويښتان يې جاغه او ببر وو، ګرېوان يې شلېدلى او لمن يې سورۍ سورۍ وه ، د لستوڼو تڼۍ يې شکېدلې وې سترګو يې چوخڼې نيولې وې ، ږيره او برېتونه يې ببر او خېرن وو ، د خولې له کونجه يې ناړې بهېدلې، يوه پايڅه يې کښته بله پورته وه.سترګې يې مخامخ  کوم شي ته ځير وې ، ما فکر وکړ چې ما ته به ګوري خو له

څنګه مې تېر شو او سترګې يې هماغسې يوې نقطې ته نيولې وې. ما ورباندې غږ وکړ خو لکه چې اورېدلي يې نه وي رانه تېر شو. له هغې خوا دوه کسان راروان  وو يوه يې بل ته وويل : دا دېرشم کس دى چې د آغا جان په لنګرکې ليونى شوى.                                       

کابل 

 ١٣٨٦ – ٠٤ – ٠٤

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب