سه شنبه, مې 14, 2024
Homeکلتوربېنوایان په فارسي ژبه د ۲۸ ځل لپاره چاپ شو

بېنوایان په فارسي ژبه د ۲۸ ځل لپاره چاپ شو

تاند- د فرانسې او نړۍ د نامتو لیکوال ویکتور هوګو مشهور شهکار (بېنوایان)، چې ۹۲ کاله پخوا په ایران کې ژباړل شوی و، یو وار بیا چاپ شو.

د دې اثر ژباړه حسینقُلي مستعان په ۱۳۰۷ لمریز کال پیل کړه او د ۱۳۰۹ په وروستیو کې یې بشپړه کړه.

بینوایان (Les Misérables) لومړی پلا په ۱۸۶۲ م کال په بلجیم کې چاپ شو. په دې مهال هوګو جلاوطنه و.
د ناول د انګلیسي ژباړې لپاره هم د فرانسوي نوم غوره شوی خو یوازې (Les) په (The) اړول شوی.

دا ناول د فرانسې تاریخ، معماري، پاریس ښار، سیاستونه، د اخلاقو فلسفه، قضاوتونه او مذهب، د قانون او بخښنې ماهیت او د مینې ماهیت تشریح کوي.

اوس دا ناول په ایران کې د ۲۸ ځل لپاره چاپ شو.

۲۸ چاپ یې په ۱۹۲۲ مخونو او دوو ټوکونو کې دی.

بېنوایان لا په پښتو نه دی ژباړل شوی خو ډاکتر محمد عیسي ستانکزي د دې ناول تلخیص یا لنډه بڼه ژباړلې ده.

دا ناول د نولسمې پېړۍ یو تر ټولو مهم او اغېزناک ناول ګڼل کېږي.

له دې ناول څخه په لوېدیځ کې فلم او تلویزیوني سریال جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب