د بخارۍ مخې ته په جګو پښو کښیناست، میرمنې یې ور پرانیست بیرته یې پورې کړ.
ده لاسونه د بخارۍ شاوخوا ونیول لکه غېږ چې پرې ګرځوي. میرمن یې له یو پنډ لرګیو سره راغله، سړي پایڅه جګه کړه:
-دا لا په خټو شوې دي د هغو بوټونو به څه حال وي
-د هغوی تلي مې ووینځل برسیره مې لا ټوکر نه دی پرې تیر کړی ما ویل ودریږه یخ دې شوی.
میرمنې یې د بخارۍ خوله پرانیسته، تاو ته یې سترګې سره ورغلې، څو لرګي یې ورواچول، نور بوټي یې د بخارۍ مخې ته پر اوسپنیزه تخته کتار کړل، ووته.
لرګو خوله واخیسته ټک ټک یې شو. سړي غزونې وکړې. بخارۍ ته نژدې یې بسترې ته ډډه ووهله. د وره د پرانیستو له کغ سره یې یوه سترګه پرانیسته بیرته یې پټه کړه. میرمنې یې د بخارۍ شاته له دیوال سره لامده بوټونه ودردول.
د موبایل له تړنګ سره سړي سترګې وموښلې، په مسینجر کې پيغام ورته راغلی و. فیسبوک یې پرانیست، ویې لیکل: « د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالې سره مبارزه اړینه ده»
سرې جرابې یې له پښو وایستې، بوی یې کړې، سپږمې یې سونګۍ کړې، میرمنې ته یې چې بخارۍ ته یې لرګي وراچول، ورواچولې:
-په دې خو لږ اوبه تیرې کړه
ښځه له جرابو سره ووته. بریښنا ولاړه. په تپه تیاره کې بخارۍ تکه سره ښکاریده. ده غږ لوړ کړ:
-برقونه ولاړل، څه…
له همدې نارې سره یې میرمن له لمپې سره کوټې ته راننوته او د کوټې په کونج کې په زانګو کې د ماشومې ژړا شوه. ښځې ورمنډه کړه لور یې تي ته کړه، سړي ورته وویل:
-ماسختن ته دې څه تیار کړې؟
ښځې مخ د دیوال خواته کړ پوړنی یې پر نجلۍ واچاوه:
-لږ شیدې وخوري غم یې کوم
د سړي شونډې ویړې شوې، درې کسانو د ده پيغام لایک کړ. میرمنې ته یې اشاره وکړه چې لور ورکړي، هغې په اورڼي کې پیچلې ماشومه ورته ونیوله، ده ښکل کړه، تړنګ شو، نجلۍ یې بیرته ښځې ته ونیوله چې په زانګو کې یې کیږدي، په فیسبوک کې تر پیغام لاندې یوه د زړه نښه ورته پرې ایښې وه.
پای
2020-02-28