یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېوخت، ژوند دی / لیکوال عبید افغان

وخت، ژوند دی / لیکوال عبید افغان

راځئ نن د بحث لوری لږ بل اړخ ته سم کړو؛ د الهي ذات دغه قضاوت تاسې وګورئ څومره سپېناوې پکې ګډ شوې دی. پدې فرش شوې ځمکه یې ټولو مخلوقاتو ته یؤ ډؤل وخت ورکړی! خان، غریب، مریض، ګوډ، ړوند، زوړ، ځوان، ماشوم او میرمن ته ټاکلی وخت یعنې څلورویشت ساعته فیکس د ټولو پۀ برخه دي. زۀ اصلاً د حیاتي ژؤند پۀ نېمګړتیاؤ باندې نۀ غږیږم یؤاځې دومره غواړم چې تاسې د وخت پۀ ارزښت پؤه کړم.

ملګرو!
وخت/زمان ته کۀ ځیر شو نو تر هر څۀ با ارزښته دی، لۀ سرزرو، لۀ سپینو زرو، لۀ قیمتي غمو، لۀ پېسو آن لۀ هر مادي څېزونو وخت ارزښتمن دی ځکه دا هر څۀ لۀ موږ ځي او بېرته زموږ لاسته راځي. اما تیر او راتلوونکی وخت پۀ بیلیونونو-بیلیونونو پېسو هم نشئ تر لاسه کولای.

پدې خو الحمدلله ټول پوهېږو چې تېر وخت بېرته نۀ راګرځي، او د راتلوونکي وخت پۀ اړه قضاوت نشو کولای نو همدا شېبه، همدا ثانیه همدا ستا وخت دی چې کوم ډؤل یې کاروې کارولای شې. دلته هم تاسې د رب دغې عجیبې پریکړې ته پناه یؤسئ او وګورئ څومره انعطاف پذیري مني یعنې دلته یې خپل بنده ته پراخ ملکیت ورکړی چې بنده دغه ستا نړۍ ده خوښه مو ګمراهي کوې او کۀ پرهېزګاري او…

وخت نۀ څوک مخکې لۀ مخکې ذخېره کولای شي او نۀ یې لمس کولای شي. زموږ پېغمبر ص هم د وخت د ښې کارونې پاملرنه کړې ده. وخت یؤ عجیب سناریو/داستان دی چې پیل یې لۀ نړۍ د پېل سره اړیکه لري، اما پۀ انساني او حیاتي ژؤند کې بیا وخت د الله ج پۀ پریکړه د هر انسان پۀ تقدیر کې څۀ زیات او څۀ کم ګډ دی.

زموږ پۀ هېواد افغانستان کې وخت هسې سؤځي، ویلي کیږي، ځکه وخت د شمعې حیثیت لري کۀ مو ګټه ترې پورته کړه تاسې به پرې اسوده یاست کۀ مو ترې پورته نکړه نو هغه شمعه ویلي کیږي او خپل د رڼا حیثیت لۀ لاسه ورکوي. بیا به د تیارو څپو ته لاسونه اچوئ خو هیڅ به ونۀ مومئ.

د وخت څخه پۀ ګټې اخیستنې کولای شئ د ېؤ ښۀ ژؤند څېښتنان شئ، عمر به مو اوږد شي، پرېکړې به مو پر ځای وي، کورنۍ به مو خوښه وي، ماشومان به مو لوستي وي، ېووالی او نېږدی والی به مو د زمانې لپاره یؤه بېلګه وي، صحت به مو ورسره کامل وي، جذاب به یاست، فیټ به یاست، د وینې غوړ، د فیشار رنځوري، ډېپریشن، خفګان او همدارنګه لۀ واړه مصېبتونو به پۀ امان یاست.

خو پۀ یاد ولرئ کۀ چېرې زموږ ټولې غوښتنې ومنل شي نو پوهېږئ څۀ به پېښ شي موږ به نور لۀ ژؤنده بې زاره شو، ګوښه به شو لۀ ژؤنده، ستړي به شو، زوریږو چې دا څۀ ستړی ژؤند دی!؟ نو هره غوښتنه باید د وخت پۀ وجود کې خپلو ځانونو کې انځور کړو بیا نو لۀ دې ټولو ستړي کوونکو فاجعو ژغورل کېږو.

ما خو دغه دی لۀ وخت نه پۀ ګټې اخیستنې دغه لېکنه وکړه اوس تاسې هم لۀ وخت پۀ ګټې اخیستنې ښۀ الفاظ او ښۀ عمل خلکو ته ډالۍ/پېرزو کړئ.
مننه!

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    اروا ښاد الحاج م. رفیع چې د هندوستان پخوانی فلمي سندربول و د (وقت) په نوم یو فلم کښې ېې دا سندره په جګ او تراژېدي ږغ ویلې وه:
    وقت سې دن آور رات
    وقت سې کل آور آج
    وقت کي هر شی غلام
    وقت کا هر شی پې رآج !
    پښتو ژباړه= له وخت څخه شپه او ورځ پیدا سوې
    له وخت څخه پرون او ڼن پیدا کیږي
    هر څيز د وخت غلام دی
    هر شي باندې د وخت پاچاهي ده!
    مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب