دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د پروین ملال دوه تازه شعرونه

د پروین ملال دوه تازه شعرونه

د پیژندنې شیبې

      ۱

زما و ستا پیژندنه ډیره لنډه وه

زموږ د کور  تر دروازې

ستا د عطرو ږغ راتیر سو

  د سرای یوازینی ګلاب یې ښکل کړ

ګلاب پاڼې، پاڼې ورژید

ستا عطر، زما د اوربل په بستر کې بیده سوه

    ۲

زما و ستا پیژندنه ډېره لڼده وه

لکه یوه وړه شیبه

د کړکۍ تر دوو نمجنو ستوګو راوڅڅيدې

لکه سترګګ د ستوری

زما د وجود تیاره دردونه دي

ټول ښکل کړه

اوس هره شپه لکه ډیوې بلیږې

    ۳

زما و ستا د پیژندنې شیبه

لکه د پسرلي هیښمه راغله، تیره سوه

اسمان اوریځ واوبدل

باران د خاورو شونډې وځبیښلې

 سیلۍ د کړکۍ ګریوان پرانیست

د برېښنا په څیر لاسونه 

زما خونې ته رااوږده شوه

مځکه برالبه، باران ستړی

زه هم ستړي شوم

 اوس دباندې نه شمه تللا ی

د پیغور اغزې مې پښې خوږوي

      ۴

زما او ستا د پیژندنې شیبه مې

پر خپلو جامو ګنډلې

هره شیبه مې لمن د رنګ او خیال په بیړۍ کې

د ناپیژاندو ټاپوګانو په سفر وځي

د نیلوفر واده ته سندرې ټولوي

د سیند شور په غیږ کې اخلي 

او د ساحل د نڅاګرو وږمو سره ناڅي

     

     ۵

ستا د پیژندنې شیبې مې پخپل کور کې کرلې

 چتونو ته کرۍ ورځ توتکۍ راځي

د شنه آسمان تسپې اړوي

دیوالونه، هر سهار په لمر میینیږې

او بیا په یخو سیورو غسل کوي

سپوږمۍ هره شپه پر بام ستا د پلونو نښې

په لپه کې راټوي

او د سیند د شور ږغ، ستا د شپیلۍ د ږغ سره

زموږ کور ته په (ورا) راځي

  

       ۶

زما او ستا د پیژندنې شیبه 

اوس هم زما پر شونډو پرته ده

کله، کله خواږه، خواږه

تورې او کلمې ځیني وبهیږې

رنګین، رنګین ګلونه سي

او د شاتو مچۍ کور پکښې جوړ کړي

 ۷

زما و ستا د پیژندنې شیبه

زموږ د کور په دالان کې پرته ده

هر سهار زموږ پربام د افق په سیند کې لمبیږې

نوي کالي اغوندې

او ما د خوب څخه راویښوي

او زه، 

هره ورځ د څو شېبو پر نامریي وزرونو

د هغې سره په یوه نوی سفر روانیږمه

۲۰۲۳ / ۶ / ۱۵ 

کاشکي

   ۱

 کاشکي مې درته ویلای شوای

چې خپل ځان ته وزرونه ګنډم 

د وړانګو چابک آس مې پیرلی

د وریښمو زین مې ورته جوړ کړ

د ځنګل څخه مې د نښتر د سیوري لرګي  راوړل

ځان ته رباب جوړوم

لږ صبر وکړه؛ 

داسي یوه سندره به ووایم

چې د مځکې تر اسمانه  

د بوډۍ ټالونه پکښې زرغونه شي

   ۲

کاشکي مې درته ویلای شوای

چې ستا د لاسونو نرم ږغ د وږمو په قدمونو

زموږ کور ته راننوت

زما د زړه تر رنګینې کړکۍ راتیر شو

نه پوهیږم چې زما زړه ته یې څه وویل؟

اوس مې هره شیبه احساس 

لکه ځنګلې کوتره

د توپانونو لمن ته لاس اوږدوي

  

 ۳

کاشکي مې درته ویلای شوای

زموږ پر ښارونو، بازارونو، او کوڅو 

د شرابې اوریځو سیوري څوڼي خپروي

ښځې خالي مړوندونو ته

د یاغي څپو سپین باهوګان اخلي 

نجونې د ګوتو په قلمونو، د ورغوو پر پاڼو

ترانې لیکې

وږمه یې په غیږ کې اخلې

څه وخت وروسته به

پر دښتونو د خپلواکۍ ږغ را شین شي

 ۴

کاشکي مې درته ویلای شوای

ماخپل ډار او بیره سیند ته وغورځول

توپانې څپې مې پښو ته راولویدې

لمس یې کړي، ښکل یې کړي

او دواړه مړوندونه یې باندې راتاو کړه

د الماسې څاڅکو مهین ځنځیرونه یې

 پر دواړو پښو راوتړل

اوس چې پر لارې ځم 

تر پښو مې وړانګې اوریږې

که ته، داځل راغلي بیا دې نـــه پریږدم 

زه به وړانګې وکرم، ته د سخاوت باران 

 فصلونه به شنه شي

دا نارو بڼ به ګڼ شي

زه او ته به دواړه ځانونه پکښې ورک کړو

    

  ۵

کاشکي مې درته ویلای شوای

زموږ د ښار دیوالونه،

ټول ویښ او دروازې، دروازې شوه

د کړکېو شاته رنګونو پسرلي زیږولي

پنجرې زنګ خوړلي

زموږ پر بامونو د میینې سندرې شني شوې

هره ورځ د کوترو سیلونه ورته راځي

او د اسمان سره، 

د خپلواکو وږمو پیالي پر سر اړوي

۶

کاشکي مې درته ویلای شوای 

چې  د شاتو مچېو بغاوت کړی دي

ګلونه ټول بیلتون وسوزل

د رنګ خوږه ځواني یې خاوروته ځي

هیڅوک په دې نه پوهیږې 

چې څنګه د مچېو ډلې 

د لوړو ، لوړو هواګانو څخه 

د بڼ و خواته راستنې کړي د ګلونو غیږ ته یې وسپاری

اوس بغاوت زموږ په کلو کې ریښې کړي دی

اوس بغاوت د ښار کوڅ وکې ګرځي

د ډبرینو محلونو پر بامونو خپل ږغونه کري

که د سپوږمۍ شپې په سفر ولاړي

د سپېدو  لوړې کنارې به د سپیڅلې بغاوت پر مځکه

 د شپو لمنو ته لاس واچوي

    ۷

کاشکي مې درته ویلای شوای

سږ کال ونې د بدلون د ترانو تمرین کوي

سږ کال وږمې شپیلۍ جوړوی

د سارایې پیروتو، په پیغلو شونډو یې قسم کړی کړی

او د زعفران د طلايي شرابو

د هر یو غړپ سره یې

قول د عشق او محبت تړلي

سږکال موسم بدل دی

ونې به ټوله اوبه، د لیونتوب وچیښي

ونې به ټوله خپل ځانونه شنډ کړي

ونې به ټوله احتجاج وکړي

خوږې، خوږې شیبې به،

د هر ستم هر ستمګر ترخې کړي

۸

کاشکي مې درته ویلای شوای

چې موږ د شپو څوڼې څنډو

او د رڼا څاڅکي ځیني را ټولوو

ستوري په رڼا مینځو

او د شپو رېښو ته د رڼا اوبه ورکوو

داسي وخت به راشي

شپې به خپله سحرونه لاس نیولي راولې

او لمر به د سپیدو سوربخن رخسار 

په ښکلونو ستړي کړي

۲۰۲۳ / ۶ /  ۳۲

4 COMMENTS

  1. ډېر ښایسته او بدیع انخور، پر ګوتو مو برکت ملال خوري:

    ستا د پیژندنې شیبې مې پخپل کور کې کرلې

    چتونو ته کرۍ ورځ توتکۍ راځي

    د شنه آسمان تسپې اړوي

    دیوالونه، هر سهار په لمر میینیږې

    او بیا په یخو سیورو غسل کوي

    سپوږمۍ هره شپه پر بام ستا د پلونو نښې

    په لپه کې راټوي

    او د سیند د شور ږغ، ستا د شپیلۍ د ږغ سره

    زموږ کور ته په (ورا) راځي

  2. کاشکي مې درته ویلای شوای

    چې موږ د شپو څوڼې څنډو

    او د رڼا څاڅکي ځیني را ټولوو

    ستوري په رڼا مینځو

    او د شپو رېښو ته د رڼا اوبه ورکوو

    داسي وخت به راشي

    شپې به خپله سحرونه لاس نیولي راولې

    او لمر به د سپیدو سوربخن رخسار

    په ښکلونو ستړي کړي

    په څومره لوړو استعارو سمبال دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب