جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبد شوروي شاعر د زوکړې د ۹۰ کالیزې په ویاړ

د شوروي شاعر د زوکړې د ۹۰ کالیزې په ویاړ

دوکتور لطیف بهاند

رسول حمزاتوف

۱۹۲۳-۲۰۰۳

آواري ژبه زما ، مورنۍ ژبه ده . دا تر ټولو ، هغه غوره څه دي ، چې زه یې لرم .

شوروي داغستاني شعر او ملي شخصیت . د داغستان ، روسیې او شوروي د لیکوالو ټولنو غړی .

رسول حمزاتوف ، د شوروي او وروسته د روسیې د داغستان د جمهوریت  اوسېدونکی و . هغه د هنر او فرهنګ لوړلو څوکو رسېدلی و . د هغه یوه لیکنه مې پخوا را اخیستې وه ، په زړو پاڼو کې په مخه راغله . په دې ټوټه کې دا شاعر له خپلې ژبې او خپلې خټې سره خپل سپېڅلي احساسات داسې څرګندوي :

” زه اواري (قام) یم . زه آوري پيدا شوی یم . زه له دې پرته بل څوک کېدای نه شم . کله چې مې سترګې پرانستې ، هغه کسان مې چې ولیدل آواري وو . هغه لومړني تورې او کلمې مې چې واورېدې ، اوارې وو . هغه لومړنۍ ترانه مې چې د زانګو تر څنګه له موره واورېده آوارې ، ترانه وه .  آواري ژبه ، زما مورنۍ ژبه ده . دا تر ټولو ، هغه غوره څه دي چې زه یې لرم . دا  نه یوازې زما لپاره ، بلکې د ټولو آواري وگړو لپاره ، تر ټولو غوره څه دي .

آورایان ګڼشمېره نه دي ، هغوی ټول ټال درې سوه زره تنه دي ، خو دا هم لږ نه دي . په داغستان کې داسې شاعران شته چې په هغه ژبه ، په داسې ژبو شعر لیکي چې یوازې ، دوه زرتنه پرې غږېږي .

یادونه :

ټول قفقاز ۴۴۰ زره کیلو متر مربع مساحت لری چې له هغه نه ۱۸۶ زره کیلو متر مربع یې اذربایجان،ارمنستان او ګرجستان او پاتې برخه یې په روسیې کې پروت دی.

دا سیمه تل او دتاریخ په اوږدو کې د ستر سوق الجیشی دریځ درلودنکی وه او ده .

د قفقاز نه، تېریدونکې څلورې لارې چې اروپا خپله له قفقاز،جنوب قفقاز،ترکیې،منځنۍ آسیا او وړاندې لرې ختیځ سره نښلوي هم له اقتصادی او هم له پوځی پلوه خورا ستر اهمیت لری.

د قفقاز قامونه:

د پېژندل شویو او د شمېر له مخې ددغې سیمې د پام وړ قامونه :

له اذریانو،ارمنیانو،ګرجیانو،چیچنیانو، داغستانیانو او اسیتیانو نه پرته دا نور قامونه هم په دې سیمه کې میشت دي:

۱-ابازیان

۲-ابخازیان

۳-اواریان

۴-اګولیان

۵-دایګیان

۶-اندڅیزیان

۷-اندیشیان

۸-ارچیان

۹-اخواخیان

۱۰-باګولالان

۱۱-بیژتیان

۱۲-بوتلیخیان

۱۳-بالکاریان

۱۴-ګینوخیان

۱۵-ګودوبیرنیان

۱۶-ګونزیبیان

۱۷-دیدویان

۱۸-کاراتیان

۱۹-تیندالیان

۲۰-خوارشیان

۲۱-چامالایان

۲۲-چیرکیسیان

۲۳-کراچیان

۲۴-یهودان

۲۵-دارګینیان

۲۶-انګوشیان

۲۷-کاباردینیان

۲۸-کوماکیان

۲۹-لکایان

۳۰-لیزګیان

۳۱-نوګایان

۳۲-روتولیان

۳۳-تاباسارایان

۳۴-تالیشیان

۳۵-تاتایان

۳۶-ترکمیسخیتیان

۳۷-ترکمنان

۳۸-اودیان

۳۹-څاخورایان

۴۰-شاپسوګیان

۴۱-روسان

۴۲-کزاچیان

دغه خلک یو نیم له دیني ،اخلاقي ،کورنی ،ټولنیز ، مېلمه پالنې،سرښندنې،وفا،دود دستور او نورو ډېرو ځانګړتیاوو له پلوه له روسانو سره خورا توپیر لري.

سره له هغه چې روسان او دغه نور قامونه په تیره بیا دهغو ګڼ شمېریزه هغه یې تل دا دعوا لري چې دوي د پېړیو په اوږدو کې په خورا دوستۍ کې ژوند کړی دی خو روسانو ددغې سیمې د لاندې کولو لپاره په دوو وروستیوپېړیو کې نه یوازې د نورو قامونو بلکې خپلې وینې هم ډېرې تویې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب