شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنه| ‎‌‌‌‌‌‌‎دوه ناولونه| يوسف ظريفي

| ‎‌‌‌‌‌‌‎دوه ناولونه| يوسف ظريفي

څو کاله وړاندې مې یوه کیسه ذهن ته راغله، زړه مې وکړ چې ناول پرې ولیکم، خو ځانته مې ځکه اجازه ورنکړه، چې نه مې کله ناول لوستی و او نه مې هم د ناول لیکنې مهارتونه زده و، همداسې مې کیسه پرېښوده.

‎څو میاشتې وړاندې د فیسبوک یو ملګري ولیکل، څو پي ‌‌‌‌‌‌ډي ایف کتابونه راسره دي، که یې لولئ، زما د واټس اپ په دې شمېره راته مسېج وکړه، زه هم یو له هغو کسانو وم، چې مسېج مې وکړ.

 دوه شپې وړاندې يوځای ته مېلمه تللی وم، زړه مې راتنګ شو نو په موبایل کې مې شته پي ‌‌‌‌‌‌ډپ ايف کتابونو ته پام شو، د نصیر احمد احمدي، د رڼا په نوم ناول مې انتخاب کړ، دا ناول له نن څخه شاوخوا یوولس کاله وړاندې لیکل شوی، د یو شخص کیسه ده چې د کلي د ملک زوی دی‌، په کلیواله میینېږي خو د پلار یې پلان دا وي چې باید خارج کې د خپل تره لور وکړي.

 د ناول ټوله کیسه به سخته وي چې دلته یې وکړم، خو د ناول په اړه به یې دومره ووایم داسې لیکل شوی چې زه یې په لومړي ځل ناول لوستو ته اړ کړم، اول ځل و چې په دریو ساعتونو کې مې ۱۱۰ صفحې کتاب په دریو دمو کې خلاص کړ، ژړا یې راوسته، خوشاله یې کړم او تر ټولو جالب دا چې زه یې ناول لیکلو ته وهڅولم، په سبا یې اړ شوم چې د ناول لیکلو لپاره مطالعه وکړم، خوشبختانه چې موبایل کې راسره د کیسې لیکلو د مهارتو په اړه د ښاغلي احمدي راځئ کیسه ولیکو کتاب هم موجود و، چې هغه مې هم مطالعه کړ او د ورځې مې دفتر کې له رسمي کارونو ختمېدو وروسته د خپل ناول لیکل هم پيل کړ، دا چې د چاپ به وي او که نه، خو زه د احمدي  د راځئ کیسه ولیکو کتاب مطالعې دې ته اړ کړی یم چې باید لیکل وکړم، ځکه هغه د خپل کتاب په څلورم مخ کې ټينګار کړی، که ناول لیکلو سره مینه لرې نو حتماً ولیکه ځکه دا نه کوم جادو دی او نه لوړو زده کړو ته اړتیا لري.

‎راځم بلې خبرې ته ماسختن چې کله کور ته لاړم، نو تر لمانځه وروسته چې کله خپلې کوټې ته لاړم، لومړی مې کمپيوټر را واخېست او د ناول یو څه برخه مې ولیکله.

‎د دې په خاطر چې ناول مې خلکو ته په زړه پورې وي، تر يو څه لیکلو وروسته راته غوره ښکاره شوه چې باید یو بل ناول هم مطالعه کړم په موبایل کې موجود د نورالله سلطان زوی صیب ناول مخې ته راغی.

‎لسم ولسمشر

‎د ناول لومړي دوه مخونه یا لږ تر لږه تر څلورم او پنځم مخ ښه روان و، تلوسه په کې وه، جذابیت یې دلود‌، ‌‌‌‌‌‌ډيالوګونه په کې موجود و، خو د ناول په همدا اولو سرونو کې یې غوټه خلاصه کړې چې ناول د ولسمشر اشرف غني په اړه دی او پاتې ټول ناول د هغه د زده کړو، دندو او نورو خصوصیاتو بیان دی، چې زما په شان د اشرف غني په اړه معلومات لرونکی شخص پرې ځان نور نه په تکلیفوي.

‎هیله لرم، چې ښاغلی سلطان زوی صیب زما خبرې بدې ونه ګڼي.

‎او هغه دوستان چې غواړي ناول ولیکي، کیسه ولیکي، شعر ولیکي، راپور ولیکي، او یا هم نورې لیکنې وکړي، نو لکه د نجار لومړی کار زده کوي او وروسته د خبکو کورونو ته دروازې او کړکۍ جوړئ، همداسې دې دوی هم لږ تر لږه، مطالعه وکړي، څه لیکم، ولې یې لیکم، د چا لپاره یې لیکم، دا پوښتنې ځواب کړي او بیا لیکل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب