جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د کاروان په ترکیبونو شتمن تخیل / بارکوال میاخېل

د کاروان په ترکیبونو شتمن تخیل / بارکوال میاخېل

څنګه چې شاعري د غیرمعمول خبرو یو هنر دی او داسې ژبه پکې کارول کېږي چې سرچینه یې یواځې فکر او شعور نه وي بلکې تخیل او لاشعور هم پکې لوی لاس لري، ځکه نو هغه شاعري ډېره پیاوړې او له ټولو شاعرانه خوبیو برخمنه وي چې ځیږې او ترخې خبرې هم پکې د هنر په مرسته پستې او خوږې شوې وي او د ژوند د لویې صحرا هر ډول تیږو ته پکې د سندرو اوبه ورکړل شوې وي او په مرغلرو بدلې شوې وي، پیر محمد کاروان یو له همدغو شاعرانو څه دی:

چې ورته خولې شوې د اصيلو مرغلرو اوبه

خپلو خبرو ته دې ورکړې د سندرو اوبه

اوس نو چې خبره په شعر کې د غیرعادي خبرو او ژبې شوه او هغه ژبه د شعر نړۍ ته لاره نه لري چې په ورځني ژوند کې یې وایو، نو پوښتنه دا ده چې دا غیرعادي ژبه چېرې ده؟ او ایا دغه غیرعادي ژبه هم هغسې قراردادي ژبه ده چې په ولس کې له پېړیو راهیسې ژورې کلتوري او اسطوروي ریښې لري او که نه دا د شعر د نړۍ یوه بېله ژبه ده؟ دا پوښتنې لا شاید زموږ د ډېرو شعرلیکونکیو په ذهن کې هم بې جوابه پاته دي، ځکه چې هغوی عادي خبرې را اخلي او د شعر چوکاټ ته یې اچوي، خو د شعر جوهر چې ورسره نه وي نو د چا د ذوق تنده نه شي ماتولای.

د دې غیرعادي ژبې خالق او جوړوونکی شاعر پخپله دی، هغه چې کله پخپل ژوند کې داسې څه ویني او تجربه کوي چې د هغه احساسات را پاروي نو د ذهن په بټۍ کې یې د دې غیرعادي ژبې د جوړېدو کار پیل شي او هغه بیا غواړي چې د خپلو لیدلیو او تجربه کړیو پېښو او حالاتو په اړه خپل یو داسې انځور خلکو ته وړاندې کړي چې د خلکو پر زړونو او ذهنونو اثر وکړي او د همدې انځور د جوړولو لپاره هغه د تخیل ګېلرۍ او نګارخانې ته سر ور ښکاره کوي او داسې رنګونه ترې را اخلي چې حواس ورسره اشنا نه وي، د دغو شعري انځورونو د جوړولو لپاره د تشبیهاتو، استعارو، کنایو، علامتونو، اسطورو او د شعر له نورو لوازماتو سره سره تر ټولو مهم ترکیبونو ته اړتیا وي، ځکه چې همدغه ترکیبونه هغه انځور د خلکو سترګو ته دروي چې په شعر کې د الفاظو په مرسته جوړ شوی وي او د پیر محمد کارون شاعري له دغسې ترکیبونو خورا ډکه ده.

د پښتو په معاصرو شاعرانو کې چې ما څومره لوستي دي تر کاروان د شتمن او زرخېز تخیل شاعران به ډېر کم پیدا شي او همدا د ده د بېساري تخیل کمال دی چې هر بیت، هره غزل او هر ازاد شعر یې له ترکیبونو مالامال دی، هغه هم داسې راڼه، خواږه او ژوندي ترکیبونه چې د شعر د مفهوم د رسولو په لار کې خنډ نه بلکې مرستندوی شوي دي:

راغی اختر پېغلوټې زانګي د غمونو پر ټال

تبرونو لاس د چنار غوڅ دی ورېښمین ټال نه لري

په دې بیت کې که «د غمونو ټال»، «د چنار لاس» او «ورېښمین ټال» ترکیبونه نه وای نو دا به یو عادي بیت وای، خو شاعر چې د غیرعادي ژبې خالق دی د خپل وطن یو غمجن اختر یې داسې انځور کړی چې د چنار د «ښاخ» پر ځای یې هغه ته د پرسونیفیکېشن د استعارې له مخې «لاس» ورکړی او د هغه لاس چې د جنګ تبرونو غوڅ کړی دی نو نجونې د غمونو پر ټال زنګوي. کېدای شي یو عادي شاعر دا بیت داسې ویلی وای:

راغی اختر پېغلوټې ټولې په غمونو اخته

تبرونو ښاخ د چنار غوڅ دی بېخي ټال نه لري

لوی شاعران ځکه لوی وي چې د شعر د بیان داسې جادوګر او نااشنا هنر ورسره وي چې تصور کول یې هم ژور شاعرانه بصیرت غواړي، خو د خپل هنر دې مقام ته را رسېدل هم د احساساتو په نازکو پښو د حالاتو پر اغزنه او له سکروټو ډکه لاره را تېرېدل غواړي او کله چې شاعر دا له شواخونه ډک مزل ووهي، نو د شعر د ریاضت قصیده یې پخه شي او شعر یې داسې رنګ خپل کړي چې خلک یې له ورایه د ده اولاد وګڼي او همدې ته شعرپوهان د شاعر سبک وایي، د کاروان د اسلوب او سبک په جوړېدو کې د ده شاعرانه، رنګین او ښکلي تشبیهاتي ترکیبونه لوی لاس لري:

د خیال رمه ساته کاروانه! عقل وږی لېوه

د نظر مخې ته یې ودروه شپول رنګونه

کاروان هغه خبره چې وایي شعر د خیال زېږنده دی او د عقل تومنه یې بېخونده کوي، په څومره هنري انداز کړې ده، یعنې دا نه راته وایي چې عقل شعر ته زیان رسوي او باید د تخیل په رنګونو و رنګول شي بلکې د هنر خواږه ور ګډوي او د هنر دا خواږه «د خیال رمه» او «د عقل لېوه» تشبیهي ترکیبونو پیدا کړي دي.

موږ د خپلې خاورې د شاوخوا پینځوس کلنې غمیزې او ناتمام ناورین انځورګري زموږ په معاصرو ادبیاتو خصوصاً په شاعري کې ډېره وینو، خو کاروان چې دې ناورین په یو مجسم درد بدل کړی دی او د هغه خوږمن روح یې څنګه له محسوسو شاعرانه زخمونو مالامال کړی دی ساری یې شاید په ډېره ګرانه پیدا شي، دا یې مثال دی:

وري د اوښکو، د لېمو له ورشو تښتي

د غمونو لېوه راغی شپونکی نه شته

«د یاد شاپېرۍ، د تیارو سیند، د رڼا بېړۍ، د روح کاروان، شبنمي لاسونه، سندریز لاسونه، د اوښکو تسپې، د ژوندون ګوتې، د اوښکو وري، د لېمو ورشو، د غمونو لېوه، شاعرانه ارواوې، د خیال کنډوالې، د نغمو ګوتې، د لمر پڼې، د وجود باغ، د روح ثمر، د خیال تېشه، د زړه کچکول، د غزل پتري، د بېلتون دښته، د ستوریو چینې، د سپوږمۍ ډنډ، د نُور ویاله، د سندرو فصل، د سندرو طلایي وږي، زرینه بوخڅه، د وړانګو بنګړي، د زړه سیکې، د مخ سیپاره، د حُسن آیت، یتیمې اوښکې، پیغمبره ښکلا، د روح دروازې، د نظر غله، د څانګو ږمنځې، د ترنم سیند، د ښکلا غر، د غزلو او سندرو ونه، د مرغلرو ونه، د مراد غوټې، د ګلابونو مړي، د باد غمازګر، د وړانګو مهار، د لمر څاروان، د لمر لاسونه، د سندرو مارغان» دا یواځې د کاروان د شهکارې شاعرۍ د یوې ټولګې «چنار خبرې کوي» د یو څو غزلو او ازادونو نظمونو ترکیبونه دي، خو د هغه د ټولې شاعرۍ ترکیبونه شاید یو جلا کتاب شي او دا دومره ترکیبونه د هغه د تخیل پر بهاندې چینې دلالت کوي، دا به ډېره ګرانه وي که موږ تر کاروان مخکې یا وروسته د بل شاعر په شاعرۍ کې دومره زیات ترکیبونه پیدا کړو.

زموږ شاعر، ژباړونکی او د نظر خاوند ملګری راشد خټک وایي کاروان صاحب په داسې وخت کې شاعري پیل کړه چې «پښتو غزل اوج ته رسېدلی وو»، ځکه چې دا داسې زمانه وه چې د استاد حمزه شینواري «ځواني غزل خوړلې» وه او نور ډېر تکړه غزلبول شاعران وو، خو وایي کاروان غزل ته داسې نوی رنګ او نوې معنې ورکړي چې له ټولو نوی او بېل وو، د راشد په وینا کاروان د خپل وطن غمیزې او خوشالۍ دواړه په داسې نوي انداز بیان کړل چې د غزل ژبه او ډکشن یې بدل کړل، آیا کاروان دا فکر له کومه راوړی وو، چې «د غزل د بابا» حمزه شینواري او د «غزلستوري» استاد پسرلي د غزل په سمسور او رنګین کلي کې هم ورته د غزل د نجونو جامې زړې ښکاره شوې او ویې غوښتل چې دا جامې نوې کول غواړي:

له اوښکو له موسکا نه ورته نوي کالي جوړ کړه

کاروانه د غزل د جینکو کالي زاړه شول

سبب یې په پورتني بیت کې ښکاره دی او هغه دا چې کاروان د خپل وطن د ځورېدلې مور د اوښکو او موسکا له عاطفي تړونه داسې نوې جامې وسکښتلې، چې د پښتو غزل جینکۍ یې د خوشال خټک د غزل تر مغرورې معشوقې هم مغرورې کړې او اوس نه یواځې د پښتنو په لر و بر وطن کې د خپلو بېشمېره مینانو پر زړونو باچهي کوي، بلکې د غزل د چینې اوبه یې د زلمي نسل د شاعرانو تږې غزل هم اوبوي او د ده د شاعرۍ جاویدان ترکیبونه اوس د پښتو د معاصر شعر د استعاراتي او تشبیهاتي خزانې برخه شوي دي، په دې لحاظ به نو د ارمانجن خوشال خټک روح اوس په ارام وي چې پښتو نوره بکره نه ده، له جماله یې پلو اخیستل شوی او تږي یې د حُسن او مینې په نظر نندارې کوي، پښتو دې له دې شعرپال او غزلپاله بې برخې نه شي:

چا تورولي، توري نېش لکه بمبرې وهي

قحط الغزل دی، غزلتوري غزلپال نه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب