جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+خارجی / لنډه کيسه/  فرزانه زيار 

خارجی / لنډه کيسه/  فرزانه زيار 

په تور پيکي به‌‌ يي لاس راتير کړ، ځان سره به کټ کټ پۀ خندا شوه،‌ بیا‌‌ به يي دا ټپه کوله:

زما پر غوږ والۍ شرنګیږي 

د‌‌مسافرو شپې پوره دي رابه شينه

د‌کلا دروازې ته به يي وروکتل، نرۍ به موسکۍ شوه، چې په څه خيال به لاړه، خو په يوه تيز غږ به يي د‌ خيال ماڼۍ ونړيده.

 له پاس بالاخانې به يې د خواښې تند غږ راغی:  تاته وايم. مردارې! د پلار کوووووور دې وران شه. ځان له کاره پټوې، مړه مړه به کيږې، ته به وايې دلته دې د ادې کور ده چې تمامه ورځ خوره، څښه او حساب پۀ ځان مه منه…ښه وينې چې هغه هلک لۀ جرمني راروان ده، ژر ژر کور پاک کړه، چې دوست و دښمن به ټول راځي.

خواښې یې اخخخخخ‌ کړل، خبره يي تيزه کړه،  د دواړو لاسونو ټق يي وايسته:‌« خو چې يو ځل مې زمری راشي، ژر به د‌ تندی وترقوم، چې په تا خو بله راکته نه کړم که دې پريږدم، تۀ بیکاره توره، چڼګړه وګوره او د‌ما شهزاده زوی ګوره…»

پلوشې سوړ اسويلی وايسته، سر يي ټيټ کړ،‌ په‌ قالینې يي سابون وموښه او په برس کولو يي پيل وکړ، د دوبې لمر سور لګېده، پر مخ يي ټيکری راخور کړ. اوف یې کړل:«خدايه سبا به مې سړی راشي او زه به لمر تکه توره اړولې يمه.» لاسونو ته يي وکتل د‌‌ کور کارونو يې لاسونه تور اړولي ول يو پر بل يې وموښل، غلې شوه. ځان سره يي وويل: «بیګاه ته يي ښه په واسلين غوړوم چې سپين شي.»

د قالينو له اوکش وروسته يي د‌ ټول کور سيمټ هم ومينځل، پخلنځي يي ټول ساپي کړ. خسر ته يي په کوزه کې د‌ اوداسه لپاره ګرمې اوبه وروړې. خواښې او ليوره ته ورغله، ببوجانې، وروره ډوډۍ تياره ده راځئ کنه. بیا يي د‌هر يوه په لاسونو اوبه واچولې.  

نن ډېره خوشحاله وه،هره ګړۍ به ځان سره موسکۍ کيدله او د کور پۀ کار خو هيڅ نه ستړې کېده. آخر يي د‌ کلونو انتظار پای ته رسيده مسافر يي کور ته راته، داسی وه لکه هوايي مرغۍ…

شپې چې خپلې کوټې ته لاړه. هغه کريم ورياد شول چې مور يي ورکړې ول او دې کلک ساتلي ول هغې ورځې ته چې  توريالی به یې له خارجه راځي او دا به ورته ځان تیاروي. کریم یې راواخیستل، آينې ته مخامخ ودريده، کريم يي پر مخ او لاسونو وواهه، ږمنځ يي راواخيسته خپلې چوټيانې يي خلاصې کړې، ويښتان يي منځ کې بيل کړل، بیا  يي پر ناز ناز ږمنځول، ځای ځای به يي ځان سره سندره زمزمه کوله بیا به موسکۍ شوه.

چې يي ويښتان  واړول، ګوري شقیقو سره يي څو تاره سپين ويښته وه: « وۍ خدايه دا ولې لکه چې د توريالي جدايي زړه کړم.» سترګې یې وارخطا شوې خو بیرته يي زړۀ ته ډاډ ورکړ: «صبر زمری مې يو ځل راشي نو بیا به ګل غوندې وغوړيږم، نور به د‌دنيا پروا نه لرم لکه ملکه به ګرځم.»

خو بیا يي زړه طاقت ونه کړ، ويښتان يي بیرته واړول، سپين ويښتان يي له سره راوشکول، په ويښتو کې یی قیطک ورکړ. 

 لۀ هيجانه خوب نه ورته، د سبا فکرونه یې کول،چې سړی يي راشي نو څه به يې ورته راوړي وي او څه به ورته وايي، څومره ناز به ورکوي.  

بیا جګه شوه، څو بکسه یی کوز کړل، په آخر بکس کې يي يو پاکټ نکريزې ايښې وه په هغو يي لاسونه سره کړل او د‌ خوب فرښتو لۀ ځان سره يوړه. 

سبا وختي د‌کور ټول خلک موټر کې سپاره شول چې د‌ توريالي د هرکلي لپاره ميدان هوايي ته ورشي، دې هم ژر ژر خپل حجاب واغوسته خو خواښې يي پرې راغړپ وهل : ته نو څه بلا غواړې چې ځې.  کراره کور کې کينه او د سهار چای تيار که. ښه وينې چې د‌خدای عالم ميلمانه به راځي. دوست او دښمن لرو. 

دې هم سر ورته د هو په پلمه وښوراوه له موټر يو قدم شاته شوه. د موټر غرهار شو، دوړې يي له ټيرونو جګې شوې او د پلوشې له مخې تېر شو.  

پلوشې حجاب له ولو وایسته په ليچه کې يي واچاوه، بیا لاړه د کور ټول کار يي خلاص کړ،په بيړه يي مڼډې وهلې،د‌کار له خلاصيدو پس يي مخ و لاس ومينځل ورپسې خپل کاليو بکس ته ودريده، يوازې درې جوړې کالي يي وه،چې هيڅ يي خوښ نه شول. 

په پټه ورغله د خپلې اندرور المارۍ يي وکتله. پکې يو خال ښکلی کميس و، دا کميس يي په نه زړه واغوسته د آينې تر مخې پکې تاو راتاو شوه. لکه شهزادۍ داسې ښکلې بريښيدله.  ځان سره يي دا ټپه کوله: 

په تور پيکي به د مين کړم 

زۀ درخانۍ د شازلمو لۀ ملکه يمه 

چې دې سره د دروازې کړنګ شول، خپل ټيکری يي سم کړ، بیرون حويلۍ ته يي ورمڼډه کړه.

تر مخې يي خسر وه، ورپسې يي خواښې درېيم کس توريالی وه چې په غاړه کې يي ورته ګلان اچولي وه او په خندا راروان وه. خپل خپلوان ورته راټول و.  

دې هم وار د‌مخه کړ، تر مخې يي ورمڼډه کړه خو توريالي لا هيڅ ور ونۀ کتل له خپلو خپلوانو سره په خبرو او خندا ګانو وه.  

ځان ورته ډېر پوه او هوښيار ښکاريده، ځينې ځای به يي په خبرو کې اوکې او داسې نور خارجي کلمات کارول، له‌خبرو سره يي خاص حرکتونه کول او لاسونه به يي اچول، بیا يي پلوشې ته وروکتل، ټڼډه يي تروه کړه،په تندي کې کې د ګونځو شميره له حسابه وتلې وه، تا به ويل د‌ کچالوو د پټي پولې دي، غاړه يي تازه کړه،يوه پښه يي قات شاته په ديوال کيښوده

مور ته يي مخ ورواړاوه: ببوووووو يوه خبر به درته وکړم خو چې بده يي ونه ګنئ. له ځان سره مې د‌خدای بلا پيسې راوړي، شل ښځې پرې کولای شم. نور مې په دې بیسوادې، تورې چنګړې مه ليونی کوه. لاړه شه يوه ډاکټره، تکه سپينه تنکۍ پيغله راته وګوره. 

ته وګوره، د‌ما يوه جوړه بوټ د ده ځای د یوې ښځې قیمت لري؛ نو ولې په دې خيرنې کليوالې عصاب خراب کړم. 

دا به تاته کار کوي، جارو مارو او د‌ تاسو خدمت به کوي او هغه به زه ځان سره خارج ته  بوځم، خو ګوره زه داسې نجلۍ غواړم چې: لوړه وي، تکه سپينه، غټې بادامي سترګې اوږده زیړ ويښتان يي وي، لۀ شلو کلونو لويه نه وي، د‌کار مار پروا يي مه لره، د کار لپاره نوکره ورته نيسم. ښه باسواده ډاکټره يا انجينره وي 

بیا يي اخخخ کړل،اخی ببو

چې دا د هوټل پۀ ستيج يي ودروم او دوست و دښمن مو وسوزیږي، نو سخت خوند به وکړي.

بس زۀ خو راغلی همدې ته يم!!!

بیا کټ کټ په خندا شو د سترګو د کونجونو ګونجې یی  لا ژورې شوې

له پاسه يي سور لمر په تندي وځليده، يو مچ‌ راغی په سر يي کيناسته خو په پک سر يي ويښته نۀ وه لاندې يي له سره راوښوييده، ګړز پر ځمکه ولويده. 

د مچ بنګهاری شو او دې سره ټول کوټې ته ننوتل خو د پلوشې رنګ الوتی و او لا لکه بت په حويلۍ کې بې ساه ولاړه وه‌. د خپلو همزولو خبرې وريادې شوې چې د‌کاکا د لور واده کې يي ورته ويل: بختورې ستا څۀ غم ده،پيسه داره خارجی ميړۀ لرې! پلوشې پلو راجګ کړ، اوښکې يې وبهيدې د پخلنځي په خوا يې منډه کړه… 

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب