(توماش) د رستورانت وره ته ودرید. دروازه په خاورو سپیره شوې وه. ور یې پرانیست. د رستورانت په منځ کې د میزونو سرونه داسې ښکاریدل لکه ګرد چې دې پرې شیندلی وي.
له تیرو دیارلس ورځو راهیسې چې د توماش میرمن مړه شوې، د رستورانت اورسۍ نه وې خلاصې شوې. پخلنځي ته ورغی. همهغه ځای ته ودرید چې د کار په وخت یې د میرمنې زړه ودرید. یو پوست کړي پیاز غونج شوې پر تختې پروت و، له بهیدلو غوړو یې پښه واړوله، پر میز یې رغوي تکیه کړل او سترګې یې پټې ونیولې. د اوبو د څاڅکو ټک، ټک و چې دانه دانه له نله تویدلې. نل یې تاو کړ او راووت. رستورانت ته څو تنه راغلي وو. یوه یې ده ته وویل:
-چې رستورانت نه شي چلولی بند یې کړئ نور څومره انتظار شو
توماش په لږ لوړغږ ورته وویل:
-نه ګورئ چې څوک نه شته
-ته څوک نه یې
د دې سړي ملګرو کټ کټ وخندل. توماش چیغه کړه:
-وځئ
خلک پاڅیدل او چې وتل ګړز، ور یې کلک ورپسې پورې کړ. د رستورانت د کړکیو د هندارو شرنګی شو. توماش سر ته لاس ونیو، د ښځې څیره یې سترګو ته ودریده چې کله به رستورانت ته خلک راتلل دې به خندل او توماش ته به یې ویل چې پیسې راځي داسې احساس کوم لکه څوک چې مې زړه تخنوي.
پراګ