سیدشاه ګل ویاړ –
کم جرئتي زموږ د ټولو په ځانګړي توګه د زده کوونکو او شاګردانو لپاره یو ستونزمن حالت دی، چې د تحصیلي او ټولنیز پرمختګ د مخنیوي سبب کیږي. دا چې څرنګه یو څوک کم جرآنه کېږي او کوم فکتورونه د دې په رامنځته کیدو کې دخیل دي؟ مختلف نظریات شته. د صفات په نظریه کې په دې ټینګار کیږي چې کم جرئتي یوه ارثي موضوع ده، چې د وراثت له لارې اولادونو ته انتقالیږي، خو د دې نظرېې په خلاف رفتار پلويان بیا وايي چې کم جرئتي د وراثت له لارې اولادونو ته نشي انتقالیدای، بلکې کم جرئتي د ټولنیزو پېښو نه د ویرې په غبرګون کې را منځته کیږي او هغوی پدې آند دي چې کولای شو چې د زده کړې پواسطه یو کم جرئته کس په زړور کس بدل کړو. زیاتوي چې د کم جرئتۍ په زده کړه کې ځینې لاملونه شامل دي لکه د تې وخت څخه د منفي تجربو درلودل، د ټولنیزو مهارتونو نه شتون، د خپلو کړنو په ا ړه منفي نظر درلودل او خپل ځان ته ارزښت نه ورکول د دې باعث کیږي چې شخص کم جرئته او خجالتي منځته راوړي. د ټولنیزې ارواپوهنې نظریه هم ځینو لاملونو ته اشاره کوي، وايي چې د کم جرئته شخص کړنې د ده د کم جرئتۍ سبب کیږی د بېلګې په توګه؛ په مختلفو ټولنیزو موقعیتونو لکه کور، ښوونځی، د ملګرو ډله او نورو په منځ کې ماشوم ته د خبرو کولو اجازه نه ورکول کیږي، کله چې هغه وغواړي خبرې وکړي تهدید یا مسخره کیږي او خبرې يې بې ارزښته ګڼل کیږی. ټولنیز ارواپوهان وايي چې په ځینو وختونو کې د ماشوم روا غوښتنې او تمایلات هم نه منل کیږي او د ناروا غوښتنو پر مهال هغه تنبیه کیږی. د ټولنپوهنې نظریه بیا د وایی چې کم جرئته والدین کم جرئته اولادونه زیږوي، چې دا په يو ډول د صفات د نظريې تائيد دی، ولی دلته مهم ټکی دا دی چې د کم جرئته مور او یا پلار اغیزه وروسته له زیږیدو په خپل اولاد کې را منځته کیږي چې دا ډیر په لومړیو یا مشرانو اولادونو کې لیدل کیږي؛ ځکه چې له هغه د والدینو هیلې ډیرې وي، نو پدې خاطر هغه د بې ځایه فشارونو سره مخ کیږي او په پایله کې کم جرئته روزل کیږي. ټولنیز ارواپوهان ښوونځی هم د کم جرئتۍ تقویه کوونکی یا له منځه وړونکی لامل ګڼي؛ په ښوونځي زده کوونکي د پوښتنې کولو، نظر څرګندولو او یا ښوونیزو فعالیتونو پر مهال تهدید او رټل کیږي، هغوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې په درسي موضوعاتو کې خپل ابهام حل کړي او په موضوعاتو په کامله مانا پوه شي چې پدې توګه د هغوی د کنجکاوۍ، خبرو کولو او په موضوعاتو د فکر کولو حس وژل کیږي. برعکس که په ښوونځي کې زده کوونکي د پوښتنو کولو، بحث کولو او ښوونیزو فعالیتونو پر مهال د ښوونکو او د ښوونځي د مشرانو له خوا تشویق شي، نو د جرئت قوه يې لا پياوړي کیږي، د درس په برخه کې ابهام او ګنډې خلاصیږی، د نوښت او فکري تمرکز له ځواک څخه برخمن کیږي، انتقادي تفکر پکې روزل کیږي او په تحصیلي برخه کې ښه پرمختګونه کوي. له بده مرغه دلته په کلیشه يي شکل هغه زده کوونکي چې په ټولګي کې پوښتنې نه کوي، بحث نه کوي او د کم جرئتۍ له وجې غلي آرام ناست وي، ښه او با اخلاقه زده کوونکي بلل کیږي. ځینې وختونه کم جرئتي په شاګردانو کې د ویرې له امله هم را منځته کیږي، مثلاً که یو شاګرد د ښوونکي کورنۍ دنده په سمه توګه نه وي تر سره کړي، ټولګي ته د ننوتلو پر مهال اضطراب لري او د خبرو کولو پر مهال يې په خبرو کې لړزه او بې ارتباط والې ښکاري. وجه يې دا وي چې د دې کار له امله چې ده کورنۍ دنده سر ته نده رسولي د ښوونکي له خوا بدني او یا رواني سزا ورکول کیږي.
دا چې د شخصیت بنسټ په ماشومتوب کې اېښودل کیږي، څیړنو په ثبوت رسولي ده چې په هغه ټولنیزو موقعیتونو کې چې دېکتاتوري فضأ حاکمه وي که هغه کورنۍ، ښوونځۍ او یا کوم بل ټولنیز موقعیت وي، ماشومان او یا شاګردان کم جرئته او بې زړه روزل کیږي چې د ژوند په مختلفو ډګرونو کې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان وي، په ځانګړي توګه هغه زده کوونکي چې په دېکتاتورانه چاپیریالونو کې روزل کیږی، په خپل نفس او د ځان په وړتیاوو باور د لاسه ورکوي، ځان ته په ډیر کم نظر ګوري، هر وخت پدې ویره کې وي چې په ما او یا زما په خبرو به بل څوک نیوکه وکړي نو له دې ویرې څخه په ګروپي بحثونو، د نورو سره د معاشرت کولو، په ټولګي یا کوم بل ځای کې د پوښتنو کولو او د خپلو دندو او مسؤلیت له اجرأ څخه ډډه او تېښته کوي؛ پدې توګه يې په تحصیلي او ټولنیزه برخه کې د یوه کمزوري او ناتوانه کس په توګه وخت تیریږي.
د کم جرئتۍ مشخص کیمیاوي درمل شتون نه لري،دا چې دا یوه کسبي کړنه ده او په شناختي برخه کې د تغیر رامنځته کول دي، نو ځينې لارې او طریقې کولای شي چې په شخص کې کم جرئتي را کمه کړي، خو بیا هم وقایه له درملنې غوره ده یانې مخکې له دې چې یو شاګرد یا کوم بل شخص په دې کرغیړن رواني رنځ اخته شي باید د هغې مخه ونیول شي؛ خپلو ماشومانو ته په مختلفو ټولنیزو موقعیتونو کې د خبرو کولو موقه ورکړو، د خبرو کولو پر مهال هغوی تشویق کړو، د هغوی خبرې تائید کړو، د ځان سره يې د خپلوانو کورونو ته بوځو او یا هغوی را دعوت کړو تر څو د هغوی په وړاندې د خبرو کولو چانس ورته پیدا شي، د ناسمو خبرو کولو او کړنو پر مهال يې باید تهدید نه کړو بلکې قناعت ورکړو چې خبرې او یا کړنې يې ناسمې دي، د کور په کړنو کې يې نظر واخلو او هر نظر ته يې احترام وکړو، په ټولنیزو غونډو کې يې باید له ځانه سره کښینوو او په ټوله کې يې شخصیت ته احترام ولرو؛ شاګردان باید په ښوونځیو کې د پوښتنې کولو، نظر څرګندولو او نقد کولو پر مهال تشویق کړو. پدې توګه به موږ توانیدلي وو چې غښتلي او زړور شاګردان او ماشومان وروزو. خو هغه ځوانان چې د کم جرئتۍ پر رنځ مبتلا دي، د هغوی لپاره هم ځینې تخنیکونه شتون لري د کومو په مرسته چې هغوی کولای شي خپله کم جرئتي کنټرول کړي؛ د تلقین له لارې کولای شي خپله کم جرئتي را کمه کړي؛ د هر کار د اجرأ لپاره قوي اراده، په نفس او خپلو وړتیاوو باور ولري او وايي چې زه دا کار خامخا کولای شم، زه کولای شم چې د غښتلو خلکو په مقابل کې خبرې وکړم، یوازې زه خپله کولای شم چې خپلې کمزوریانې ختمې کړم او د خپلو کمزوریانو د ختمولو لپاره تمرین وکړي، مثلاً په ګروپي کارونو کې له خبرو کولو څخه ویره پدې توګه ختمولای شي چې هره ورځ په ګروپي کارونو کې ګډون او خبرې وکړي او یا د خلکو سره د مخامخ کیدو په صورت کې د کم جرئتۍ د ختمولو لپاره له هغوی سره ناسته پاسته تمرین کړي. د هر کار لپاره ښه چمتوالی ونیسي او بیا په الله تعالی توکل وکړي او دا آیاتونه تلاوت کړي:
قالَ رَبِّ اشْرَحْ لی صَدْری و یَسّر لِی اَمرِی وَ احْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسانی یَفْقَهُوا قَوْلی.
ژباړه : موسی (ع) وویل: خدایا ! سینه مې خلاصه کړه او کار را ته اسانه کړه، له ژبې مې بندښت لرې کړه! تر څو زما په خبرو پوه شي.