یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ښکلی د ښکلې ليکنې يو لنډ ارزاوی/ پوهاند م.ا. زيار اکسفورډ

د ښکلی د ښکلې ليکنې يو لنډ ارزاوی/ پوهاند م.ا. زيار اکسفورډ

هسې خو مې د پښتو ژبپوهنې د يوه داوه گير په توگه د تاند ووبپاڼې هره خپره کړې څانگپوهيزه، نه هسې ارتاويزه) ژبنۍ سکالو يوه غبرگون ته ورڅکوي. خو کله ناکله يوخوا ناوزگاري او بلخوا د خبرتيايي تخنيکپوهې ناز ونخرې نور هم وخت راولوټوي، او دا کابو نه راکوي چې سم له سمونې يې په شننيز ستون کې وروکښلای شم، نو يې پر هماغه ځغلنده لوستنه بسنه وکړم.

په دې لړ کې مې دا دی، د ژبپوهنې د يوه تکړه نوماند اجمل ښکلي ((استعاري عددونه او قيدونه)) نومې ليکنې يوې ارزونې ته لږه سا هومره واخېسته.

لکه د ژبپوهنې، په تېره د پسرغښتي (post-structural) ليدتوگې پليونو ته ښکاره ده، ژبني توکي (نومونه، کړونه، کړولونه…) له مانيز او جوليز پلوه پر بېخبنايي ااو مخبنايي هغو وېشل کېږي. په نورو ټکو، هر توکی د يوې يوازېنی آرې بنيادي مانا او پښوييز چار پر وړا ندې يوه ياڅو بدلې ماناوې او گرامري چارونه درلودای شي.

په دې لړکې د گران او هڅاند ښکلي (استعاري عددونه او قيدونه) په مخبنا يي هغوکې راځي. چې زه يې له لويه سره ،ړومبی له جوليز- پښوييز پلوه (غونډيز کړولونه )بولم او بيا (انځوريز کړولولونه) بولم، چې هممهاله يې گړنيز- څرگنديز(ايديوماتيک- اېکسپرېشنال). هم بللای شم. داهم بايد ووايو چې دغلته يې راوړې بېلگې يوازې کړولونه، نه بلکې يونيم پکې بشپړن (متمم)) هم ټيکاو لري.

د ښه ترا پوهاوي لپاره خپله ارزونه پر بېلابېلو ټوکو (جزئياتو) وېشم:

۱- لومړۍ خبره داچې سرليک له ليکنې سره پوره اړخ نه لگوي. يو داچې د ليکنې سکالو يوازې يو ډول کړولونه(قيدونه) يا ستاينومونه دي، نه (عددونه)، او بله دا چې که د شمېر نومونو ، په نورو ټکو، د څومره والي (کميت) ښکارندو يي هم کوي، له آره شمېريز (عددي )يا ځومره ييز کړ ولونه (کميتي قيدونه) دي، لکه :

د خدای غمونه، بلا غمو نه، خروار غمونه، د اسمان د ستورو هو مره غمونه، د مچو مېږيو هومره (خلک راټول شوي ول) او داسې نور.

۲- بله خبره پر((استعاري)) ستاينوم ده چې اړوند کړولونه يا قيدونه ستايي او د ليکوال له وينا هم راجوتېږي چې وړانديزي بڼه لری. نو پرځای يې (مجازي) يا (انځوريز) ستاينوم له تخنيکی نومونپوهنې سره ښه ترا اړخ لگولای شي. داځکه چې له مانيز پلوه دژبې د مخبنايي دلالتونو په لړ کې د يوه ځانگړي(بديعي ) دلالت استازي کوي. که نه، د بېخبنايي دلا لت له مخې ساده شمېريز او څومره ييز کړولونه کوم مجا زي او انڅوريز رنگ و پرداز نه لري او هماغسې ساده د ويونکو له خوا له يوې يوازېنۍ مانا سره رامنځته(وضع) شوي او اورېدونکي پرې هم اسان او سيده پو هېدای شي، لکه:

(پېنځه کاله راباندې په جلاوطنۍ کې تېر شول؛ پر لسو بجو کورته را ستون شوم ) چې دغلته(په جلاوطنۍ کې) او (کورته) په زړو پښويوکې (مکاني قيدونه) بلل کېدل او نن سبا بشپړن(متمم)، مانا يې داچې د کړول غوندې پر کړ(فعل) سيده اغېز نه ښندي. د ښاغلي ښکلي په بېلگو کې هم ورته غونډونه په بشپړنو کې راځي، نه په کړولونو کې.

۲- له جوليز او رغښتي پلوه د ليکوال وړاندې کړي ناآر انڅوريز کړولونه د غونډلې(جملې) له ناخپلواکو غونډونو (عبارتونو) ځخه گڼل کېږي، ځکه په خبري برخه کې په اړوند کړ پورې اړه لري. د جوړښت له پلوه يې چورليز (محوري) توکي شمېرنومونه او يا يې څومره ييز بلو نجونه (کميتي بديلو نه) ټيکاو مومي او وړاندې روسته ترې راز راز وييکي(ادات) راڅرخي، لکه راوړل شوې بېلگې.

۳- (پر يوڅه-چا) ترايمان تېرېدل- ول-استل په څرنگيزو (کيفي) کړولو نوکې راځي، لکه دملنگ جان په شعرکې(پښتو زما ايمان دی- له ايمانه تېرېدای نه شم )، خو داچې ښنده مبالغه رانغاړي، يوه څېرمه خبره ده؛ پر وړاندې يې داسې څرنگيزې و بيا انځوريزې بېلگې هم رامخته کېدای شي،چې د کمښت جاج وښندي، لکه (په نيمه پوهېدل- نه پوهېدل).

۴- پر ژوند (څه کول- نه کول) يو مهالکړول دی چې ساده بېخبنايي انډول يې (ترڅو ژوندی- ول-استل) راځي.

هيله ده، ښاغلی ليکوال د دغو ټکو په پام سره دا رامخته کړې ليکنه پلټنه نوره هم پرمخ يوسي او زه به يې هرو مرو د پښويې(گرامر) په څلورم چاپ کې څه ناڅه، او په(ماناپوهنه) کې په بشپړ ډول راونغاړم.

د ښکلي بلا دې پر هغه پېښاووانو شي چې پر پچه سپاره شي، کشمير گوري!

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب