د شپږم منزل له کړکۍ یې سر ورایسته کړ، د سړک پورې غاړه د زړې ونې پاڼې سهارني شمال ته رپیدې. میرمنې یې پرې غږ کړ:
-څرنګه وخته راویښ شوی یې
ناڅاپه یې شاته وکتل. میرمنې یې په خندا ورته وویل:
-وی ومې ویرولې
سړي لاس پر جیبونو وواهه:
-سګریټ مې څه شو
– داسې ښه دې کم کړي و، سهار خو دې بیخي نه څکاوه
سړي خوله خلاصه کړه هوا یې کش کړه. میرمنې یې ورته وویل:
– دفتر ته به مې په زوره راویښولې اوس څرنګه وخته ویښیږې
سپینه پرده یې له مخه لرې کړه، کړکۍ ته یې شا کړه:
-والله همداسې ده دا نن دریمه ده…
سړي د چپ لاس پر ګوتو د کیڼ لاس چومنۍ ګوته قات کړه، بیا یې بله ګوته ورغبرګه کړه، بیا یې دریمه، څلورمه او پنځمه:
– دا دی شپږمه ده په اوله مې ښه خوب وکړ په دوهمه وخته راویښ شوم بیا راپورته نه شوم ما ویل چې ته راویښه نه شې..
دباندې د مرغیو غږ شو، مخ یې پسې واړاوه:
-څو بجې دي
-اوو ته څو دقیقې پاتې دي
– په دفتر کې چې وم دستي به ماښام و کاشکي مو حویلی درلوده په چمن کې به مې ساعت تیر و
-دباندې ووځه
-پرون چې ووتم ستړی شوم سړی چیری ولاړ شي
-لکه چې په دفتر پسې خپه شوی یې ما درته ویل چې تقاعد مه اخله
سړي لږ په لوړ غږ ورته وویل:
– بیا دې هغه څرخی راواخیست د عادت خبره ده چې څلویښت کاله چیرې کار کوي نو یو څلویښت ورځې خو غواړي چې ژوند عادي شي.
میرمنې یې څه ویل ده مخ ترې واړاوه په کوڅه کې یو کس راښکاره شو بکس یې په لاس کې و تیز تیز روان و تر هغو یې پسې کتل چې نور یې له بلاک سره له سترګو پناه شو. د هغه شاته د بل سړي هم بکس په لاس کې و ویښتان یې د ده په څير سپین و، شاته یې ږمنځ کړی و ده پر خپلو ویښتانو لاس تیر کړ ببر ورته ښکاره شول. پرته له دې چې مخ ورواړوي میرمنې ته یې وویل:
-څو بجې شوې
-زه چای دموم، خو دا اوس مې مخکې درته وویل چې اوو ته پاتې دي
سړی د خوب کوټي ته ورتیر شو له هغې خوا یې د سګریټ ډبی په لاس کې و، د وره پله یې په لته پورې وهله، له دیوال سره یې ټک شو. میرمنې یې لاندې باندې ورته وکتل. ده د سګریټ د فلتر خواته لایټر ونیو، اوف یې کړل. د سګریټ لایټر یې په غاښ ټینګ کړ. ښځې یې ورته وویل:
-ښه یې
ده له شپږم پوړه دباندې د سګریټ لوګی پو کړ د سړک پورې غاړه ځوانان او زاړه بس ته ورختل ده کړۍ کړۍ سګریټ د ژبې پر څوکه هوا ته پف کاوه او له شمال سره د سپینې جالۍ پرده د ده پر کیڼ غوږ لګیده.
پای