جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد اترا له مشر سره په بحث کې د ولسي جرګې ځینې...

د اترا له مشر سره په بحث کې د ولسي جرګې ځینې غړي د مخابراتي شرکتونو ننګه کوي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۳۰) په ټولنیزو رسنیو کې د اترا ادارې او د ولسي جرګې د وکیلانو ترمنځ د جنجال د ویدیو له خپرېدو وروسته وکیلانو ته ګوته نیول شوې چې له مخابراتي شرکتونو څخه رشوت اخلي.

په دې ویدیو کې یو شمېر وکیلان لیدل کېږي چې د مخابراتي شرکتونو په پلوۍ د اترا ادارې له مشر سره بحث کوي.

په دې ویډیو کې د اترا ادارې مسوولان له وکیلانو څخه پوښتي چې ولې پر شرکتونو د قانون د تطبیق په اړه ورته ستونزې جوړوي؟

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د اترا ادارې مشر عمر انصاري وايي، روشن شرکت د افغانستان د دولت ۴۷ میلیونه ډالره پوروړی و خو سره له دې چې د پور له ورکولو یې انکار کاوه اترا ادارې روشن شرکت مجبور کړ چې د دولت پورونه ورکړي. د ویډیو په یوه برخه کې لیدل کېږي چې یو وکیل د اترا اداره تشویقوي چې له روشن شرکت څخه لاس واخلي.

د اترا ادارې مشر همداراز په ټینګار سره وايي، چې له شرکتونو سره یې تر ټولو زیاته مرسته کړې او دې ادارې شرکتونو ته تر ۸۲۰ زیات مخابراتي انتنونه نصب او په واک کې ورکړي دي.

په دې ویډیو کې نوموړی د اترا ادارې د معاشونو په اړه هم سپیناوی کوي او د دغې ادارې د جګو معاشونو په اړه افواهات ردوي.

د ویډیو په پای کې یوه ښځینه وکیله ښکاري چې نور وکیلان له مخابراتي شرکتونو سره په معامله او انډیوالۍ تورنوي او ادعا کوي چې مخابراتي شرکتونه کرۍ ورځ وکیلانو ته میلمستیاوې او تحفې ورکوي.

په دې ویډیو کې د اترا ادارې مشر عمر انصاري ټینګار کوي چې پر ټولو به قانون تطبیقوي او هیڅوک نه شي کولی د قانون له تطبیقولو یې راوګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب