دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ترکيي ښکيلتيا به نور حساسیتونه را وپاروي‎

د ترکيي ښکيلتيا به نور حساسیتونه را وپاروي‎

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

شک نشته چې زمونږ هیواد له تيرو څو لسيزو راهيسې د ګاونډيانو سيمې او نړيوالو ترمنځ د رقابتونو، تربګنيو او زور ازموينې ډګر ګرزيدلى دى. شورويانو امپرياليزم په افغانستان کې مهار کاوه، امریکا او اوروپا خپل دښمن د هغوى کور ته له ورتلو وړاندې دلته وژنې، پاکستان زمونږ په خاوره خپل بالفعل او بالقوه دښمن وهي. هند دلته  لوبيږي، ايران زمونږ په هیواد کې امریکا او سعودي ته خپل زور ښئي روسيه او چين هم لاس تر زنې ناست نه دي، د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د نورو په پرتله محتاطانه لوبيږي، حالات څاري او وقتا فوقتاً غبرګون ښيي، خو چينايان  په خبرو نه، بلکې په کار کولو موخې ترلاسه کوي. زما په أند دغه دواړه هېوادونه په افغانستان کې سولې ته له خپلو ګټو سره غوټه ورکوي، خو بيا هم په هر حال د متمائل سياست خپلولو لپاره لومړيتوبونه او  A B C پلانونه هم لري.

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاريخ په اوږدو کې خورا نږدې او دوستانه اړيکې درلودلې او دا چې افغانستان له شوروي اتحاد وروسته دوهم هيواد وه چې د معاصرې ترکیې جمهوري حکومت يې په ١٩٢٣ زيږديز کال کې په رسمیت وپيژنده. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تل لپاره دوستانه پاتې شوي دي.

البته له افغانستان سره د ياد هيواد د تاريخي اړيکو له شتون سره سره ترکیه له تيرو دوو لسیزو راپدیخوا د ناتو په چوکاټ دلته شتون لري او لوبيږي. که له ترکتبارو افغانانو سره يې ښکيلتيا زياته هم وه، خو مونږ ته دومره د اندېښنې وړ نه وه. ترکیه له افغانستان سره د زده کړو او د امنیتي ځواکونو د روزني په برخه کې مرسته کوي. ليکن د ترکيې د اوسني حکومت د اسلامپالي له دعوې او د اسلامي نړئ قيادت سمبالولو ته له هڅو سره سره د پان ترکيزم د را ژوندي کولو هڅې د هغوى اسلامي روحيه تر پوښتنې لاندي راولي. پان ترکيزم او د امت د اتحاد هدف ته رسيدل جدا لارې لري او جدا موخې دي. اټکل کيږي چې ترکیه د خپل عظمت رفته د را ژوندي کولو لپاره د اسلام او تبار دواړه کارتونه کاروي.

دوستم په افغانستان کې د توپک د شپيلئ په زور د مخالف اړخ د تهديد توهين او تحقير تاکتيکونو په کارولو د ازبک قوم د مشرتابه له دعوې سره سره بيا هم د عامو افغانانو ترمنځ د ستر جنګي جنايتکار، د پرديو د لاس اله او اخلاقي  مجرم په توګه پيژندل کيږي. په تيرو دوو لسیزو کې د ځينو نوموتو شخصیتونو په ابرو باندې د تجاوز  په قضيو کې د ککړتيا له امله له عدلي او قضايي تعقیب څخه د ترکيې د حکومت لخوا د دوستم د ژغورلو متکررو هڅو په دغه هيواد باندې زمونږ د باور کچه ټکنى کړي ده.

اوس چې د ناتو ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د وتلو ژمنه کړي ده او ترکيه هم د ناتو فعاله غړى هيواد ده، نو پاتې کيدل به يې يقيناً د تړون ماتيدل وي. داسې ښکاري چې دغه هېواد له امریکا او پاکستان سره د کومې معاملې په نتیجه کې د کابل د هوايي ډګر د ساتلو مسئوليت اخيستو ته ملاتړلي ده. د افغانستان په مسئله کې د يادو دريو واړو له دوه مخي سياستونو او مشکوک شاليد ته په کتو په اوسني مبهم حالت کې د کابل د هوايي ډګر ساتلو لپاره د ترکيې د ځواکونو پاتې کيدل د افغانانو په ذهنونو کې لاندي پوښتنې را پورته کوي؛

1-  يوازې د هوايي ډګر ساتل د افغانستان خلکو ته په زغرده اعلان ده چې د سقوط اوسنى جريان دوام مومي او پلازمېنه کابل سقوط کوي او يو ځل بيا ملوک الطوایفي جوړيږي چې د کابل هره ناحيه او کوڅه د مختلفو اړخونو لخوا د مرګونو چور او وحشتونو شاهده واوسي.

2-  افغانان به داسې وګڼي چې نړيوال د ګډوډوي نښې ويني او يا هم د منفي نظر څارونکي افراد به دغه نوښت ته د دسيسې او انارشي جوړولو نړيوال پلان برخه وګڼي او داسې به وانګيري چي ارګ او نړيوال يوازې د ځانونو د خوندي ايستلو لپاره يوه لاره پرانيستې ساتل غواړي. نور افغانان ورته نه اهمیت او نه هم ارزښت لري. داسې وضعیت رامنځته کوي چې خداى مه کړه د افغانستان د دښمنانو له پلانونو سره سم د دغه هېواد د تجزیې لامل شي

3-  امریکا پوهيږي چې د چين لخوا په سينکيانګ ايالت کې د ستر سوداګريز ازاد زون جوړول او يوه لاره يو کمربند پروژه بالفعل او بالقوه توګه د چين اقتصادي وده لوړوي او بيا به يې امريکا رقابت ونشي کړاى. په سينکيانګ ايالت کې د چين په نوښت جوړيدونکئ ازاد سوداګريز زون په داسې سيمه کې موقعیت لري چې ډيري خلک يې ترک تباران دي او چين لادمخه د دغې سيمې په نا امني کې له امریکا سره په همغږي د ترکيې په لاس لرلو شک لري.

4-  له بشپړ وضاحت او د افغانانو له باور ترلاسه کولو پرته به زمونږ هیوادوال فکر وکړي چې د ترکیې لخوا د کابل د هوايي ډګر ساتل به د ترکيې د پان ترکيزم خوب ته  تعبیر موندلو لاره هواره کړي او د پاکستان د ډيورنډ ستونځې د ختمولو کې به مرسته وکړي او د امریکا د ولسمشر بايډن په فکر په دريو برخو باندې د افغانستان د ويش خيال د تحقق خوا ته به پرمختګ ولري.

5-  چين به د خپل نيمه خپلواکي سيمې سينکيانګ او هلته د اوسني اغيزمنونکي امنیت په تړاو ممکن غبرګون وښئ او روسيه به په خپل ګاونډ کې د انديښنې وړ افراطيت او توندلاري ته د ودې ورکولو او د هغوى تر اثر لاندې سيمو د نا امنه کولو خطر په وړاندي يوازې په ننداره کولو باندي بسنه ونکړي.

6-  مونږ ښه پوهېږو چې مونږ په اساني سره اسيب منونکئ هيواد لرو. ايران به د رقابتونو په منډه کې حتما په داسې کړنو لاس پوري کړي چې زيان به يې مونږ وينو او هغوى به زمونږ زيانونه د خپلو ولسونو او خاورې د دفاع په نوم د توجیه وړ ګڼي.

7-  د پاکستان په دولتي تګلارو باندې زه هم ملاحظات او نيوکې لرم خو هيڅ ډول شک نلرم چې د پاکستان خلک زړه سوانده او لوى نيتي ولس دى. البته د پاکستان امنیتي ارګانونه توندلاري، افراطيت او راديکاليزم ته د ستراتیژی له مخې په وده ورکولو د نړيوالو په اند پاکستان ته ګوته نيول کېږي. د کابل د هوايي ډګر ساتلو په پلان کې د پاکستان ښکيلول د ګاونډيانو او سيمې په کچه په ځانګړي ډول د هند، ايران او منځنۍ اسیا د هېوادونو حساسیتونه را پاروي او زمونږ ملي ګټې به وننګوي.

که بيا هم د ترکيې د هيواد نظامي ځواک شتون اړين وي، نو حکومت باید د مسئوليت له مخې خپل ولس ته حقایق او اړتيا په ګوته کړي چې د کومو مجبوريتونو له امله يې دغه وړاندیز قبول کړ. په دغه هکله د حکومت چوپه خوله پاتې کيدل ستر زيانونه رامنځته کولاى شي. حکومت مکلفیت لري چې په دغه حساس تاریخې پړاو کې زمونږ د هیوادوالو په انديښنو باندې ځانونه پوه او له داسې نوښتونو څخه ډډه وکړي چې مونږ ته د ستونځو د لازياتيدو لامل ګرځي. د افغانستان خلک باید پوه شي چې يوازې د ترکيې د ځواک پاتې کيدل د کومو موخو لپاره ده؟ متبادل لري که نه؟ او دغه کار ولې بل يا نور هيوادونه نشي کولاى؟

که د پرې ترشا نورې پټې موخې نه وي. يوازې د بهرنيو او کورنيو بنسټونو باور  ترلاسه کول موخه وي، نو په کابل کې د ديپلوماتيکو مراکزو کورنيو او بهرنيو مؤسساتو د خوندیتوب لپاره نورې لارې او متبادل غوراوي هم شتون لري. که نظامي حضورته اړتیا هم وي نو داسې هېوادونه هم شته چې په افغانستان کې د لاس وهنو په تور پړه نه ګڼل کیږي او که  امریکا ورته د ترکیې په شان د حمايت باور ورکړي نو دلته راتلل به يې غبرګونونه نه راپاروي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور وحید سمو ټکو ته مو نغوته کړې ده.
    زما په فکر، لکه د پاکستان ولسونه ، د ترکتبارو ولسونو لکه ترکمن، ازبیک، قرغز، قزاق ، آذري ، تاتار ،اویغور او داسې نور ……..او هم د فارس استان لکه کرد ،بلوچ عرب …
    ولسونو سره افغان ولس تل د ورورۍ او ښو تاريخي، ديني، ژبني ،کلتوري ، تجارتي او… اړيکې لرلي او لري ېې /غوره نمونه ېې د امان الله خان او اتاترک د ورورۍ تړونونه او د ترکيې استقلال کې د افغانانو وڼډه اخیستل؛ او د افغانستان په طبي او نظامي زده کړو او کدرونو روزلو کښې د ترکانو هر اړخیزه مرستې او آن په دې آخرو کلونو کې د جوزجان او میدان-وردک پي آر ټي ګانو کې او د ملې پولیسو روزلو کې د هغوی بې شایبه هلې ځلې د ستاینې وړ دي.
    خو ایکاش چې ترکیه د ناټو غړې نه وای -۱، او بل له نا ازبیکه دو ستم (واورۍ د جنرال مالک مصاحبه د یک ټ.وي د کاکتوس سره: دوستم ازقوم شریف ازبک نیست ، یک فامیلک از قرغز یا قزاق آمده و قوم ازبک را ګروګان ګرفته!!” ).. څخه ېې ستاینه او ملاتړ او دفاع نه کولای!!-۲،
    بل دا چې ولسمشر غني باید خپل افغانیت او صلاحیت ښکاره کړي ؛ امریکایی بالداران خو ېې بې له هغې وځي او اروپايي اتحادیه د افغان ولس او دولت شاته ولاړه ده نه د پنجاب پرسته او القاعده ما القارعه تر شا!!!.او ترکیه له اروپايي اتحاديې سره ستونزې لري!!؛
    او اردوغان هم چټي د انګریز پرسته پنجابي په لاهورۍ دروازو کې اصرار کوي یا نښتی -۳ …
    نو زما په فکر د افغان غښتلو پولیسانو تر څنګ که یو څو ترکي ملګري یا ارکاداشلر!!! د سر قمندان اعلی او اړوندو مقاماتو له چک او کنترول وروسته نه یوازې د کابل بلکې د ضرورت وړ هر محل کې د لڼډ وخت لپاره وګمارل شي تر څو د سولې ببولالې د ولس په ګټه سُر ونيسي او د مشرکینو، کاتلینو، غاصبانو، مفسدینو، فاسقینو او مرجفاتو له شره خلصون مومي . نپوهیږم. حساسيتونه خو باېد په نظر کې ونيول شي…….
    لا غالب الا الله .
    ان اکرمکم عند الله اتقیاکم.

  2. سلام
    د ډیر ې بې وخته ان جی او غوښتنه!!!
    وایی نه سیخ سوی او نه کباب اردوغان دواړه سوی دی .داکتر ساپی ستا په خبره رښتیا هم ترکیه باید دناتو غړی نه وی او دلیل نشته چې ترکیې دغه له شرمه ډکه ظرفیتونه په بی غیرتی کې منلې ګلم بم اوګلم ټول خو لا پریږده . دوحید خان هدف دوخت پېژندنه او یو لړ هغو نور وحساسیتونو برخې دی چې اردوغان کټو سری دوم نیتن یاهو باید دغه نزاکت جدی مراعات کړی وای. دحمدالله ،اردوغان او حتی ناتو خبرې مانا داښیی چې کابل ښارسقوط کوی نو بیا دکابل له هوایی ډګر دامنیت په خاطر ولې په دومره پوځ کې دوم افغانستان جوړکړی.بل سپکاوی خوداردوغان لپاره دپروژې هزینه او خرچه ده چې داهم کمزورې برخه ده هغه هم دافغان پرسرغواړی . رجب المرجب اردوغان دې خپلې بسترې سره پښې اوږدې کړی.

  3. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ډاکټر صاحب محترمه
    ستاسو د دريز ملاتړى يم.

  4. سلام او درنښت ع شريف زاد وروره
    واقعاً مو ستونځه په ګوته کړې ده
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب