۱- د سکې یو مخ
د شاعرانو تر رياضته
د رياض و رياضت له کلمو سره سملاسي زموږ ذهن کې د يوه صوفي يا راهب تصوير جوړېږي، چې په ژوره مراقبه کې ناست دی او يوازې د چوپتيا شور يې تر غوږونو را رسېږي. خو ايا د شاعرانو رياضت هم همدا دی؟
رياضت يوه لويه کلمه ده او په بېلا بېلو ځايونو کې يې طرز و اسلوب بدلېږي. مثال يې درکوم. د کلاسيکي موسيقي يا راګونو رياضت د (سا-رې-ګا-ما-پا-دا-ني-سا) اوو اصلي راګونو او بيا له دې راګونو جوړېدونکيو فرعي راګونو پرلپسې په خوله تکرار دی، هنرمند به د تکرار په زور پرې برلاسی کېږي.
شعر د څو هنرونو له امتزاجه جوړ دی، شعر د لفظونو موسيقي ده. د موسيقي لپاره هارمونيه، رباب، ګيتار او سيتار شته، خو شاعر يوازې لفظونه لري. شعر د انځورګري هنر دی، خو د انځورګري لپاره رنګونه، برشونه، قلمونه شته، خو شاعر يوازې لفظونه لري. شعر د مجسمه سازي هنر دی، مجسمه سازي ډبرې او د توږنې وسايل لري، شاعر يوازې لفظونه لري.
د شعر د دغو برخو يا هنرونو لپاره به شاعر هغه رياضت کوي، چې هنرمند، انځورګر او مجسمه ساز يې د خپلو هنرونو لپاره کوي. شاعر به په لفظونو کې د موسيقي، په لفظونو کې د انځورګري، تصويرسازي او په لفظونو کې د مجسمه سازي رياضت کوي.
د دغه لفظي هنر يوه بله ريښه ژبې ته رسېږي. لفظونه په ژبه کې موجود دي، ژبه تېرو نسلونو کارولې، تېرو شاعرانو او اديبانو کارولې، په ديوانونو او قاموسونو کې پرته ده، کتابونو او سيندونو کې پرته ده، د خپل عصر د خلکو په خولو کې پرته ده او بلاخره د شاعر په کور، کلي او کاله کې پرته ده.
لفظونه د شاعر سيتار او رباب، رنګ و قلم، تيشه او ډبره ده، دا رياضت تر ټولو مهم دی.
د شعر د سکې بل مخ عواطف، فکر، احساسات، طبيعت، کايناتي پوهه او اثرات و احساسات دي، چې د دې ليکنې په دوهمه برخه کې به پرې وغږېږو.
۲- د شعر د سکې بل مخ
پورته موږ د شاعري په ابزارو خبرې وکړې. شاعري يو شی يا محصول دی، چې له ځينو توکو جوړېږي، تېره ليکنه پر همدې توکو خبرې وې.
په دې ليکنه کې په دې غږېږو، چې له دې توکو موږ څه شی سازولی شو. يا به داسې ووايو، چې دلته موږ په دې خبرې کوو، چې «موږ په شعر کې څه وايو» يا «شعر څه شی دی؟»
پيل يې په:
الف) عاطفه او فکر
صاحب د «شعرستان» ليکلي، چی شعر د عاطفې بچوڼی دی. دلته تامل پکار دی. عاطفه يو پېچلی بحث دی او د انسان شاوخوا ټول دروني کيفيات او لطيف حالتونه د عاطفې په غېږه کې ور ګډېږي. پوښتنه دا ده، چې ايا عاطفه شعر ليکي او که شاعر په شعر کې د خپلو عواطفو اظهار کوي؟ ايا شعر د عاطفې بچوڼی دی که عاطفه له شعر نه زېږي؟
ايا د عاطفې هيجان او تلاطم يو شاعر شعر ليکلو ته کېنوي او که عاطفه د شعر يو مضمون، يوه موضوع يا يو اړخ دی؟
ايا هر شعر د عاطفې بچوڼی دی، مثلا د فردوسي شهنامه او د مولانا مثنوي هم؟ او که يوازې يوه وړه برخه يې د عاطفې له بطنه زېږي، لکه د مولانا ديوان شمس يا د شهنامې ځينې برخې!
تر عاطفې وروسته، فکر راځي. دا خبره ويلو ته ضرورت نه لري، چې فکر شعر ته بقا وربښي. خو شعر ولې د فکر بچوڼی نه دی؟
يا به دا پوښتنه په دې ډول هم وکړو، د شاعر ذهن ته يو فکر لاره کوي، شاعر يې په شعر کې ويل خوښوي او خپل فکر بيانوي. ايا دلته شاعر د شعر له لارې فکر بيان کړ او که د ده فکر د شعر د توليد سبب يا د فکر بچوڼی شو؟ ده خپل فکر په نورو لارو هم څرګندولی شوی، خو دا چې دی پر ژبه حاکم دی، له شعري تخنيکونو سره بلد دی، د شعر ژبه يې په لاس کې ده، نو ځکه يې خپل فکر، شعر کړ؛ مجسمه يا تابلو يې نه کړ.
فکر کوم، موږ د شعر د لويې کورنۍ دوه مهم غړي د کورنۍ له مشر يا پلار سره اشتباه کړي. دا چې هر انسان عواطف او افکار لري، خو هر انسان شعر نه شي ليکلی، همدا خبره راته کوي، چې شعر يوازې فکر او عاطفه نه ده.
ب) طبيعت او کايناتي پوهه
طبیعت او کايناتي پوهه دواړه د شعر لپاره د هغه استدلال ماخذونه دي، چې په فنِ شاعري کې يې شاعرانه منطق يا شاعرانه استدلال ګڼي. دا دواړه د شاعرانه منطق په ماخذونو کې د سرتاج مقام لري. دغه دواړه د بيانِ تعليل سرچينې دي، يوازې په دې يوه شرط چې په شعر کې يې د بيان پر مهال د «حسن» کمی په کې پاتې نه شي او تعليل، «حسنِ تعليل» شي.
په دې سربېره، دا دواړه د شاعرانه انځورونو يا عکاسي سرچينې هم دي. په لفظونو کې د طبيعت اعلی انځورګري يا د طبيعت «حسنِ بيان» اعلی شاعري ده. په لفظونو کې د طبيعت او کايناتو «تمثيل يا تشبيه» هم د شهکارې شاعري له ډلې څخه شمېرل کېږي.
تاسو د بيدل له شاعري نه ګل، عندليب او خزان و بهار وباسئ، څومره شاعري به يې پاتې شي او پاتې شاعري به يې د کومې درجې شاعري وي؟
د استاذ پسرلي د شاعري هغه برخه چې زموږ په ژبو اوړي را اوړي، له همدې دوو سرچينو يې سر اخيستی.
اوړي هوښيارانو ته تل خپل خلک
پوخ چې شي په څانګو په ثمر پېټی شي
اوس به کايناتي پوهې ته تم شو. کايناتي پوهه د علت و معلول او سبب و مسبب پوهه ده. د کايناتي رازونو، ټاکلیو اصولو او مشخصو قوانينو علم دی. د دې کايناتو يو عمومي چارچوب دی او دا ده چې موجود کاينات په څه ډول عمل کوي او هغه نه بدلېدونکي حقيقتونه دي چې له ازله تر ابده موجود وو. دا ټوله پوهه په کايناتو کې موجوده ده او شاعر د خپل فکر له لارې دې پوهې ته ځان رسولی شي. د دغې پوهې د ترلاسي لپاره هينداره زړونو او صفا ذهنونو ته اړتيا ده. دغه ايينه صفت زړونه او ذهنونه د مراقبې، تفکر، تدبر او راهبانه رياضتونو له لارې منځته راځي. د دغې پوهې لپاره په ظاهري حواسو سربېره پنځه ګوني باطني حواس هم پکار دي.
همدا هغه افاقي پوهه ده، چې شعر ته ور ګډه شي، نو شعر ورسره افاقي او د زمان و مکان له قيدونو ماورا شي. همدا هغه پوهه ده، چې شکسپير ترې لويه برخه وړې وه او تر دې دمه په نړۍ کې تر شکسپير لوی شاعر نه دی پېژندل شوی. ده ته د شاعرانو شهنشاه ويل کېږي.
د يوه بل شکسپير لپاره هم پکار ده، چې شاعر دې کايناتي پوهې ته لاره ومومي. کايناتي پوهه کايناتي شاعر جوړوي هغسې چې شکسپير يو کايناتي شاعر دی.
دغه پوهه يوازې په شعرونه کې نه، بلکې د اقوامو په متلونو، ويناوو او پخو خبرو کې هم ليدلی شئ. دا ټول له همدې کايناتي پوهې ساز شوي دي. دغه ويناوې چې موږ او تاسې يې د کاڼې کرښې بولو، اصلا د فضا په نرمو څپو کې موجودې دي، چې هغه مهال زموږ د ذهني فضا مېلمنې کېږې، چې زموږ ذهني څپې ورته عيارې شي او د ملګرتيا او ملتيا له پرانيستې غېږې سره مخې ته ورشي.
تاسو وګورئ، د تصوف بشپړ نظام د تفکر او مراقبې له لارې جوړ شوی، د تصوف هېڅ اسماني صحيفه نه ده نازله شوې، د تصوف هېڅ پيشرو د پيغمبر کېدو ادعا نه ده کړې. له بودايي تصوفه نيولې بيا تر اوسني مسلماني تصوفه پورې د ټولو سرچينه او ماخذ همدا فضا ده چې د مراقبې په وسيله بشر ورته دسترسي موندلی شي. دغه ډول نور هم بې شمېره نظامونه په فضا کې شته، چې اخذ يې ژونديو زړونو او مدبرو ذهنونونه ته اړتيا لري. ژوندي زړونه او مدبر ذهنونه د مراقبې، خلوت نشيني، راهبانه رياضت، تفکر او تدبر په مټ سازېږي.
د حضرتِ بيدل په قول:
هر سخن سنجی که خواهد معنيها پيدا کند
چون گريبان بايد اول خلوتی پيدا کند
کله چې د دې پوهې يوه ټوټه ذهن ته خطور وکړي او په شعر کې بيان شي، نو د تسکينِ قلب او تحيرِ ذهن سبب ګرځي. اخر همدا دوه ځانګړنې د دايم البقا شاعري خصوصيات دي.
له دې ټول بحث وروسته به يوه بله فرضيه هم درکړم. اوس تاسو د بيدل او مولانا له شاعري تصوف او صوفيانه افکار هم وباسئ، بيا وګورئ، چې څومره شاعري يې پاتې کېږي. دغه تصوف هم د همدې کايناتي پوهې د کتاب يو سطر يا يو حرف دی.
ج) اثرات و احساسات
ضرور نه ده چې هر عاشق دې شاعر وي، خو دا ضرور ده چې هر شاعر د عشق په لمبو کې سوځېدلی وي. شعر په زړه کې د يوې محبوبې له خيال پرته نه ليکل کېږي. دا محبوبه هر څوک او هر څه کېدلی شي.
د عشق جذبه د شاعر حساسيت زياتوي. حساسيت په نورو لارو هم زياتولی شو، خو عشق د حساسيت ماده صيقل کوي او منتهای عروج ته يې رسوي. د حساسيت په دولت د شاعر اثرپذيري زياتېږي او د خپلې دنيا پېښې، حادثات او پديدې ژور اثر ور باندې ښندي.
هسې خو هر انسان اثرپذيره دی، خو د شاعر اثرپذيري د خپل حساسيت او رياضت له امله او له دې امله چې د اثرپذيري ماده يې فعاله ساتلې وي او د ارزښت په سترګه ورته وګوري، تر عادي انسانانو زياته وي.
د شاعري يوه لويه موضوع يا مضمون د همدې تاثيراتو بيان دی، چې د شاعر په قلب و فکر اغېز کوي او بيا يې د شعر په جامه کې بيانوي.
د احساساتو ارواپوهنه راته وايي، چې د خپلو احساساتو د کنټرول لپاره لومړنی شرط دا دی، چې ته دقيق په دې پوه شې، چې ته څه احساس کوې. دا خبره په شاعري هم عملي کولی شو. د دې لپاره چې شاعر خپل احساس بيان کړای شي، لومړنی شرط يې دا دی، چې خپل احساسات تر نورو انسانانو ښه وپېژندلی شي. عادي انسانان عموما خپل احساس نه شي بيانولی. دغه ابهام که له شاعر سره هم وي، نو د ده شاعري به د احساساتو له اړخه نېستمنه شاعري وي.
د لوی شاعر يو کمال دا وي، چې خپل احساسات دومره دقيق بيانولی شي، چې د شعر اورېدونکی يوازې په خپل احساس کې نه ور شريکوي، بلکې اورېدونکي ته د خپل احساس د اظهار الفاظ او پيرايه هم ورکوي.
موږ او تاسې چې د نورو شاعرانو بيتونه په يوه نيمه موقع کې ناڅاپي وايو، دا اصلا زموږ د خپلو احساساتو اظهار وي، چې موږ نه شوای کولی، شاعر کړی دی، نو موږ د هماغه شاعر په الفاظو کې ځان اظهاروو.
د ابو المعاني حضرتِ بيدل بيت دی:
ز باغ عافيت رنگِ اميدی نيست عاشق را
محبت غير خون گشتن نمی دانم چه می باشد
عشق ناروغي ده او سراسر ځيګرخوني ده، يوه مشهور العوام خبره ده، خو بيدل همدا احساس په دومره حسن کمال بيان کړی، چې په ويلو يې زړه سکون مومي. يوازې دا چې (عشق ځيګرخوني ده)، هغه کيفيت نه زېږوي، چې د بيدل بيت يې زېږوي.
د احساساتو او اثراتو دقيق بيان دی، چې شکسپير، بيدل، غالب، خوشحال خان و امثالهم لوی شاعران دي.
د) د بشر جمعي پوهه يا تجربې
د فردوسي شهنامه د شعر د دربار له لويو بابونو څخه ده. شهنامه د ايران عظيم ترينه حماسه ده.
افسانه، اسطوره او د بشر تاريخ د شعر لپاره تر ټولو غني او مهمه سرچينه ده. په شعر کې د اسطورو بيان د شعر د اوج مقام دی.
په شعر کې د اثراتو او احساساتو بيان اوله پوړۍ ده، د عاطفې او فکر بيان دوهمه پوړۍ ده، د طبيعت او کايناتي پوهې راز و رموز د شعر دريمه پوړۍ ده، خو دا ټولې د شعر اسمان ته د رسېدو لارې دي، اسطوره د شعر اسمان دی.
د فرويډ مثال به مو هم مرستندوی شي. دا نور ټول په شعر کې د يخ هغه ټوټه ده، چې د سمندر په سر ولاړه ده، څوکه يې ده، خو اسطورې د دې آيسبرګ لويه او پټه برخه ده. خو درېغه د ډېرو کمو شاعرانو دې ټوټې ته لاسرسی شوی دی يا شونی دی.
دا نور ټول زموږ د ذات په سطحه کې موجود دي، لاسرسی ورته اسانه دی، خو اسطورې زموږ د ذات په ژورو کې تر بندو دروازو شاته ناستې رقاصې دي، چې يوازې د لاشعور په امر د شعر په دربار کې هنري نڅا ته راوځي.
د بشر جمعي تجربې اصلا په اسطورو کې پرتې دي او همدا د جمعي تجربو بيان زموږ شعر ته افاقيت ورکوي. د شخصي تجربو بيان هم يو ډول شاعري ده، خو د وړو شاعرانو شاعري؛ لوی شاعران پر شخصي تجربو ډېره تکيه نه کوي او يا يې بيان ته زړه نه ښه کوي. و دې شي، چې د يوه شاعر شخصي تجربه هم پخپله يوه جمعي تجربه وي، خو دا پوهه هم يوازې د لويو شاعرانو په برخه ده، چې تجربه يې شخصي ده که جمعي.
له معاصر پښتو ادب څخه چې د اشرف مفتون شاعري وباسو، پاتې شاعري مو د هېواد، بلاک او ان د يوه کلي په سرحدونو کې را ايسارېدلی شي. زموږ شاوخوا يو شاعر هم له هېواده دباندې نه شو ويستلای.
شکسپير به د انګلستان لوی شاعر وو، ګويته به د جرمني لوی شاعر وو او هوګو به د فرانسې لوی شاعر او ليکوال وو، خو ختيځ يې هم ولې عظمت ته سرِتسليم خم کړی؟
د کشورِ شعرستان شاهنشاهِ اعظم هغه څوک کېدلی شي، چې د شعر د سکې بل مخ يې د عاطفې او فکر، طبيعت او کايناتي پوهې، اثراتو و احساساتو او د بشر د جمعي پوهې او تجربو په حسنِ بيان کې ثاني ونه لري. شته څوک په پښتو ادب کې چې د شاهنشاهِ اعظم تاج ور په سر کړو؟
یاره د شیواني مُریده خوند دي په کړی دی! زما په فکر په دې مقاله کې نور پوښتنې ته څه پاتې نه دي.
ماشاءالله😘