شنبه, مې 11, 2024
Home+ساینسپوهان د الماس په جوړولو بریالي شول

ساینسپوهان د الماس په جوړولو بریالي شول

تاند – ساینسپوهانو د الماس د جوړولو لپاره یوه نوې روده (طریقه) موندلې چې پر اساس یې د اوبلنو فلزاتو یو ترکیب په څو دقیقو کې له ستر فشاره پرته پر مصنوعي الماس بدلېدای شي.

دا په داسي حال کې ده چې ملیاردونه کلونه پکار دي چې طبیعي الماس د مځکې د قشرونو او د مځکې په ژورو کې د شدید حرارت په نتیجه کې رامنځته شي.

په مصنوعي ډول د الماس د جوړولو لپاره لا هم د سانتي ګراد مثبت ۱۰۲۵ درجې تودوښې ته اړتیا ده چې په ۱۵۰ دقیقو کې یوه ټوټه جوړه شي. دا د هغه فشار معادل دی چې د سمندر پر مخ یې احساسوو او تر هغه فشار لسګونه زره لږ دی چې معمولاً د الماس د جوړولو لپاره پکار دی.

د دې نوي الماس جوړوونکې ډله، د جنوبي کوریا د بینادي ساینس د انستیتیوت څېړونکي دي چې هیله لري په دې روده د مصنوعي الماسو په جوړولو کې یو انقلاب راولي.

تر دې کابو پنځوس کاله پخوا د امریکا جنرال الیکتریک کمپنۍ دې ته په ورته پروسه کې مصنوعي الماس جوړ کړي وو خو د جنرال الیکتریک په طریقه کې د ۵-۶ ګیګا پاسکال برابر فشار ته اړتیا وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب