یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهپه ترکیه کې د روسیې او پاکستان له استازو سره د طالبانو...

په ترکیه کې د روسیې او پاکستان له استازو سره د طالبانو د مخالفانو د پټو مذاکراتو راپورونه

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) د بېلابېلو سرچینو معلومات څرګندوي، چې په وروستیو کې د روسیې او پاکستان استخباراتي سرچینو په ترکیه کې د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم د طالبانو د رژیم مخالفې ډلې سره پټ مذاکرات کړي او د طالبانو خلاف پر ځینو موضوعاتو غږیدلي.

د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله مخکیني ویاند مجیب الرحمان امیري په یوه تلویزوني بحث کې دا خبره، د یادې شورا د ویاند حسن یاسا په موجودیت کې یوه تلویزوني بحث کې شریکه کړه.

یاسا دا خبره په همدې جزییاتو تایید نه کړه، خو رد یې هم نه کړه او ویې ویل په دې تړاو ډېر څه نه شي ویلی، خو په وینا یې د طالبانو د رژیم خلاف سیمه ییزه اجماع په رامنځته کېدو ده او دوی سره په دې برخه کې اړیکې زیاتې شوې دي.

یو شمېر نورو سرچینو هم څرګنده کړې، چې له څه مودې راهیسې پاکستاني استخباراتو په دغه هېواد کې د ترکیه مېشتو طالب ضدو څېرو لپاره د دفتر پرانیستو په تړاو دوی سره خبرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثور د اتمې یا په افغانستان کې د مجاهدینو د واک ته رسېدو د کلیزې په مناسبت په خپل پيغام کې پرون یادې شورا د طالبانو خلاف د وسله والې مبارزې د پيل غوښتنه کړې وه.

ځینې څارونکي، دا غوښتنه له سیمه ییزو استخباراتي ډلو سره د یادې شورا د وروستیو لیدنو – کتنو سره اړونده ګڼي.

له بل لوري، ځینې نا تایید شوي راپورونه څرګندوي چې په نږدې وخت کې د طالبانو د رژیم د استخباراتو استازي په قطر کې د امریکا له استخباراتي پلاوي سره پر ځینو موضوعاتو د پردې شاته لیدنه لري.

یو شمېر څارونکي باور لري، چې د سیمې او لویدیز استخباراتي کړۍ د طالبانو له مخالفو ډلو، د طالبانو خلاف د فشار اخیستو په هڅه کې دي.

له څه مودې راهیسې د افغانستان له یو شمېر سیمو د طالبانو د ځینو مخالفو ډلو د وسله والو هڅو ادعاوې زیاتې شوي، خو طالبانو رد کړي او مدعي شوي چې د دوی وسله والې مخالفې ډلې فزیکي حضور نه لري او ګواکې په تبلیغاتي ډول یې پر ضد مبارزه کوي.

5 COMMENTS

  1. که طالبانو پر نجونو او ښځو خپل ظلم «جنایت» نه کاؤ، نن به ټول ولس شا ته یې ولاړ به ؤ!!

  2. نه پاکستان شرميږي او نه دوی شرميږي چې بيا هم يو له بل سره ګوري.
    همدا پاکستان وو چې له دوی يې پرتوګ وويست او په شرمونو يې وشرمول. دوی بدنام کړل او د طالب په لاس يې وځغلول، خو اوس ورسره بيا اړيکه نيسي چې د طېالب په مقابل کې يې ودروي.
    له طالب سره يې په پيل کې څه وکړل چې طالب لا پخپل هغه شرم نه وو شرمېدلی چې بيا يې باور وکړ، مسلح يې کړل او د افغانستان د حکومتونو په وړاندې يې وجنګول او واکمنان يې کړل او نن يې بيا ورپسې راخېستې او بيا غواړي چې دوی شرمېدلي بيا په شا وډبوي، مسلح يې کړي او د طالب په خلاف يې وکاروي، خو بله ورځ به بيا ورسره همدغسې لوبه کوي.
    ايا ښه به دا نه وي چې پنجابي ته نه ووايیی او له ځانه يې د سپي په شان کورې کړي او طالب هم د سړي زوی شي او له خپلو خلکو سره کښېني او يو روغې جوړې ته سره ورسيږي او دغه روان وضعيت ته د پای ټکی کسيږدي او د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بيرته خلاص او يو مسلکي حکومت رامينځته کړي. نګه ملايي حکومت نه چليږي او نه يې ورسره څوک مني.

  3. په بل عبارت د نړۍ اوسیمې ټولې شیطاني ارواوې یوځل بیا په ترکیه کې سره ټول شوي او غواړي د بزکشي په میدان ( افغانستان ) کې یوه بله لوبه ترسره کړي .
    پنجابیان واقعا د نړۍ ترټولو چالاک ، ممسک ، منافق او بېغیرته او زمونږ د مشرقي والو خبره « مړه » شیطانان دي . دوی هروخت د ګران افغانستان پرضد افغاني ضد ډلې ، ټپلې جوړوي او زمونږ پرضد یې مسلح کوي .
    ټول وطندوسته افغانان چې په هر قوم او ولایت کې وي ، باید د دغو منحوسو شیطاني څېرو په مقابل کې ودریږي ، هغوی محکوم او منزوي کړي ، که ضرورت شو په مسلحانه ډول د هغوی په مخ کې ودریږي .
    زه په داسې حال کې چې د ښاغلي سید ورور تبصره تائیدوم ، ټالبان او نور هر هغه څوک چې د دغو منحوسو او خبیثه ارواوو سره مخالفت کوي ، د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني ، د نجونو پرمخ دې ښوونځي پرانیزي او یو پراخ بنسټه ملي دولت دې جوړ کړي چې بیا داسې شیطاني ارواوو ته د فعالیت زمینه برابره نه شي .

    مړه = مرده ګاو

  4. پښتو متل: د لولۍ( رنډۍ) وتل يو شرم، راتلل يي بل شرم…. اوبله داچي: سخ د بي شرو ،چي نلري شرم.

  5. تاسو به اووینئ چې ټرلیب په ضد به جبهات تقویه کیږئ. او کثیفستان خو بې ادبي معاف د یوې ناولي رندي رول ادا کوي چې په چوک کې ولاړه او د هر ډول خریدار سره تعامل ته اماده دئ. تر ټوله مهمه په کندهار کې یې د هیبتې ځناور په شکل خپل جنرال درته کښینولئ او د ګورنر دنده د ای آیس ای په نماینده ګې مخته وړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب