یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهکاناډا افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ بیا پيلوي

کاناډا افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ بیا پيلوي

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) په افغانستان کې د بشري ناورین د شدت له خبرونو سره هم مهاله، د کاناډا پارلمان د هغو قوانینو پر نرمولو کار پيل کړی، چې له مخې یې دغه هېواد ته د بشري مرستو د بیرته پيل لاره پرانیزي.

د پارلمان یو شمېر غړو په دې اړه مشخصې غوښتنې کړي او ویلي، چې د ترهګرۍ ضد قانون په برخه کې دې نرمي راوستل شي.

دغه نرمي سبب کیږي، چې د افغانستان په ګډون هغو هېوادونو ته د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستې وشي، چې کاناډا یې د ترهګرۍ تر کنټرول لاندې سیمې ګڼي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ شوی او میلیونونه کسان یې عاجلو بشري مرستو ته اړ دي.

د طالبانو رژیم د نړیوالو لخوا په رسمیت نه پېژندل کیږي او یوه لویه برخه هېوادونه خو د طالبانو نومونه د ترهګرو ډلو په توګه په خپلو لیستونوکې لري.

د کاناډا د بشري مرستو د بیرته پيل خبرونو یو شمېر افغانان هیله من کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان سره د کېدونکو بشري مرستو د حیف و میل ادعاوو او دغه راز نړیوالو سره د تعامل په برخه کې د طالبانو د رژیم توند دریځي د دغو مرستو د کمیدو خبرونه زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب