پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+نظم | پوهنمل محمود مرهون

نظم | پوهنمل محمود مرهون

نظم

نظم هم د شعر په څېر تر بېلابيلو تاريخي تحولاتو تېر سوى، بېلابيل تعريفونه او مقياسونه ورته ټاکل سوي دي، بېلابيلو پوهانو بېلابېل نظرونه پکښي ورکړي، چي په نتيجه کي ئې يو ډېر لنډ خو ډېر جامع تعريف ورته ټاکل سوى، چي د هغه ټول ماهئيت او څرنګوالى ښيي، چي په لاندي توګه دى: (هر هغه منظوم کلام،  چي سيلابيک وزن ولري او د مقيدي قافئې درلودونکى وي د نظم په نوم ياديږي.) لکه:

((د مسخرو غندنه

مسخره و شخصيت ته تاونــــي ده

نتيجه ئې په اخير کي خفګاني ده

شرافت او سنګيني د سړي بيايي

نه کول ئې د شرف نګهبانـــــــي ده

د حيا قبا چي څيري په مزاح سـي

ګويا عيني په بازار کي عريانـــي

تر اخيره…[1]))

په پورته بولګه کي مو وليدل چي عامي خبري شاعر د نظم په چوکاټ کي اچولي وې او هغه ته ئې قافيه او سيلابيک وزن ټاکلى وو، يعني په مجموع کي ويلاى سو، چي ځيني نظمونه شعرونه کېدلاى سي او ځيني شعرونه نظمونه کېدلاى سي، يعني د شعر او نظم ترمنځ اساسي توپير دا دى چي په نظم کي خيال، عاطفي او نورو ورته شعري تلازماتو ته زياته پاملرنه نه کيږي، يوازي چوکاټي اړخ ئې زيات په نظر کي نيول کيږي.

نظم هم د خپل خاصو ځانګېړنو له مخي پر دوه ډوله وېشلاى سو، چي په لاندي توګه دي:

الف:موزون، مقفا او مورديف نظم:

دا ډول نظم هغه نظم ته وايي، چي د خپلو اصلي توکونو يعني سيلابيک وزن او قافئې سربېره رديف هم لري، لکه:

((د خلوت پر لوري تلمه ميخانه راغله له کومـــــــــــــــــــــــه

نيت مي تاته د سجدې وو بتخانه راغله له کومـــــــــــــــــــــه

نه خبر دي څوک په شمع نه پانوس ته څوک ورګــــــــــوري

دې محفل ته د بېدردو پروانه راغله له کومــــــــــــــــــــــــــــــــه

تور وېښته مي پکښي سپين کړل هغه خم هغه ساقي دى

په قسمت کي مي دا تشه پيمانه راغله له کومــــــــــــــــــــــه

تر اخيره…[2]))

رديف هغه همشکلي او عيني برخي ته وايي چي له قافئې وروسته سمدستي د مطلع په دواړو مسرو او د بيتو په اخير کي راسي لکه په پورتني بيت کي د (راغله له کومه) عبارت.

ب:موزون مقفا نظم:

هغه نظم ته وايي چي يوازي سيلابيک وزن او قافيه و لري او له رديفه خلاص وي، په پښتو کي بې رديف نظمونه ډېر کم دي، خو ځيني بېلګي ئې سته، لکه:

((مست ومه شيدا ستا د ميني سومه ديوانـــــــه

نه لرم ارام صبر بې تا پر زمانـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

راسه راسه زما د زړه شيريني حال مي ګــــــــــوره

زه لکه فرهاد سومه د ژونده بېګانــــــــــــــــــــــــــــــــه

لاس مي د ساقي په لاس کي ورکى زړه و يار ته

سر مي ورته ايښى دى مدام پر استانـــــــــــــــــــــــه

تر اخيره…[3]))

:اهاړ(١١٩مه پاڼه)[1]

:کوه طور(٦٥ مه پاڼه)[2]

:د عبدالسلام بابا د ېوان(١٣مه پاڼه)[3]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب