جمعه, مې 10, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۵ برخه‎

د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۵ برخه‎

احسان الله ارنیزی
د واده بدلې 
د سر خلاصول:

دا  تور وربل[416] دې د لوجروملې[417] په دود ونغاړه

چې (…) يې ورانوې اوس په ناورين[418] ژاړه

 دا تور اوربل دى چې اوبدو په خيال مينه وي

چې (…) خان يې راونوي اوس ګيله منه يې

*

 مه يې ورانوئ د غوړيشو[419] څڼو سرونه
كه دا وارې مو وران كړل بيا بې نه كړئ ولونه 
 ولونه

*

پېغلې چې پرون ده وخت دې غورې[420] كړې

نن به ګيراګان[421] د پيكي ليرې كړې

*

ناوې چې پرون ده وخت دي كړې غورې

نن مې څنګې[422] كلا بنده كينولې

*

 خورې تېنګ نيسه تندي چې پې[423] درغى وښى[424]

كه دا وارې نگښى شو بيا بې نه كړې تور پيكى

ناوې چې سر دې خلاصوي كوڅۍ دې ول نيسه

همځولې ټولې درته ناستې مخ ته پلو نيسه

*

بيګه دي نرۍ نرۍ ژړا وه

چرگ ږغ دې په اوربل باندې غزا وه[425]

او دا هغه بدلې دي چې د پېغلې د سر د خلاصولو په وخت كې د كورواله ښځو له خوا ويل كېږي:

ناويې مې سرمينځي[426] ته دوو يولو[427] د لاندې [428]
(پلانى) تې جر كړي ته تور اوربل د لاندې

*

 خورې سر مينځه ته دوو يولو د لاندې

(پلاني) دې خداى در جر كا ته دو شنو خالو د لاندې

*

ژاړه ژاړه توره اوربله

نن مې ميلمه يې ته برېځره

او دا هغه بدلې دي چې د ناوې په كور كې په عام ډول بلل كېږي:

 

موږه ډوډۍ نه خورو ډوډۍ سي لرې

(…) ته يې دى وركا[429] چې پيرى [430] لري

*

د شپې د موټر دوړې ولاړېږي
سبا به تور ځوانان[431] ديلې[432] كوزيږي
*

چې د ميټر[433] غراري اوري ليونۍ به شې

چې په (…) پسې ريـيي شوې سدوزى[434] به شې

*

كېږدئ زينه، كېږدئ موږ ته، بام ته زينه كېږدئ

دې (پلانى) ته د (پلاني) په توخانه[435]كې تكيه كېږدئ

د موږ ناوې د سپينو ملغلرو ده

د ورور په كور يې ناسته مساپره ده

د جامو بدلول:

دا هغه بدلې دي چې ټنگورې يې پيغلې ته د ناوېدود د جامو د اغوستلو په وخت كې وايي:

ناوې چې پرون ده وخت دې غورې كړې

نن به سپين پرتوږ له پښو نه لېرې كړې

*

ناوې اغوستى دى ګلشن[436] دى

په ګلشن غلطه نه شې تر تا زيات د ده [437] فېشن دى

*

ارمان د سپينو پايڅو خياله

راغلې مه واى زر ورقې له كابله
*

ښه شوې كمكولې [438] له موره وشكېدې

ښه شوې (…خان) په شالو پټه شوې
*

مه يې ژړوئ بلا يې واخلئ
سبا يې ميراثي كالي در واخلئ[439]
د نكريزو شپه:

دا بدلې د ټنگورو له خوا ناوې پر لاسونو باندې د نكريزو د ايښودلو په وخت ويل كېږي:

ناوې لاسونه پاس په تندي كېږده
ناوې په لېورو ښه نومونه كېږده
*

لاس يې سره كړي منګولې تورې

سيخ يې د مور كړئ په زړګي پورې

*

لاس يې سره كړئ پښې يې ګلدارې

پرې بُوره مه شې د ناوې مورې



[416] وربل- اوربل.

[417] لوجرومله يا لجرومله د رنجو يوه خاصه كوچنۍ كڅوړه ده چې پښتنې پېغلې او ښځې يې په ډېر ظرافت له ټوكر – مريو، زرتارو او ورېښمنو څخه جوړوي او وروسته د لوجرو ملرګي (سلايي) په واسطه خپلې سترګې پرې توروي.

[418] ناورين- غم، په غريو ژړا.

[419] يو ډول غوټه. دلته مجمعه وېښته ترې مراد دي چې ګوړګوټي هم بلل كېږي.

[420] غورې – لافې باټې، تود مجلس.

[421] د ښځو د وېښتانو د سينگار يو ډول سيخك.

[422] څنگې- څنگه.

[423] پې- پرې.

[424] د زرملې خلك د وښې په ځاى سپرخى وايي:

درغى سپيرخى، خورې ټېنگ نېسه تندى

كه يو وارې د خلاص شو بيا به يې نه كړې تور پيكى

وښى (باهو) د لاس يوه گاڼه ده. دلته هغه نري هلالي ډوله وښى مراد دى چې نري- نري څوكۍ لري او وېښته پرې بېلوي. ضمناً سپرخۍ د غوندې ستن (جوال دوز) ته وېل كېږي.

د كوچيانو بدل:

درغى سرخى خورې ټينگ نيسه تندى

كه دا وارې دې وران كه، بيا به نه كې تورپيكى

يا: كه دا وارې دې ړنگ كه، بيا خپه ده تورپيكى

يا: كه دا وارې دې بېل كه، گيله من ده تورپيكى

درغى سپرخى په وربل ټينگ نيسه لاسونه

كه دا وارې دې وران كه، بيا بې نه كې ولونه- ولونه

(كوچيانۍ پانگه،  ص 100)

[425] دا هم د زرملې د خلكو يوه بدله:

تور پيكى دې په تندي شو دړې وړې

ته كم عقلى اوس مه كړه ګړې بړې

[426] مينځي – وينځيۍ

[427] يوله- وياله- واله.

[428] تې- د ترې مخفف.

[429] وركړئ

[430] پيرى – جند

[431] تور ځوانان يعنې پياوړي، ښايسته او مټور ځوانان.

[432] دېلې- دلې- دلته.

[433] د موټر د كلمې وردگي تلفظ.

[434]  دا اصلاً د قوم نوم دى خو دلته د وياړلي او سرلوړي مانا وركوي.

[435] توخانه- تاوه خانه. توخانه هغه كوټه ده چې د نغري يا تناره په اور تودېږي. په وردگو او د افغانستان په ډېرو نورو سړو سيمو كې خلك توخانې لري او جوماتونه هم په همدې توگه تودېږي. توخانه په خپل څنگ كې يوه بله كوټه لري چې خلك يې د اور خونه يا آتش خانه بولي. د اور د خونې په تناره كې اور بلېږي. ښځې په دې تناره ډوډۍ او كټوې پخوي او اور يې په هغه سيستم كې توخانې ته ځي چې د سيمې خټگر استادان يې د روباه خانه په شكل جوړوي. كله چې د اور د خونې د تناره لمبو او تاو د توخانې په روباه خانو كې تودوخه توليد كړه، د تيږو هغه تبۍ تودېږي چې د روباه خانې په سر يا د كوټې په غولي اېښي وي. دغه تودوخه دا كوټه يوه روځ او شپه ښه ملايمه توده ساتي. د تاوه خانې، روباه خانې، آتش خانې پيش خانې، بلخانې (بالا خانه) درې كلمې ښيي چې دا كسب هم په لومړي سر كې له دري ژبو يا تاجكو يا هزاروو څخه وردگو او نورو پښتنو ته راغلى دي. يا بۀ دوى د په ژمي كې د هغوى تودې كوټې ليدلي وي او په خپل كور-كلي كې به يې جوړې كړې وي او يا به تاجكو يا هزاره  خټگرو لومړنى توخانې په پښتنو كې جوړې كړې وي.  

زما په ياد كېږي چې له توخانو مخكې په وردگو كې خلكو خپلې د استوگنې خونې يا واړه- واړه جوماتونه په (لمبه يي) تنورونو تودول. په دې طريقه كې به د كوټې په منځني برخه كې تنور موقعيت درلود. كله به چې ښځو په تناره كې اور بل كړ لومړى به يې د ډوډۍ او كټوې كار وكړ او بيا به يې په تناره كې د اوبو گړي(منگي) كېښودل چې د او د سونو له پاره تودې اوبه ولري، بيا به يې د تناره سر په (برغولي) پټ كړ. تر دې وخته پورې بۀ د تناره د اور لمبو د كوټې هوا لږ ماته كړې وه، په عين حال كې به كوټه په دود هم ډكه وه. دې ډول كوټو پاس يو سورى درلود چې د دود د وتلو له پاره به خلاص و، خو كله به چې دود لږ كم شو، نو كومې ښځې يا نارينه به هغه تار راكش كړ چې له سوري څخه پاس به په يوه سرغند (سرغنډ يا سرغونډ يو گڼ پلن ببر بوټى) كې بند و. دا سرغنډ به راكش شو او د بام سورى به يې بند كړ. د خوب په وخت كې به د كر خلك د همدې تناره شا او خوا پريوتل او هغه لويه بړستن به يې په ځان كش كړه چې (جوپرى) نومېده.

ځينو كورنيو پخوا خپل څاروي هم په همدې خونه كې درول. په داسې حالاتو كې به د انسانانو د كيناستو، خوب او خوراك ځاى لږ جگ و او د څارويو له پاره به يوه اړخ ته لږ ژور ځاى په پام كې نيول شوى و؛ خو د دواړو ځايونو چت به يو و!

[436] يو ډول ټوكر.

[437] مطلب زوم دى.

[438] كمكولى – كمكى.

[439] د كوچيانو بدلې:

پرون ده وخت دې نرۍ- نرۍ سندرې كړې

نن په شين گېډۍ له پښو نه لرې كړې

*

ته كمكۍ جلكۍ وې په بامو به ښورېدې

پلار په سترگو ړوند كړې، سرو پايڅو مېرمن يې كړې

*

ته كمكۍ جلكۍ وې په دېرو به لوبېدلې

(…) په سترگو ړوند كې، سرو پاندرو مېرمن يې كې

*

په شودو يې لويه ولې، په ورگك يې غوړولې

پرتوگ د جلنۍ وو، له پايڅو خبره نه وې

(كوچيانۍ پانگه، ص 89).

د وردګو د واده دود او بدلې/ ۲۴ برخه‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب