ګرانوهیوادواو!
زه په خپلو لیکنو کې تل لیکم، چې په ګرامر سم نه پوهیږم، زه له دې لرې هم وم، خو دا چې داسې لږمې د ژبلارې سره سر او کار پیدا شو، نو د دې سره مې هم مینه راوپارېده، چې داسې لږ به دا مینه ګرانو لوستونکو ته د ګډ کار له پاره رامنځ ته کړم.
باوروکړئ چې زه دا زما اخر وخت کې د ګرامر په هکله دا الماني لیکنې ګورم، دومره خوند راته راکوي، چې ګوندې اوس مې په ژبلوستنه پیل کړی وی، خو ورته زوړ یم.
زه به داسې لږڅه له الماني رانیولې پښتو شوي تاسو ته وړاندې کړم او ستاسو اند به هم ولولم، چې تاسو څه په کې وایۍ او الماني او پښتو څومره توپیر لري.
که تاسو په کوم یو څه یا موضوع کې غواړئ څه وګورۍ، نو که د څو لیکوالانو یا لیکونکو لیکنې وګورئ، دا موضوع به درته ښه روښانه شي، ځکه هرڅوک دا موضوع د یوه بل اړخ څخه روښانه کوي او دا نوره هم د لوستونکوله پاره روښانه کیږي. دا وړاندیز مې پیداېښتي ده، چې زما غوندې نوکیو ته دۍ. استادان خو په دې پوهیږې، خومرسته دې له موږ نه سپموي.
Des Nomen نومونه
نوم، سوبستانتیو هم داسې بنسټویونه، په الماني ژبه کې او په پښتو کې هم یو ويډول دۍ. د هر هغه څه نوم، چې په ريښتینې شیان خوندي لري. په روښانه توګه په ريښتیني شیان، الات (کور، میز، سپی)، اود دې مخامخ یوڅه په فکرکې راوړلو یعنې ذهني روښانه ونه (خوښي، مینه، زړورتیا). نومونه په الماني کې زیات وخت د ارتیکل په واک کې دي، پښتو کې دې فکرورته وشي، خو کې هم موږ د ،، ی ،، او،،و،، په بڼه کې نومرلونونه لرو. دوي د حالت (Kasus)، نمره (ګڼ) او Genus (Geschlecht) یو بل سره جوړیږي یا زغموړ کیږي
نومن Nomen لاتین وی دۍ، چې په پښتو انډول یې نوم دۍ یا په نوم ژباړل کیږي، په المانې او همداسې پښتو کې د شیانو په نخښه کونه د الاتوی، بلنوی اوپیداېښتي ده، چې شیانو. دا ټولې کلیمې همهغه یوڅه په نخښه کوي. یوې بیلګې ته مو پام راړوو.
موږک پنیر له غاب څخه خوري.
پورته کې درې شیان یا څه دي: موږک، پنیر، غاب. دا شیان الات او ژوي په ګوته کوي، چې په یواځني توګه د نامه سره روښانه پیژندل کیږي.
یادونه: په یواځني توګه: په دې مانا، چې همدا شی یا اله همدا نوم لري او بس، یعنې یواځنی او بل نه.
د لیکلو څه نور هم زیات دۍ، خو موږ به په همدومره بسیا وکړو.
حالتونه: Kasus
زه به پسې د ګرامر له حالتونوپیل وکړم او هیله ده، ژبپوهان به مرسته وکړي، چې دا په پښتو کې څنګه دي اوڅودي.
په الماني کې څلور حالتونه لرو. وایي، چې په روسي کې شپږ حالتونه اوګومان مې دۍ چې د نیوزېلند اوکه په داسې ګاونډي کوم ځای کې کومه ژبه ده، چې هغه دوه دېرش حالتونه لري.
پیژند: په الماني ګرامرکې موږڅلور حالتونه پیژنو، چې کازوس Kasus هم بلل کیږي. نومونه یا نومن Die Nomen په غونډاله کې بیلابیلې دندې لري. د دندې سره سم نومن بل حالت لري یا بل حالت غوره کوي:
حالت روښانه کوي، چې کومه دنده نومن لري اونورو ویونو سره کومه اړیکه لري.
لومړی حالت:
نوموالی یا نومیناتیو څه شی دۍ ؟
Was ist der Nominativ?
نوموالی (که نوموه- ونه) د نومن بنسټیز حالت دۍ او دا شی روښانه کوي، یعنې دا کس اویا دا شي، چې کار کوي او یا د هغه په هکله خبرې کوي.
شی دا وی دۍ، چې تاته وایي، چې دا کړ څنګه ګردان کیږې یا بڼه – بدل کړې.
د نومیناتیو له پاره د کنترول پوښتنه ده، څوګ؟ یا څه (شی)؟
اویا دا لاندې
Nominativ نومیناتیو (له لاتین څخه، نومونه) په ګرامر کې د یوه حالت نومه-ونه ده، چې د هرڅه له مخه په جمله کې د شي د نخښونې په چوپړکې دۍ، د دې له پاره دا هم تیپیکي دۍ چې د یوه شي د خپلواک کارونې له پاره رامنځ ته کیږي (دا په دې مانا چې بې د بل له واکه).
لنډ: دا حالت دۍ، چې د ،،څوک- حالت،، بلل کیږي، د یوه حالت سیستم په توګه رامنځ ته کیږي، چې دا نومیناتیو – اکوزاتیو سیستم بلل کیږي.د څوک- اود څه شي حالت.
د نومیناتیو یا د ،، څوک،، او ،،څه (شي)،، حالت.
مور کار ته ځي.
څوک کار ته ځي؟ ځواب: مور
کالي مینځونی خرابیږي.
څه شی خرابیږي؟ ځواب:کالي مینځونی
نورې بیلګه:
– اس سپین دۍ
– سړی ښځې ته ګلان ډالۍ کوي.
یادونه: ماته هم دا نومونه توکلې د قلم خولې ته راځي. نه پوهیږم، چې دا اله، چې کالي پرېمینځي، کالی مینځی، کالیمینځونی یا کاليمینځونکی وبولو او که څنګه. او که نه، نو د کالي مینځلو اله خوده.
څنګه مو چې خوښه وي.
دویم حالت:
جینیتیو Der Genitiv
جینیتیو د الماني ګرامردویم حالت دۍ. دا حالت د ملکیت حالت یا د چا حالت په نامه هم یادیږي.
بیلګې: ،، د ګاونډې کور،،. ،، د یوه لرې زنګ غږ،،.
د جینیتیو په څه شي حالت
هغه په غلا تورن دۍ.
هغه په څه شي تورن دي ؟ ځواب: په غلا
دریم حالت:
Der Dativ داتیو
داتیو د الماني ژبې دریم حالت دۍ یا په جمله کې دریم حالت په ګوته کوي. داتیو د چاته حالت هم بلل کیږي.
د داتیوله پاره په الماني پوښتنه کیږي، چې چا ته؟
بیلګې: زه دې میرمن ته د یادښت کتابچه ورکوم. چا ته د یادښت کتابچه ورکوم؟ ځواب: میرمن ته.
هوګۍ سوغات سپین ته ورکړ.
هوګۍ سوغات چا ته ورکړ؟ځواب: سپین ته
زه زما ملګري ته یو کتاب سوغات ورکوم.
چا ته سوغات ورکوم؟ځواب: زما ملګري ته.
څلورم حالت:
دا چې ژبه مو د ودې په حال کې ده، نوزه په ژبه کې د نوښتونو توان نه لرم اونوښتونه غواړم هم نه.
زما هڅه دا ده، چې د الماني ژبې په بنسټ او ترې مرسته نیونې له لارې،مو خپله ژبه اوګرامرکې روښانتیا راولم، چې هرومرو د مسلکي کسانو مرستې ته په کې اړتیا شته.
Der Akkusativ
اکوزاتیو څه شی دۍ؟
Was ist der Akkusativ?
اکوزاتیو د ټاکلو کړو او اړیکویونو د مخه یا مخ ته (الماني کې: پسې) کارول کیږي.
پرته له دې ،، سیده شیانو،، له پاره کارول کیږي.
په غونډالو کې دا سیده شی په نورمال ډول هغه دۍ، چې د هغه سره څه کیږي، دا چې د کړنې له پاره ،، کارول،، کیږي، نو د کنترول پوښتنه یې ده: ،، چا؟ یا څه(شی)؟
بیلګې:
دا سړی یو اس لري.
دا سړی څه شی لري؟ یو اس –
د کړ ،، لرل،، څخه د مخه دا شی راځي (په الماني کې په ،، ګړ،، پسې راځي.
دا ځوانملګرې ته ګلان ډالۍ کوۍ.
هلک ملګرې ته څه ډالۍکوي؟ ګلان –
(ګلان د کړنې له پاره کارولکیږي،پخپله څه نه کوي او څه هم لاسته نه راوړي، له دې لاسته راځي:سیده شی)
دا هلک چاته څه ورکوي؟
(ګلان د کړنې له پاره کارولکیږي،پخپله څه نه کوي او څه هم لاسته نه راوړي، له دې لاسته راځي:سیده شی)
،، ئ ،، په پښتو تپل شوې. |
بیا
اکوزاتیو Akkusativ
اکوزاتیو یوګرامري حالت دۍ. په ورځنې الماني ګرامر کې دا د څلورم حالت سره ترتیبیږي. د دې د روښانتیا له پاره په الماني کې پوښتنه کیږي، چې څه شی یا چا، نو دا له دې امله د ،،چا،، حالت هم بلل کیږي.
اکوزاتیو: د ،، چا – یا څه شي حالت
ښاغلی سپین خپل ورور ګوري
ښاغلی سپین د چا لیدنه کوي؟ ځواب: د خپل ورور… د چا لیدنه کوي یا څوک ګوري
زه خپل ملګري ته یوکتاب سوغات ورکو.
زه خپل ملګري ته څه شی سوغاتوم؟ ځواب: یوکتاب
یادونه اوهیله: زه دلته د اکو زاتیو اوداتیو په توپیر کې لږ ستونځې لرم، چې دا باید ګران لوستونکۍ راسره مل اوبی کړي.
دلته له هرڅه د مخه یوه یادونه ده، چې باید پام موورته وي:
یادونه: په پورته کې مې لیکلي وو چې: د هر څه له مخه، خوورته پام مې شو.
د لوستونکو څخه !
ایا موږدا څلورحالته اوکه له دې پرته نورلرو اوکه څنګه؟ دا جینیتیو اواکوزاتیوهم داسې لرې سره نه برېښي اونورشته،که نه؟
داتیو او اکوزاتیو ته دې هم پاموشي، چې په پښتو کې همغه دۍ، که څنګه؟
لنډ:
نومیناتیو: څوک یا څه ؟
جینیتیو: د چا ؟
اکوزاتیو: چا ، څه ؟
داتیو: چا ته؟
سلامونه ،
ښاغلي مشر ورور درته ووایم که کاکا یا ترهء ، ډاکټر صیب شینواری (ماخان) خان!
ستاسو لیکنې چې په تاند کښې ېې د ژبپوهنې په اړوند خپروئ ، کله کله لولم . دا چې ستاسو اصلي مسلک ریاضیات (شمیر پوهنې ) دي او اوس په زوړ سن کښې مو ژبلارو او ژبلوستنو ته هم وخت بیل کړی ، آپرین وایم. او د ادبیاتو د پوهنځیو د پوهاندانو ،استادانو او زده کړیالانو څخه هیله ده چې هر اړخیزه نظر ورکړي .
زه هم اصلاََ د طب ډاکټر یم ، خو اوس د مهاجرت او غربت له برکته ژبو زده کړو او کله کله داوطلبانه ژباړو ته اړ شوی یم . په هر حال ، زه څه نا څه ۴۵ کاله مخکې ترکیه کې محصل (زده کړیالی) وم ، نو د تُرکي ژبې ګرامر نه مې دومره په یاد دي چې د نوم پینځه حالتونه په کښې ول: په لاندې ډول ېې خلص د ستاسو له تصنیف سره پرتله کول غواړم او که کوم استاذ پرې د کمپیوټر کیبورډ دړه لږ وخوځوله ، نور علی نور ؛ او که نه : د خوشحال خان بابا خبره :” زه ېې چا ته لیکم دچا ېې څه زده؟** ځه په هور شه دا قلم او کاغذونه!”
۱- د نوم یا اسم (نومیناتیف ) حالت : د انسانانو، ځایونو ، شیانو ، حیواناتو ا.د.ن. یوازې نوم
۲-د نوم اِضافتي (ګنیتیف ) ” : د (چا) …(څه یا څه شی ) پوښتنې ته ځواب وايي. بیلګه: د مدیر صیب کور !
۳- د نوم (تَه ) = )ډاتیف ) ” : نوم + ته . د (چا ته ) یا ( چیرته ) پوشتنی یه ځواب وايي .مثال: اروپا ته ؛ داداته …
۴-د نوم (له ) ؟ ” : ( د دې لاتینی یا آلماني بیلګه ستاسو لیکنه کې نه و) ؛ د (له ) + نوم پوشتنې ته جواب وايي. له لغمانه..؛ له چا څخه؟ له ما نه …
۵- د نوم ( په ، په کښې ) حالت : ( د دې آلماني مثال هم ستاسو لیکنه کې ما ونهءموند ) : د (په ، په کښې ) +نوم پوشتنې ته ځواب وايي . بیلګه: په پښتو کې ، په بیړه …؛ په رشتیا هم …ا.د.ن.
نپوهیږم ، ډاکټر ساب ماخان خانه ! زما له دې ګډو وډو به مو یو څه اضافه سوی وي ؟. خو زما په آند ،لکه تاسو چې ویلي ، په هره ژبه کښې مختلفه شمیر حالتونه وي ؛ ما صِرف د تُرکي ژبې خپلې یادته راوړنې درسره شریکې کړلې. په درنښت ، ستاسو کشر
دکتور حمیدالله ساپی زړهءور / بروکسل بلجیم د وږي یا سنبلې ۱۹=د محرم الحرام ۱۱= د ستمبر ۱۰