جمعه, مې 3, 2024
Homeټولنیزد خاوند دا کارونه مه ور معافوئ | نجیب احمد عزيزي

د خاوند دا کارونه مه ور معافوئ | نجیب احمد عزيزي

د خيانت ځينې ښکاره نښانې لکه د زمري او هوسۍ د دوښمني په څېر واضح وي، په دې ځای کې څو هغو ته اشاره کوو چې په خاوند پورې تړلې دي، خو که مو خاوند لاندې يوه لومړۍ نښه لرله مهمه نه ده چې جدي يې وبولئ، مګر که چېرته زياتې خامۍ پکې وليدل شوې ضرور يې مخه ونيسئ، هسې نه په بېلتون مو بدلې شي.

 پټ کارونه؛

ځينې له خپل موبايل سره ډېر حساس وي او همېشه يې سخت پاسوورډ «کوډ» ور اچولی وي، که زنګ ورته راشي ستاسې په موجوديت کې يې نه اخلي او که ورسره خبرې کوي غږ يې ډېر ورو وي يا شماره دويم کس«خپلې مېرمنې» ته نه ښکاره وي. له ډېرو ښځو سره يې خاوندان دا ډول کار کوي چې دوی يې په سترګو ويني، ځکه په دې غږ نه‌شې ورته کولای چې هغه ځواب نه ورکوي او دې خبره ته يې چندانې اهميت نه ورکوي.

له مور سره چلند؛

که چېرته يوه نارينه «خاوند» له مور سره خبرې کوز او پاس کولې او تل يې دروغ ورته ويل يا يې پوچې خبرې ورته کولې هرومرو له مېرمنې سره هم بد چلند کوي، ځينې نارينه «خاوندان» چې خپلې مور ته درناوی نه لري په تېره بیا ښځه داسې څيز ګڼي چې هسې په کور کې ورته ګرځي او نور هيڅ ارزښت نه لري.

خودخواهي؛

هغه کسان چې يوازې د ځان په اړه او نفسي غوښتنو کې ډوب ممکن هرې ناروا ته اسانه لاس واچوي؛ نو دوی بيا په زړه کې رحم او زړه‌سوی نه لري کېدای شي دا رنګ عادتونه ښځه«مېرمن» يو مخلوق نه، بلکې يو څيز «اله» وګڼي ثابته شوې چې دغه رنګ خيانت په کم عمره کسانو کې ليدل کېږي.

بې‌مينې‌توب «سوړ مزاجه»

د خيانتګر مېړه يوه لويه نښه دا هم وي چې له مېرمنې سره يې جنسي اړيکه يوازې پر فزيکي اشباع او « ځانې لذت» ولاړه وي، ځکه د هغې اروايي اړخ ته هيڅ ارزښت هم نه ورکوي چې هغه هم ترې خوند واخلي مثلاً داسې څه نه ورته وايي چې هغه پرې خوښه او ډاډه شي يانې؛ «له تا سره مينه لرم يوازې ته يې چې په دې نړۍ کې سکون را کوې…» يايې نه ښکلوي؛ نو له دې څرګندېږي چې واقعي مينه نه ورکوي، خو دلته يوې بلې خبرې ته هم توجه په کار ده چې ځينې نارينه «خاوندان» په لمس کولو، ښکلولو، په غېږ کې نيولو… باندې مينه ښکاره کوي، خو په عين حال کې ډېر پرېشانه، او قهرجن «مضطرب» وي په دې وخت کې بايد پوښتنه ترې وشي چې اوس ولې د پخوا په څېر زياته مينه نه کوي؟ ناروغ يې؟ که زما مينه بل چاته ورکوې…؟

خلاف کارې ته مخه کول؛

که چېرته نارينه «خاوند» نیشې کولې يا يې قمار واهه؛ نو «مېرمن» دې په دې پوهه شي چې د خيانت وروستي حد ته رسېدلی يانې« لاس ترې مېنځئ»

ډېر «انتقادونه» کول؛

دا شی تر ډېره کورنی ژوند ړنګوي او مېرمنې بايد په دې وپوهېږي چې د هغې په حقونو هم اسانه تېری کوي، يانې تر ډېره د ښځې «مېرمن» په مثبتو عادتونو او کارونو نيوکه کوي تر دې اندازې چې هغه په خپل جسم او قوارې لا شکمنه کړي، يا يې د هغې په يوه کار تر حد زياتې خبرې شروع کړې وي « ګرېز او جنجال يې وي» دا هم يو بېلوونکی او مالوم خيانت دی.

يادونه؛ هرومرو په ګډ ژوند کې د نارينه يا ښځې له خوا څه نا څه خيانتونه د ځينو علتونو يا عادتونو له وجهې را منځ ته کېږي، که چېرته دواړه په حقوقي او مسووليتي لحاظ يو بل وپېژني، کورنی همېشنی ژوند درک کړي، ممکن د هر خيانت مخه اسانه ونيسي، مګر لویه ستونزه دا ده چې په هر څه بې‌تفاوته پاتې نه‌شي، ځکه د دې سبب ګرځي چې په راتلونکي کې «ښځه/خاوند» تر داسې حده ورسېږي چې کورنی ژوند يې تريخ او په پای کې سره بېل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب