جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهماریا (لنډه کیسه) لیکواله: صفیه وردک

ماریا (لنډه کیسه) لیکواله: صفیه وردک

ماریا ټولګي ته راننوته.د کړکۍ تر څنګ کښېناسته.رنګ يې تښی و.بوټونه يې دوړن وو.په سپېرو شونډو يې یو ځای وینه ور وچه وه.بې له دې چې ترې وپوښتم راته کړل يې.
_هېڅ ښه نه یم.
پر شونډو يې ژبه تېره کړه.له ټيکري يې راوتلي جړ ویښتان پټ کړل.
_ټول فکر مې کور کې دی.ماغزه مې تیت پرک دي.له کوره چې راتلم مور مې مالګه تیاروله.
د باندې توپان شو.سترګې مو غبار ته ترخې شوې.کړکۍ مې بنده کړه.
_له هېڅ ماښامه دومره نه یم ډاره شوې لکه نن چې راځي.لمر ته ګوره څنګه په ډوبېدو دی.لکه زما مرګ ته يې چې بېړه وي.
_ ته لوستې يې، فکر لرې! دلیل نه شي ویلی؟
_مور مې وایي همدا دې نصیب دی.ستا برخه به خدای تر دې ډېره نه وي درکړې.
***
ټلیفون ته مې لاس کړ.زنګ تېرېده خو ځواب يې نه راکاوه.زړه مې ولوېد.ساعت څه کم یوه بجه وه.له لرې د ګڼو سپیو غپا راتله.مور به مې ویل د سپیو غپا بد خبر لري.ټلیفون مې یوې خوا ته کړ.ویده شوې وم.سهار تر نورو ورځو ژر را ویښه شوم.څو زنګه مې ووهل.ځواب بل چا راکړ.ځوږ و.ګډ غږونه وو.دومره مې سهي کړای شول چې ویل يې خور مې ځان زندۍ کړی.
ټلیفون مې بند کړ.فکر کوم نوی لمر راختلی و، د پردې له چولو څو ټوټې مالومېده.ولټېدم د پردې چولې مې پټې کړې.په ټلیفون کې مې د ماریا څو پخواني عکسونه وکتل، کمرې ته ځیر وه.په ټولو عکسونو کې يې خندلي وو.
***
نه پوهېږم څرنګه ویده شوې وم.چې راولټېدم کوټه تیاره غوندې وه. فکر مې کاوه څو شپې به تېرې وي.پرده مې کش کړه.څو باډېوې هسکې ټيټې کېدلې ،یوه په ونه کې بنده وه.
د ماریا د مرګ لومړی مازدیګر و.خو لمر لا نه و لوېدلی،تر هغې مې ورته کتل چې ولوېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب