چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبشعرپټ ځنځير/ شاعر: عبدالنافع همت

پټ ځنځير/ شاعر: عبدالنافع همت

يو ځنګله کي يو تکړه زمری واکمن  و

ښه پياوړی، ښه چټک و، ښه غوښن و

له هيبته يې چا ښور نه سوای خوړلای

د ده مخکې به چا سپوڼ نه سوای وهلای

د زمري تر خوله چې څه به راوتله

دا قانون و خامخا تطبيق کېدله

د پاچا احترام فرض و پر ټولو

پر ځوانانو، بوډاګانو او  همزولو

هر سهار به ځناور  راټولېدله

په درنښت د پاچا مخکې درېدله

تر نامه لاندې نيولي يې لاسونه

ټيټول يې په يوه سلا سرونه

له کلونو دا قانون و پاته سوی

تر دې ننه پورې ټولو و، منلی

يوه ورځ چې راټول سوي ځناور وه

سلامۍ او احترام ته برابر وه

پاچا سر ځمکې ته کوږ کړ او لاس پورته

احترام يې کړ ادا د  کيدړ   لور  ته

بيا يې وويل چغاله محترمه

ستا قربان سم، معظمه مکرمه

لېوه ته خو بيخي وړ د  درناوي يې

دا خو څه بيخي لايق د  پاچاهي يې

بيا يې خره ته مخ راواړاوه چي ګرانه

تا ته زر ځله سلام دی عالي شانه

په نوبت يې مخاطب هر يو حيوان کړ

په دې ډول يې محفل ټوله حيران کړ

ويل وروسته به زه تاسې ته سلام  کړم

بې توپيره ستاسې  ټولو  احترام  کړم

اوس رخصت ياست مراسم پای ته رسېږي

د سبا خبر سبا ته پا ته کېږي

تر دې وروسته  هرې خوا ته چوکچوکه سوه

دا کيسه په ځناورو کې خپره سوه

چي شاهي و هر حيوان  ته  رسېدای  سي

په خپل وار ګيدړان هم  پاچا  کېدای سي

په  ګاونډ  کې پاچاهي د بل زمري  وه

ښه يې برم، ښه قوت،  ښه واکمني وه

دا زمری چې کله پوه په دې داستان  سو

په غصه  د بل زمري پر خوا روان سو

ويل پزه دي ورپرې کړه د زمريانو

د اصليو، سردارانو،  پاچاهانو

نه شرمېږې چې ګيډړو ته سلام کړې؟

ته په کومو سترګو خرو ته احترام کړې؟

وايه دا کوم  شرافت او کوم غيرت  دی؟

چې له خرو سره دي کړی مصلحت دی

زمري وويل زما دوسته مهربانه

غوږ دي خولې ته رانژدې کړه زما ګرانه

تر ما لاندې دې  په وښو  کې لږ   وګوره

سترګي خلاصې کړه ږغ مه کوه په زوره

د ښکاري نامرده بدې دسيسې دي

په تلکه کې مي بندي غبرګي پښې دي

که هر څومره مي وهلي خپل زورونه

مګر سخت دی دا تلک او  ځنځيرونه

که خبر سول ځناور چې زه بندي يم

راګير سوی په نقشه کې د ښکاري يم

په ځنګله کې سورلنډيان  که  ګيدړان  دي

که لېوان دي، که سرکوزي او که سپيان دي

په ژوندوني به مي ځان ټوټه ټوټه کړي

زما پر غوښو باندې جوړه به مېله کړي

تر هغو چې له تلکې نه خلاصېږم

په همدغه طريقه باندې چلېږم.

د افغان ملت هم دغسي قسمت دی

له رازونو نا خبر ټوله ملت دی

وايي ولي مشران مو خدمت نه کا

ټول کارونه د پردو په اشاره کا

ولي داسي کړي او داسي ولي نه کړي

ولس دا غواړي او دوی ګوره چې څه کړي

که لږ ځير سو د دوی سر او د دوی پښتو ته

ولچکونو، زينهارونو،  زولنو ته

هر يو مشر  مو  تړلی په  ځنځير  دی

د چا فکر، د چا  لاس د چا ضمير دی.

خېرخانه مېنه، کابل

۵، زمری، ۱۳۹۵ ه ش

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب