جمعه, مې 3, 2024
Homeادبغورځنګ او د زولنو شرنګ/لومړۍ برخه

غورځنګ او د زولنو شرنګ/لومړۍ برخه

نن د پنچ شنبۍ ورځ وه او زړه مې په دفتر کې بیخي تنګ وو، نه راته ډوډي خوند راکوو او نه مې د شپي لخوانه د چنداني خوب وو  یو خوا اوږده مسافرۍ او بل خوا په دفتر کې د راډيوي خپروني دومره ډيرې وي چې ان د سر ګرولو ته هم نه اوزګاریدمه ،  بس په سوچونو کې ډوب ومه چې یو دم د ژوندۍ خپرونۍ سټوډیو د تخنیک څانګۍ دروزه خلاصه شوه ، چې کتل مې زمونږ دوه همکاران ثنا احمدزي او سید جاوید شینواری دواړه یو ځای راننوتل .

ثنا احمدزی راباندې غږ وکړ چې غورځنګه وروره دافلش یعنی یو ایس بې واخله ، یو ریپوټ ، سپورټي خبرونه ، هوا حالات او دوه پيکیج  پکې دي .

د ثنا احمدزی یو عادت درلود چې د هر چا خونی ته به لاړه نو که د چایو ګیلاس به پروت وو، نو هغه به یې پرته کوم سته په سر اړوه ، نن ورځې یې هم همداسې کار

وکړ.

بس زما پياله یې هم را واخیسته اوپه سر یې واړوله ، نو ما هم ورته رډ رډ کتل چې ښه اوس به زه تاته څه وایم په ډیرو مینتونو باندې مې اشپز ماما راته یوه پياله چای راوړ او هغه هم تا وڅښه ، خدای دی درته نصحیت وکړي .

د غرمۍ دولس بجو ته  یواځي دوه دقیقې پاتې وې ما هم زر زر د دولسو بجو خبري ژورنال ته ځان اماده کړ ، او فلش مې په کمپوټر کې داخل کړو اول مې فلش سکین کړو،  او هغوي دواړه هم ژوندی سټوډيو ته ننوتل ، ما هم د خبرې ژورنال خبرتیا یعنی زیګنال پلي کړو یوه یادونه کوم هغه ده چې مونږ په راډیو کې دوه خبرې ژورنالونه درلودل یو غرمنۍ ژورنال او بل ماښامنۍ ژورنال وو.

د خبرې ژورنال له زیګنال له ختمیدو سره سم مې بیګ ګراونډ میوزیک پلۍ کړو او دواړه ته مې اشاره ورکړه چې ځانونه اماده کړي ، هغوې له وړاندې نه ځانونه اماده کړی وو ،بس ما هم مایکونه ورته ان کړل ، سید جاوید شینواری اوریدونکو ته ښه راغلاست ویلو وروسته ثنا احمدزی د خبرونو په سرټکو پيل وکړ .

د سرټکو وروسته د بشپړ خبرونو وخت راورسید او ثنا احمدزی د خبر په ویلو پیل وکړ لومړی خبر مو له سیمي څخه درلود چې د  کنړ ولایت په شیګل اولسوالۍ باندی طالبانو برید کړی، نور حال له میرویس رحمانی څخه اورو . میرویس رحمانی زمونږ د سیمو خبریال وو

او دسیمي خبرونه به یې چمتو کول د ثنا احمدزي د لیډ لوستلو وروسته ما هم میکونه بند کړل دا چې خبر لومړی وو نو ما  باید لومړی خبرې کلیپ پلی کړی وې نو ما دویم کلیپ پلی کړو هغه کلیپ سپورټي وو،دغه کلیپ زمونږ د همکار سحرګل امیرزي وو پدې وخت کې سید جاوید شینواري ماته اشاره وکړه چې مایکونه ان کړه ما هم زر تر زره مایکونه ان کړل ، شینواري له اوریدونکو څخه بخښنه وغوښته او خبرې ژورنال ته یې ادامه ورکړه

بس د نن ورځې خبرې ژورنال مو په ټیلو ټيلو خلاص کړو ، د ژورنال له تمامیدو سره سم دواړه ښه په قهر زما خونې ته راغلل ، ثنا احمدزی راته په قهرجنه لهجه ویل چې بلا دې اوهه څه تندر درباندې راپریوتی دی  چې تخنیک ته هیڅ پام نشته دی ،  ثنا احمدزی نه د خبرو وار سید جاوید شینواري واخیستو ، زما په خیال نن بیا ټوله شپه فیس بوک ته ناست وې او یا به دې ټوله شپه هندي فلمونه کتلی وي نو ځکه په هوش کې نه یې ورځ او شپه نه ګورې ته یې او فیس بوک نور بل کار دې نشته دې .

ما هم ورته ښه جدي انداز اوویل چې ګوره شینواریه یو خو مې اعصاب خراب دی او ته یې راته نور هم خرابوي ، یو خو مې زړه تنګ دې او بله ستاد  ښځو غوندي ناندریو ته مې نور هم اعصاب خرابیږي .

پدې وخت کې ثنا جاوید ته مخ واړولو او ورته یې ویل چې راځه راځه سر پرې مه خوږه دا تیار جنګ دی بس په پوزه مچ نه پریږدي خپل کار به کوي

په همدې خبرو سره دواړه له سټوډيو څخه وتل ساعت ته چې مې کتل څه کم یوه نیمه بجه وه د ماسپخیین د اذان وخت هم وو…………

ادامه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب