جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورخاطرهطالب خو دومره سپک نه و/ شهير

طالب خو دومره سپک نه و/ شهير

د ۱۹۹۶ میلادې کال د یوه طالب د خولې ریښتینې کیسه ده. د کابل په غرب کې چیرې چې هزاره ټبر په لوی شمیر کې میشت دی طالبانو په تازه توګه دغه ساحه لاندې کړې وه ، خلک بې اسلحې شوي نه و، ډیره ویره خپره وه، طالبان د کابل سره نابلده و.

امنیتې حوزې ته یو نا هیلې پښتون راغی ویل یې که مرسته راسره وکړی! څه مرسته وکړو؟زما کور د هزاره ګانو په ساحه کې دی، ډیر وقت څه کیسه نه وه، حتا د جنګو وقت کې هم مونږ ته چا څه نه ویل ، د کابل د سقوط نه څو میاشتې مخکې زمونږ کور ته یو هزاره زورو وسله وال راغی ، زما څخه یې زما د خور غوښتنه وکړه چې ور نامزاده یې کړم، وپوهیدم که یې ورنه کړم په زوره به یې بوزې ، له مجبوریته مې هو ورته وکړه. دا څو میاشتې کیږي نامزاده ده، که تاسې مرسته ونه کړی، رانه واده به یې کړي.

طالبانو څو کسیزه ګروپ برابر کړ، یوه زړه ډاډسن کې کیناستل،د نجلی ورور په بایسکیل ناست و، طالبانو له شا کرار، کرار ور پیسې و، له ډیرو کږو وږو کوڅو وروسته د نجلی ورور خپل کور ور ننوتلو. کور مو په نښه کړ، ګورو چې ساحه کې غوغا غوندي ګډه شوه، ددې خطر و چې مسلح کسان راووځي او ددغه محدود شمیر طالبان ټول ختم کړي. کور ته داخل شو، نجلۍ مو پیدا کړه، د ورور سره مو یوځای موټر کې کینوله، په ډیره بیړه مو ساحه خوشي کړه. پښتÙ �ه نجلۍ او ورور مو یې له ساحې وایستل او ښار کې مو خوشي کړل. پدې توګه مو یو پښتنه د یوه ظالم هزاره قوماندان/ټوپکې له چنګاو څخه وژغورله.یوه بله واقعه کې یوه ښځه له کابل څخه پیښور ته تلله، خو د کورنۍ جنجال له کبله یواځې تللې وه. د تورخم سره تلاشی کې طالب د محرم پوښتنه ترې کړې وه، زنانه سره څوک نه و. دا چې پاکستان کې خطر ورته پیښ نه شي، طالبانو یو طالب ورسره ملګری کړی و، تر کابله یې بیرته راوسته او په خپل کور یې وسپاره. نن ورځ هغه طالبان او هغه کیسې اوبو وړې .

طالب نن له سړکه یوه پښتنه ښکته کوي ، په کلي ، غرو او دښتو کې یې ګرځوي تر څو دوی ته څه بندیان آزاد شي ی ا پیسې تر لاسه کړي. د طالب او ګلم جم تر منځ توپیر څه پاتې شو؟آیا تصور مو کولای شوی چې طالب به دومره بې غیرته شي؟همدارنګه د کابل کندهار په لاره د دولت هغه مامورین چې د الوتکې پوسیله د تګ وس نه لري، د ټکټ پیسې د اولاد د نفقي لپاره سپموي، ښکته کوي او وژني یې. که طالب پیسې لري خو همدغه مامور ته د میاشتې د هغه د دمعاش معادل پیسې ورکوي او بیا دې هیله ترې وکړي چې په کور کینه. دا وژني یې ولې؟د تعلیمې موسساتو څخه هر کال په زرهاو کسان فارغیږي، پاکستان او ایران کې کار نه شته، اروپا او نورو هیوادو ته ټول نه شي تللی، نو آیا طالب کولای شي حکومت د مامورینو له کمبود س ره مخامخ کړي؟د طالب وژنې یواځې یوه کونډه، یوه بوره او ورره زیاتوي او جنرال حمید ګل خوشحاله کوي. که وژل دومره ښه لاره وي بیا خو دولت ته هم پکار ده چې په زندانو کې ټول طالبان په یوه اونۍ کې ختم کړي. حد عقل د ډوډی مصارف خو به کم شي.

ولې طالب د دولت مامور یوه ورځ ژوندی نه ساتې خو دولت یې تر کلونو پورې ژوندی سا تي یا یې بیرته آزادوي، دا خو عدالت نه شو. طالبانو باید د کندهار وکیله سره له اولادو ډیره زر خوشي او بښنه ترې وغواړي. د طالبانو شورا ته هم پکار ده چې د ښځو له ښکته کولو او د حکومت د ټیټ رتبه ماموررینو له وژلو لاس واخلي. شهیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب