د څوکرښو یونلیک
دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفيډول ترسترگو شول.
د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر دیارلسمه د شپې شاوخوا دوېبجې په یوه ناڅاپی سفر سویس ته ورسېدم. اوږد مزل مو کړی و، مخامخ کوټې ته او بسترې ته شوم.
د وختي پاڅېدو د عادت له مخې د سهار شاوخوا اوه بجې ویښ شوم، د خپلې خونې پرده مې چې لرې کړه، د رڼو اوبو ځلا مې ولیده، خو تر اوبو لږ وړاندې داسې جگ غر ولاړ و لکه د افغانستان د عاموخلکو اوږده لوږه او نه تمامېدونکې خواشیني.
زړه نازړه له ودانۍ راووتم، دلته هم داسې بل دنگغر ولاړ و لکه د هغه بل سکنیورور چې وي، ما ویل چې گنې د تیـږو په کلا کې راایسار شوی یم، ځان مې د طبیعت د بېپایه ښکلا او چوپتیا په دایره کې ولید. دا د سویس یووړوکی ښار و چې انترلاکن نومېـږي.
د ورنو غرونو د نندارې په وخت کې مې ځان د چوپتیا او ښکلا د امپراتورۍ په سیمه کې احساس کړ او د پښتو ژبې د یو پخواني شاعر (شیخ بیټني) د یوشعر څو داسې بیتونه را په زړه شول چې د کسي غره په لمنو کې یې ویلی وو. د شیخ بیټني یاد شعر په دې بیتونو پیل شوی و:
لـویـه خـدایـه، لـویـه خـدایه
ستا پـه مـیـنـه پـه هـرځـایه
غرو ولاړ دی درناوي کې
ټـوله ژوي په زاري کې…
د شیخ بیټني مناجات او د دنگو غرونو د نندارې په وجه زما د ککرې په گومبزه کې هم څو توري رامیلمانه شول، هغه مې د شیخ بیټني د مناجات په سبک د کاغذ پرمخ باندې رساميکړل، کاغذ مې جیب کې کېښود.
د هغې سیمې د چوپتیا او ښکلا په داېره کې زموږ لهپاره هرڅه نوي وو. بوختتیا دومره ډېره شوه چې داکرښې مې بیا هېرې شوې.
ما په هغېورځې ولیدل او واورېدل چې د طبیعت ښکلا او چوپتیا خبرې کوي، هغه څه چې ما د طبیعت ښکلا او د دنگو غرونو چوپتیا ته لیکلي وو، هغه دا دي:
دلـتـه دي د غـــرونـــو څـوکـې
غــلـې دي، خــو وهـي کــوکـې
مـړه ژونـدي ټـوله خامـوش دي
شور او شـر دی شونـډې بـوکې
۱۳/۱۱/۲۰۲۵