تاند/ سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۲مه/ د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوزول.
یاد بانک نن سه شنبه مازیګر ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب ختیځ زون (ګردیز) او ختیځ زون (ننګرهار) څخه یاده اندازه مندرس افغانۍ راټولې کړې وې.
خبرپانه کاږي چې، راټولې شوې (شپږ سوه شپېته میلیونه او دوه سوه زره) افغانۍ یې ټولې وسوزولې.
په سوځول شویو بانکنوټونو کې د ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ بانکنوټونه شاملې وې.
د افغانستان بانک دویم مرستیال، ملا محمد آخند، د یادو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال وویل چې، د افغانستان بانک هڅه کوي څو د هېوادوالو لپاره د راکړو ورکړو بهیر لا آسان، خوندي او باوري شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د افغانۍ د ارزښت او اعتبار په ساتلو کې د خلکو ونډه هم ډېره مهمه ده.
سرچینه زیاتوي چې، د افغانستان بانک وخت په وخت مندرس بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او پر ځای یې نوي بانکنوټونه بازار ته عرضه کوي او راټول شوي مندرس بانکنوټونه له منځه وړي.
د یادونې وړ ده چې دا مندرس بانکنوټونه د طالبانو د عدلیې او مالیې وزارتونو او امنیتي ادارو د استازو په موجودیت کې، له شمېرنې او کنټرول وروسته، د ټاکل شوي پلاوي له لوري مخصوصو بټیو ته انتقال او وسوزول شول.