Homeخبرونهافغان ایوک: د ټرمپ اداره غواړي دا اوونۍ یو شمېر افغان کډوال...

افغان ایوک: د ټرمپ اداره غواړي دا اوونۍ یو شمېر افغان کډوال له امریکا وباسي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۹ مه) د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایوک» مشر شان ون‌دایور وايي، د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې د امریکا د کانګرس د منځمهاله انتخاباتو په اوونۍ کې یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته ولېږدوي او د طالبانو حکومت ته یې وسپاري.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم اتمه) په یوه بیان کې ویلي، امریکا غواړي یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي په الوتکو کې افغانستان ته ولېږي.

ون‌دایور ادعا کړې چې د ټرمپ اداره غواړي دغه بهیر د ټاکنو په اوونۍ کې ترسره کړي، څو د خلکو پام وروا نه وړي. هغه ویلي: «امریکایان به له داسې چلند سره موافق نه وي.»

د افغان ایوک د مشر په وینا، یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې په خپله خوښه د کډوالۍ ادارې ته ورځي، نیول کېږي، ټیلیفونونه ترې اخیستل کېږي او بانکي حسابونه یې د توقیف په مرکزونو کې کنګل کېږي.

هغه زیاته کړې چې ځینې نیول شوي کسان د شپې ناوخته نامعلومو ځایونو ته لېږدول کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې امریکا به یو شمېر افغانان پاکستان ته ولېږي چې د اسلام اباد چارواکي یې په زوره افغانستان وته واستوي.

افغان ایوک د امریکا له کانګرسه غوښتي چې د «افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب د بېرته ټینګولو» لایحه تصویب کړي. د دې طرحې هدف دا دی چې د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې، د ۱۴۰۸ کال د چنګاښ تر لسمې، له امریکا څخه د افغانانو د ایستلو مخه ونیول شي. خو دغه لایحه لا د کانګرس له خوا نه ده تصویب شوې.

دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، د ښځو او نجونو ځپل، د پخوانیو حکومتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو شکنجه او وژل کېدل، او د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د کورنیو ځورول هم د اندېښنې وړ بللي دي.

د امریکا د کانګرس منځمهاله انتخابات د نوومبر په درېیمه، د لړم په ۱۲مه، ترسره کېږي. په دغو ټاکنو کې د استازو جرګې د ټولو څوکیو او د سنا جرګې د یوې برخې لپاره رایې اخیستل کېږي.

تر اوسه د امریکا د کډوالۍ ادارې یا نورو اړوندو چارواکو د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د افغان ایوک ادعا ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې درېیمو هېوادونو ته د کډوالو د ایستلو بهیر پراخ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مشهور سندرغاړی ګلریز تبسم په حق ورسېد

خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۷ مه) د پښتو موسیقۍ سندرغاړی ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي...