تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۸ مه) د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې (میت) د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې یو مشکوک غړی نیولی او ترکیې ته یې بېولی دی.
د ترکیې صباح ورځپاڼې د راپور له مخې، امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ ویلي، نیول شوی کس اوغور بهادر نومېږي او د «عبدالله» مستعار نوم یې کاراوه. نوموړي د داعش د خراسان څانګې په لیکو کې فعالیت کاوه او د سیمې په څو روزنیزو مرکزونو کې یې دندې ترسره کولې.
د ترکیې د استخباراتو د معلوماتو له مخې، بهادر په ۲۰۲۴ کال کې له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سیمې ته تللی او له داعش سره یوځای شوی و. هغه هلته پوځي روزنه ترلاسه کړې او بېلابېلې عملیاتي دندې یې ترسره کړې دي.
د استخباراتي معلوماتو تر راټولولو وروسته، د ترکیې استخباراتو عملیات پیل کړل او بهادر یې په یاده سیمه کې ونیو. له نوموړي څخه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د داعش د غړو د جذب، روزنیزو پروګرامونو، عملیاتي دندو او تشکیلاتي جوړښت په اړه معلومات ترلاسه شوي دي.
بهادر د داعش له یوه بل غړي، ازګور التون سره د خپلو اړیکو په اړه هم معلومات ورکړي دي. التون، چې د «ابو یاسر الترکي» مستعار نوم کاراوه، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې نیول شوی و او د ترکیې له خاورې څخه یې د افغانستان او پاکستان سیمې ته د داعش د غړیو د لېږدولو چارې همغږې کولې.
د راپور له مخې، بهادر له احمد قازانجي سره هم اړیکې لرلې. قازانجي، چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو یې فعالیت کاوه، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې نیول شوی و. نوموړی د داعش د تبلیغاتي څانګې غړی و.
د ترکیې د استخباراتو په وینا، دغو عملیاتو د ترکیې پر ضد د داعش د احتمالي بریدونو د پلانونو په شنډولو، د دې ډلې د غړو د جذب د شبکو په افشا کولو او د هغې د پلان شویو فعالیتونو په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کړې ده.